کورونا وېروس په نړۍ کې له ۳۰۰۰ ډېر کسان وژلي

ټوله نړۍ کې له ۹۰ زرو زیات کسان د کورونا پر ویروس د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ټوله نړۍ کې له ۹۰ زرو زیات کسان د کورونا پر ویروس د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي

په چین کې د کورونا وېروس له امله د ۴۲ نورو کسانو په مړینه سره اوس په ټوله نړۍ کې د دې وېروس له امله د مړو شمېر له ۳۰۰۰ تنو واوښت.

له څه باندې ۳۰۰۰ زرو مړینو لس سلنه یې په نورو هېوادونو کې ده او پاتې نوي سلنه یې په چین ده. د رسمي شمېرو له مخې، ایران کې تر ۵۰ ډېر او په ایټالیا کې له ۳۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټوله نړۍ کې له ۹۰ زرو زیات کسان د کورونا پر وېروس د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي، چې تر ټولو ډېر په چین کې دننه پرې اخته شوي.

اروپا کې یوازېنی هېواد ایټالیا دی چې د کورونا وېروس له امله ډېر اغېزمن شوی دی، په دې هېواد کې لږ تر لږه ۳۴ تنو ددې ویروس له امله خپل ژوند بایللی او ۱۶۹۶ تنه نور پرې اخته دي.

په برتانیا کې بیا ۳۶ تنه په دې وېروس اخته شوي دي.

له سوېلي کوریا راپورونه وايي چې په دې هېواد کې ددې وېروس له امله ۲۶ تنه مړه شوي او ۴۲۱۲ تنه پرې اخته دي.

ایراني چارواکي وايي هېواد کې یې د کورونا پر وېروس ۹۷۸ کسان اخته دي او ددې هېواد د روغتیا د وزارت د رسمي شمېرو له مخې ۵۴ تنه مړه شوي دي.

افغانستان، قطر، ایکوادور، ارمنستان، لوکزامبورګ او ایرلنډ هغه هېوادونه دي چې د کورونا وېروس له امله یوه یوه مثبته پېښه لري.

"له ایرانه امریکا ته کورونا وېروس تللی"

د امریکا نیویارک والي ویلي، د دې هېواد په نیویارک ایالت کې د کورونا پر وېروس اخته یوه ۳۰ کلنه مېرمنه وه چې په دې وروستیو کې ایران ته تللې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

امریکايي چارواکو ویلي، مړ شوي کس له پنځوسو کلونو ډېر عمر درلود

دوه تنه د دې هېواد په پلازمینه واشنګټن کې د دې وېروس له امله مړه شوي دي.

پرون د یکشنبې (د مارچ لومړې ورځ) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي و، چې د نورو پېښو 'شونتیا' شته، خو له خلکو یې غوښتي چې ونه وېرېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ زیاته کړې وه "ښايي" د کورونا نورې پېښې هم ثبت شي، خو وايي امریکا هر ډول حالت کابو کولو ته چمتو ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې پر کورونا د اخته کسانو په ډله کې ډیر یې د ناروغۍ خفیفې نښې لري او د دې وېروس له امله د مړینې امکان له دوه سلنې تر پنځه سلنې ده.