د هند هغه ښار چې سلګونه ټنه سره زر لري

سون بدر د انځور حقوق Getty Images

د هند د تر ټولو لوی ایالت اوترپردېش په سون بدر ولسوالۍ کې د سلګونه ټنه د سرو زرو د یوې زېرمې څرک لګېدلی دی.ویل کېږي چې ایالتي حکومت اوږده موده مخکې په دې اړه مالومات لرل.

د هند د ځمک‌پېژندنې یوه اداره پنځلس کاله په سون بدر سيمه کې د سرو زرو په لټه لګیا وه او اته کاله مخکې يې یوې ډلې تر ځمکې لاندې د سرو زرو د زېرمې یا خزانې څرک لګولی و.

اوس د اوترپردېش ایالتي حکومت د کېدنې په موخه دا ځمکه خرڅلاو ته وړاندې کړې. د کانونو ادارې يې ویلي، ژر به د طلا یا سرو زرو د رایستلو لپاره هلته کېندنې پېل شي.

د انځور حقوق ENRICO FABIAN FOR THE WASHINGTON POST/GETTY IMAGES

د سون سيند له کبله د دې سيمې نوم سون بدر شوی؟

د سون بدر ولسوالۍ د دولتي ویبپاڼې د مالوماتو له مخې دا ولسوالي د اوترپردېش په سویل ختيځ کې پرته او صنعتي سيمه ده. همدا راز د هند یوازېنۍ ولسوالي ده چې له څلورو ایالتونو سره پوله لري.

په دې سيمه کې بېلا بېل کانونه شته، لکه د ډبرو سکرو، چونې، د سرو زرو او د باکسايټ. سون بدر د برېښنا پلازمېنه هم بلل کېږي، ځکه چې ډېر برېښنا کوټونه لري.

د انځور حقوق SONBHADRA.NIC.IN

طلا یا سرو زرو ته په هندي او اردو ژبو کې سونا وايي. د دې سيمې نوم ولې سون بدر دی؟

په دې اړه د بنارس هندو پوهنتون کې د تاریخ څانګې مرستیال پروفېسر ډاکټر پربهاکر اپادیای وايي، د سون بدر نوم د سون سيند له کبله دی چې د سرو زرو وړې زرې پکې موندل شوې وې. خو دی وايي چې يوازېنی لامل يې دا نشي کېدلی، ځکه چې په خبره يې، تر دې سيند پرته د مدهیه پردېش او اوړيسه د ځينو سيمو په رېګو کې هم د سرو زرو زرې موندل شوې وې.

د انځور حقوق PRO. PRABHAKAR UPADHYAY

ښاغلی اپادیای وايي، "د دغو سيندونو په څنډو کې د سرو زرو د موندلو لټه کېده. هلته د غرونو جوړښت داسې دی چې کله کاڼي ترې مات او خواره واره شي نو د وخت په تېرېدو تر سيندونو رسېږي. همدا په سمندرغاړو کې د طلا د پلټلو لامل کېږي چې د سيمې خلکو به پلټله. نو دا د دې ښکارندويي کوي چې په دغو غرونو کې سره زر شته."

د انځور حقوق SONBHADRA.NIC.IN

خو بل لور ته د اله اباد پوهنتون د لرغوني تاريخ څانګې پخوانی استاد جي اېن پال وايي، د سون سيند له کبله د دې سيمې نوم سون بدر شوی او (سونا) یاني د سرو زرو په نوم پورې هېڅ اړه نه لري. د ده په خبره، په سيند کې د طلا د زرو د موندل کېدو خبره هم سمه نه ده او هسې کیسې دي ځکه چې داسې کوم ثبوت نشته.

د انځور حقوق SONBHADRA.NIC.IN

د لرغونو اثارو اداره څه وايي؟

پروفېسر اپادیای وايي، په دغو سيمو کې اوسپنه ډېره زیاته ده او د ګنګا سيند شاوخوا د ښارونو جوړېدل او ډېرېدل هم له همدې کبله وو.

د ده په خبره، "په سون بدر کې یو ځای سونکوروا دی. هلته خلکو د سرو زرو په لټه ډېرې کېندې کړې وې چې پاتې شوني يې اوس هم شته. خو دا کېندنې ډېرې ژورې نه وې، يوازې شل فوټه وې. نو خلکو ته چې په همدومره ژوروالي کې څومره طلا په لاس ورغلې وه، له ځانه سره يې خوندي کړې وه."

دی وايي، خکو ته په ځلونو هلته سره زر په لاس ورغلي دي او دا ښکارندويي کوي چې په دې سيمه کې ډېر زیات سره زر شته.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلی اپادیای وايي، د لرغونو اثارو ادارې په دې سيمه کې ډېرې ژورې کېندنې کړې وې خو څومره سره زر چې په لاس ورغلي وو، هغه له اقتصادي پلوه ګټور نه وو. مانا دا چې خوارۍ او لګښت دومره ډېر پرې شوی و چې تر لاسه شوې طلا نشو پوره کولی. د ده په خبره، همدا لامل و چې دوی کار بس کړی و.

د انځور حقوق Getty Images

سون بدر یوه ډېره خواره او لرې پرته سيمه بلل کېږي. په اصل کې یوه قبایلي سيمه ده خو اوس کار ورته شوی او بېلا بېلې کارخونې او د برېښنا بندونه پکې جوړ شوي دي.

اړونده مطالب