د ځنکدن پر مهال انسان څه احساس کوي؟

که مو څوک د ځنکدن په حال لیدلي وي نو پام شوی به مو وي چې په مخ يې بېلابېلې نښې ښکاري، کله د ارامۍ او کله د خپګان. څه فکر کوئ، په ماغزو او فکر کې به يې څه ګرځي؟

د انځور حقوق Getty Images

د مړکېدوونکي کس له څېرې داسې ښکاري لکه ويده چې وي. د ځينو مخ ډېر عادي برېښي. زما یو خپل د مرګ پر مهال ډېر په تکلیف و، خو مړ کېدو نه وروسته يې څېره یو دم روښانه شوه، لکه ډېر چې خوشاله وي.

عکاسې د خپل مرګ د شېبې انځور اخیستی

زه له کلونو راهیسې په دې فکر کوم چې د ځنکدن شېبې به انسان ته خوښي وربښي او که نه؟ دا امکان لري چې د سا وتو په شېبو کې د انسان بدن په ډېره کچه د اېنډروفېنس په نوم هغه هارمون خارجوي چې تشویش یا اندېښنې کموي؟

عام فکر دا دی چې د ژوند په وروستیو شېبو کې د انسان په بدن کې يوه جګړه غوندې روانه وي، خو داسې کېدلی شي چې د انسان وجود په ډېره خوشالۍ مرګ ته ورترغاړې وځي؟

د انځور حقوق Getty Images

د یوه پاليېټېوکېير یا له درده د خلاصون برخې د یوه مرستندوی او کارپوه په حيث ما ته داسې ښکاري چې د مرګ حالت تر وروستۍ سلګۍ یوه اونۍ مخکې پېلېږي. په دې موده کې بدن په کمزورېدو شي، پلی تګ سخت شي او سړی د بې خودۍ احساس کوي. په وروستيو شېبو کې انسان له خوراک او څښاکه هم لوېږي.

څوک چې دې وضعیت ته ورسېږي نو موږ پوه شو چې بس یو څو ورځې ژوند يې پاتې دی. ډېر خلک له دې ټول پړاوه په یکي يوه ورځ تېر شي، خو د ځينو بیا نژدې یوه اونۍ د مرګ او ژوند تر منځ تېره شي. مالومه خبره ده چې د کورنۍ نورو غړو ته د مړ کېدونکي کس دا وضعیت ډېر دردوونکی او ځوروونکی وي.

خو په بشپړ ډول د ځنکدن په شېبو باندې پوهېدل اسانه کار نه دی. زما د خپلو همکارانو د یوې څېړنې له مخې - چې لا خپره نه ده - جوته شوې چې د مرګ شېبو له رانژدې کېدو سره په بدن کې د اندېښنې یا تشویش پېدا کوونکې ماده په ډېرېدو شي. دا هم پکې ویل شوي چې د مړ کېدو پر مهال په بدن کې د اندېښنو کموونکی هارمون اېنډروفېنس اخراجېږي. خو په دې اړه کله څېړنه نه ده شوې نو ځکه يې څوک په پوره باور نشي ویلی.

په ماغزو کې د سيروټونن په نوم هارمون د انسان د خوشالولو دنده لري. په ۲۰۱۱ کې پر شپږو موږکانو د یوې شوې څېړنې له مخې د هغوی د مرګ پر مهال د دوی په ماغزو کې دغه هارمون درې برابره ډېر شوی و. ښايي ورته څه به انسانانو سره هم کېږي.

د ټېکنالوجۍ په مرسته اوس دا مالومېدلی شي چې د انسان په بدن کې د اېنډروفېنس او سيروټونن کچه څومره ده، نو پر دې مشورې فکر کېدلی شي، خو د یادولو ده چې د مرګ په شېبو کې له چا د څېړنې لپاره وینه اخیستل اسانه چاره نه ده او نه هم د داسې څېړنې لپاره د بودیجې ترلاسه کول اسان کار دی.

د انځور حقوق Getty Images

د ځنکدن پر مهال انسان د درد احساس کوي او که نه؟

که څوک وار له مخه له درده شکایت نه کوي نو په عمومي ډول د ځنکدن پر مهال هم باید درد ونه لري. په ماغزو کې هغه شېبه داسې بېلا بېل فکرونه روان وي چې له انسانه به درد هېروي. ښايي ځکه د جګړې په ډګر کې سرتيري د درد احساس نه کوي، ولې چې پام او تمرکز يې بل ځای وي. د اکسفورډ پوهنتون د یوه څېړوونکي ایرین ټریسي د څېړنې له مخې مذهبي یا دیني عقیده هم د مرګ درد په کمولو کې له یوه انسان سره مرسته کولی شي.

د ډېرې خوښۍ احساس

د ځنکدن په وخت کې تر اېنډروفېنس پرته نور داسې څه دي چې انسان ته د ډېرې خوښۍ ورکولو دنده لري؟

کله چې بدن کار پرېږدي، نو مالومه خبره ده چې دا په ماغزو هم اغېز کوي. ښايي دا به هم د ژوند په وروستيو شېبو باندې تاثیر لري. یوه امریکايي ساینسپوه جل بولټ ټېلر په دې اړه ویلي چې څنګه يې مرګ له نژدې احساس کړی دی. د یوې ضربې له کبله د هغه د ماغزو کيڼه خوا له کاره لوېدلې وه. دی وايي، هغه مهال يې له هر فکر او اندېښنې د خلاصون احساس کړی و.

ښايي د مرګ په شېبو کې ستاسې کوم خپلوان بېلابېل روحاني احساسونه لرلي وي. کله چې زما نېکه مړ کېده نو د لاس یوه ګوته يې داسې پورته نیولې وه لکه مخامخ ولاړ کس ته چې اشاره کوي. زما پلار داسې فکر کاوه چې هغه ته به خپله مور او مېرمن ښکارېدلې، ځکه چې د مرګ په شېبو کې موسکی و. زما پلار د هغه دې حالت ډېر ارام کړ.

د انځور حقوق Getty Images

د بودایانو عقیده دا ده چې د مرګ په وخت کې د انسان ذهن ډېر پياوړی کېږي. مړ کېدوونکی کس د ژوند او مرګ تر منځ کمېدوونکې فاصله احساسوي. خو د دغو خبرو مانا دا نه ده چې ګواکې ډېرو مذهبي یا عقیدوي خلکو ته به د مرګ شېبې له خونده ډکې وي. ما ډېر مذهبي کسان لیدلي چې په ځنکدن کې سخت په عذاب وو. ښايي هغوی به د تېر کړي ژوند او تر مړینې وروسته شېبو ته په فکر او اندېښنه کې وي.

لنډه دا چې د هر چا د مړینې حالت توپير سره لري. تاسې دا وړاندوېینه نشئ کولی چې چا ته به څنګه مرګ راځي. ما ځينې داسې مرګونه هم لیدلي چې لکه اېنډروفېنس هېڅ کومه ګټه نه وي ورته کړې. داسې کم عمره خلک مې د ځنکدن په حال کې لیدلي چې دا منل ورته سخت وو چې د ژوند وروستۍ شېبې يې دي. دوی ډېر نارامه ښکارېدل.

ما ته هغه خلک د ساه وتو په شېبو کې ډېر هوسا ښکاره شوي چې د ژوند وروستۍ شپې ورځې يې په ډاډ او خوشالۍ تېرې کړې وې.

ورته مطالب