د کورونا پراخېدو له کبله ایران ښوونځي او پوهنتونونه رخصت کړي

ایران کې کورونا شمېرې

په ایران کې د کورونا پر ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸ تنو او د مړو شویو کسانو شمېر پنځو ته رسېدلی. د دې هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د فبروري له ۲۳مې ان یوې اوونۍ پورې درست هنري او سینمايي پروګرامونه لغوه شوي، او همدارنګه یې د ټولو تیاترونو او د فلمي نندارو د مخنیوي سپارښتنه وکړه.

دې وزارت په تهران کې یکشنبه او دوشنبه ټول روزنځایونه او ښوونځي رخصت اعلان کړل.

ایراني رسنیو د دې هېواد د ښوونې او پالنې د ویاند مسعود ثقفي له قوله ویلي، د دې پرېکړې موخه دا وه چې د دې ویروس پر وړاندې 'ښوونځي چمتو" اوسي.

په ورته وخت کې د شنبې په ورځ د دې هېواد په قم ولایت کې ښوونځي رخصت وو، او دوه ورځې نورهم رخصت کړای شول.

د ایران د روغتیا وزارت له اعلان سره سم د دې هېواد په تهران، البرز، قزوین، خپله مرکز، قم، همدان، اصفهان، ګیلان، مازندران ولایتونو کې ټولې تعلیمي موسسې او پوهنتونونه د یوې اوونۍ لپاره رخصت شول.

"د کورونا پر وړاندې سپورټي مرکز" هم اعلان وکړ چې په ایران کې دې "له دوشنبې (فبروري ۲۴) پیل تر لسو ورځو سیالۍ نه ترسره کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تهران کې د فوټبال لیګ روان دی او په لړ کې یې 'استقلال لوبډله' له 'ذوب اهن اصفهان' سره مخامخېږي.

د دې هېواد د روغتیا وزارت د راپور له مخې په قم ولایت کې تر دې شنبې پورې ۱۹ تنه، په تهران کې ۶ تنه، ۲ تنه په تهران کې او یو تن په اراک ولایت کې د کورونا پر ویروس اخته شوي وو.

د انځور حقوق AFP

مخکې تر دې د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی و چې په دې هېواد کې ۱۳ کسان په کورونا اخته شوي دي. یوازې ۷ پېښې یې په قم ښار کې ښودلې وې او څلور نور یې په تهران کې او درې نورې بیا ګیلان کې ښودل شوې وې.

په ایران کې د کورونا د ویروس د خپرېدو له امله عراق له دې هېواد سره ځمکنۍ پولې تړلې دي او د دې هېواد الوتنې هم ایران ته ځنډول شوې دي.

بلخوا د کویت هوايي شرکتونو اعلان کړی چې ایران ته یې خپلې ټولې الوتنې وروسته له هغې درولې چې په ایران کې هم د کورونا ویروس پېښې وموندل شوې.

همدارنګه د لبنان د روغتیا وزیر حمد حسن اعلان کړی و چې د دې هېواد یوه وګړې چې ایران نه ورستنه شوې په کورونا ویروس اخته شوې او دوه نورې شکمنې پېښې هم لیدل شوې دي. دا لومړی ځل دی چې په لبنان کې د کورونا ویروس پېښه ثبت شوې.

د دې هېواد د روغتیا وزیر زیاته کړې چې په دې ویروس اخته شوې مېرمن بیروت کې د "رفیق الحریري" روغتون ته لېږدول شوې ده.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د عراق روغتیاپالان له ایرانه ورتلونکي مسافر ازمويي.

بله خوا د اسرائیل د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې هم د کورونا لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. دا ویروس په یوه اسرائیلي وګړي کې موندل شوې چې له خپلو ۱۰ نورو هېوادوالو سره په هغه سیاحتي بېړۍ کې سپور و چې د کورونا په شک جاپاني چارواکو قرنطین کړې وه.

دا ټول کسان له ۱۴ ورځني قرنطین وروسته تېره پنجشنبه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اسرائیلي چارواکو ویلي، له ستنېدو سره سم دوی قرنطین شوي دي. دا لومړی ځل دی چې اسرائیل د کورونا د مثبتې پېښې اعلان کوي.

ورته مهال ایټالیا هم اعلان کړی چې د دې هېواد په شمالي لومباردي سیمه کې د جمعې په ورځ د کورونا شپږ پېښې یې موندلې دي. لومړی ځل دی چې له ایټالیا د کورونا د ویروس د مثبتو پېښو اعلان کېږي.

په ورته مهال جنوبي کوریا وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د کورونا شاوخوا ۱۰۰ نوې پېښې وموندل شوې.

کورونا ویروس چې د روغتیا نړیوال سازمان پرې د کوید- ۱۹ نوم اېښی، د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۵ زره کسان پرې اخته شوې دي.

ورته مطالب