پاریس کې د کاهنه بهلول امامت؛ د ښځې امامت په اړه بحث

كاهنة بهلول د انځور حقوق Getty Images
Image caption الجزایرۍ - فرانسوي کاهنه بهلول

په اسلامي چارو کې د څېړونکې کاهنه بهلول نوم یوځل بیا وروسته تر هغه خوله په خوله شوی، چې د فبرورۍ پر ۲۱مه یې د پاریس په یوه کرایه شوي تالار کې د جمعې د لمانځه امامت وکړ. په لمانځه کې د نوموړې شا ته سړي او ښځې دواړه ولاړ وو.

دا لومړی ځل نه دی چې اغلې بهلول دا کار کوي، په امریکا او اروپا کې هم ګڼو نورو ښځو په لمانځه کې امامت کړی.

له ۲۰۱۸ کال راهیسې، کاهنه بهلول، چې د الجزایري پلار لور ده او د فرانسې تابعیت هم لري، په رسنیزو فعالیتونو کې مشهوره شوې ده.

نوموړې په څو تلوېزیوني مرکو کې څرګنده شوې او په پاریس کې یې د فاطمې په نوم د جومات جوړېدو وړاندیز هم کړی و، خو دا جومات به دودیز نه وي.

کاهنه او ډله یې پاریس کې د جومات جوړولو لپاره د چندې راټولول پیل کړي چې تر یوه چت لاندې ښځې او سړي دواړه یوځای لمونځ وکړای شي او حجاب لرونکو او هغو ښځو ته چې په لوڅ سر لمنځونه کوي، په یوه ځای د لمانځه زمینه برابره شي.

په پام کې ده چې هره اونۍ د لمانځه امامت په نیابتي ډول ترسره شي.

کاهنه بهلول د خپلې دې پروژې په اړه بي بي سي عربي ته د تېر کال جولای میاشت کې ویلي وو: "ګومان کوم په جومات کې د ځوانې ښځې امامت مسلمانو ځوانانو ته اجازه ورکوي چې د اسلام په اړه بېل نظر ولري. ننني ځوانان جومات یوازې د سړو ځای بولي... یوازې د بوډا سړو ځای، د اسلام په اړه د دوی نظر پخوانی دی او له نوښت سره توافق نه لري."

خو کاهنه د خپلې پروژې بشپړېدو ته تم نه شوه؛ هغې او ډلې یې پاریس کې د جمعې د لمانځه لپاره یو تالار کرایه کړ، هلته یې د خدايي مینې په اړه خطبه وویله او بیا یې امامت وکړ.

نوموړې د دغه لمانځه په اړه د جومات پر وېبپاڼه هم لیکلي او په لمانځه کې د ګډون کولو لپاره یې د برېښنالیک استولو غوښتنه کړې وه، خو د امنیتي لاملونو له کبله یې د ګډ لمانځه دقیقه پته نه وه لیکلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فبرورۍ پر ۲۱مه پاریس کې هغه تالار چې کاهنه بهلول پکې امامت وکړ

امینه ودود: امریکا - ۲۰۰۵

۱۵ کاله مخکې، دقیقا د ۲۰۰۵ کال په مارچ میاشت کې، د امریکا ویرجینیا کامنوېلت پوهنتون د اسلامي زدکړو ښوونکې امینه ودود د جمعې د لمانځه امامت وکړ، چې ښځې او سړي دواړه پکې وو.

ویل کېدل دا لومړی ځل و چې په تاریخ کې د ګډ لمانځه امامت یوې ښځې وکړ.

د ګڼو جوماتونو چلوونکو دغه امامت غندلی و او د ګواښونو له کبله د ښځې په امامت د لمانځه چمتو کوونکو خپله پته پټه ساتلې وه، همدا وو چې ځای یې د نیویارک یوې کلیسا ته ولېږدول شو.

د نیویارک درېیو جوماتونو د امنیه په امامت دا لمونځ روا نه و بللی او ان دا ګواښ هم ورته شوی و، که دا کار وکړي دوی به چاودنه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پوهنتون استادې امنیه ودود په ۲۰۰۸ کال د انګلستان اکسفورډ ښار کې امامت وکړ

د کاهنه بهلول په څېر، امینه ودود هم تر لمانځه مخکې د جمعې خطبه وویله، هغې ته خطبه ځینو فعالانو، خبریالانو او پوهنتوني استادانو جوړه کړې وه، چې وايي هدف یې په لمانځه کې د ښځو او سړو د جلاوالي په اړه بحث و.

تر مسلمانېدو مخکې د امنیه نوم ماري تیزلي و.

د ښځې د امامت مسله تر ډېره له لانجې ډکه ده.

اسلامي دعوتګر یوسف القرضاوي د امنیه ودود دا کار "له انکار ډک بدعت" بللی و. د هغه وخت د ازهر شېخ هم ویلي وو، اسلام سړو ته دښځو له خوا د وعظ اجازه نه ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images

د ازهر شېخ سید طنطاوي په مصري "الاهرام" ورځپاڼه کې لیکلي وو: "مناسبه نه ده چې سړي په لمانځه کې د خپلې امامې بدن ته وګوري."

ان ځینو ښځو هم د ښځو امامت د ځینو لاملونو له کبله رد کړی.

امریکایۍ دعوتګرې، لیکوالې او ښوونکې یاسمین مجاهد پر فېسبوک په انګلیسي ژبه د ښځې د امامت په اړه لیکلي: "لوېدیځوالې ښځې له سړو سره د پرتلې له لارې د ښځې د ارزښت ثابتولو ته اړایستل کېږي. کله چې ښځې دا کار وکړي، نو دوی یوه ناسمه فرضیه مني چې وايي سړي معیار دي، نو امکان نه لري چې ښځه دې د سړي په شان بشپړ انسان وګرځي. که سړی خپل وېښتان وخرېیي، دا معیار دی، نو ښځې هم باید خپل وېښتان لنډ کړي. که سړی پوځ کې داخلېږي، ښځه هم دا کار غواړي. او داسې نور. دا کارونه له کوم لامل پرته کوئ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سویسي - یمنۍ استادې الهام مانع برلین کې د ابن رشد جومات امامت وکړ- ۲۰۱۷

الهام مانع: یویس -۲۰۱۶

الهام مانع په زیوریخ پوهنتون کې د سیاسي علومو ښوونکې ده، لیکوالي هم کوي او د بشر حقونو فعاله ده، مخکې خبریاله وه.

د "شامل جومات" پروګرام کې الهام امامت وکړ. نوموړې د یمن او سویس تابعیتونه لري.

هغې د داسې خلکو امامت وکړ چې سړي او ښځې اوږه په اوږه سره ولاړ وو.

نوموړې د جمعې د لمانځه خطبه پر خپله فېسبوکپاڼه خپره کړه.