ایا افغانستان کې د طالبانو تحریک بریالی شو؟

  • بي بي سي مانیټورېنګ
  • بي بي سي
مایک پمپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیکېدو مراسمو کې د امکریا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم وینا وکړه،

ډېری عربي خپرنیو افغانستان کې د کابو ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو په هیله د فبرورۍ پر ۲۹مه،‌ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه لیکنې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دا هوکړه "په افغانستان کې د جګړې ختمېدو شونتیا او د امریکايي ځواکونو ستنېدو ته لار هواروي".‌

ځینې عرب لیکوال په دې نظر دي چې پر افغان جګړه د امریکا د میلیاردونو ډالرو تر لګښت او سلګونو پوځيانو وژل کېدو وروسته، دا هوکړه د امریکا له خوا په افغانستان کې د واشنګټن د ماتې اعلانولو په معنا ده.

خو نورو لیکوالو بیا دا هوکړه، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د سولې ښه فرصت او د طالبانو د بیا واکمنېدو شونتیا بللې ده.

درېیمه برخه لیکوال د سولې لپاره د دوحې هڅې ستايي او د افغان ډلو ترمنځ د سولې د راتلو لپاره د قطر هڅې د ستاینې وړ بولي.

"د توت پاڼه"

لیکوال عبدالباري عطوان د لندن برېښنايي جریده "رأي الیوم" کې پردې اند دی چې د سولې هوکړه "د ټرمپ د ادارې له خوا د ماتې منلو په معنا او تر ۱۸ کلنې جګړې وروسته د طالبانو د تحریک د بریا ترلاسه کولو په معنا ده، چې په وینا یې"طالبانو ته به یو ځل بیا پر کابل د واکمنېدو زمینه برابره شي،‌ خو دا ځل به یې نړیوال په رسمیت وپېژني".

عطوان لیکي: "امریکا چې دا یوه "تاریخي" هوکړه بولي، "په اصل کې د توت په پاڼه خپله ماتې پټوي او د بریاليو سخت دریځو (یعنې طالبانو) که ټولو شرطونو ته نه وي، ډېری ته یې د غاړې اېښودلو په معنا دي."

دی زیاتوي: "د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان شل کاله پخواني وضعیت ته ستون شي او موږ باور نه کوو چې دغه هېواد ته به سوله راستنه او کورنۍ جګړه به ودرېږي، طالبان به له چا سره د کورنۍ جګړې ختمولو لپاره خبرې وکړي، له اوسني ولسمشر اشرف غني سره؟ که د هغه له تاجک ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله سره، چې دواړه په ټاکنو کې ځانونه بریالي بولي او د لېبیا په څېر خپل ځانګړی حکومت جوړول غواړي".‌

په ورته وخت کې حازم عیاد په "السبیل" اردنۍ ورځپاڼه کې لیکلي: "په دې هوکړه په افغانستان کې د امریکا د جګړې فصلونه ختم شول، شل کاله وړاندې هم طالبانو دا ډول وړاندیز درلود".

دی وايي: "د طالبانو تحریک بریالی شو.‌ له ۱۸ کلنې جګړې وروسته امریکا د دغې ډلې په له منځه وړلو کې پاتې راغله، مایک پمپیو د دغې ډلې د مشرانو په مخ کې د هوکړې لاسلیکېدو مبارکي وویله، چې په دې سره یې د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې او لګښتي جګړې -چې تر یو ټریلیون ډېر ډالر پرې لګول شوي- دوتنه وتړله".

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح،

دا هوکړه عبدالغني برادر او زلمي خلیلزاد لاسلیک کړه

"د برخلیک ازموینه"

صدقه یحیی فاضل د سعودي "عکاظ" ورځپاڼه کې لیکلي: "د افغان طالبانو تحریک لا هم د ړندې سخت‌دریځۍ یوه ژوندۍ بېلګه ده او د دین او تدین په نامه حجري پېر ته د ستنولو یوه مشهوره بېلګه ده، دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په کلونو کې افغانستان کې هر ډول سخت دریځي وازمایله،‌ چې بالاخره یې د پرځېدو لامل شو، لومړی له ډېری افغان ولس او دویم په نړیواله کچه هېچا افسوس ورباندې ونه کړ."

فاضل لیکي: "د دې لپاره چې دغه پدیدې په برخلیک ټاکونکو ازموینو کې بریالۍ شي او په خپلو ټولنو کې د یوې اغېزناکې هستۍ په توګه دوام ومومي، باید خپلې دا تېروتنې او باورونه جبران کړي، د مشارکت غوراوی رامنځ ته کړي،‌ ستم ختم کړي".‌

نوموړی زیاتوي: "په نړیواله کچه، باید نړۍ ته وښيي چې‌ اسلام تاوتریخوالی ردوي او سولې او امنیت ته خلک بولي، په خپلو تنګو حدودو کې له زوره کار نه اخلي".

"دوحه د منځګړیتوبونو پلازمېنه"

د قطر ډېری ورځپاڼو خپلې مقالې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې ته ځانګړې کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډېری عرب لیکوالو د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې د قطر منځګړیتوب ستایلی

د قطر "الوطن" ورځپاڼې لیکلي: "یو ځل بیا نړۍ قطر د سولې د مرکچي په توګه یاد کړ او دوحه د شخړو له منځه وړلو د بریالیو منځګړیتوبونو او د سولې او ټیکاو پر لور د لارې غووره کولو پلازمېنه".

دغه ورځپاڼه وايي: "په افغانستان کې اوس د سولې اهمیت د ډیپلوماټیک فعالیت د بریا له کبله دی، چې د ناکامه پوځي حل پرځای د سیاسي حل غږ پورته کړل شي، ځکه چې پوځي حل له بدبختۍ او ویجاړۍ پرته بله پایله نه لري."

لیکوال لیکي: "که څه هم دغه هوکړه د امریکا لپاره په خپل تاریخ کې له اوږدې جګړې د وتلو لار برابروي، خو ډری دا هیله لري چې د افغانانو ترمنځ خبرې به تردې هم ډېرې پېچلې وي".

لیکوال زیاتوي: "قطر په تېرو کلونو کې د افغاني خبرو کوربتوب کې بریالی شوی، دغه نوښت یې په افغان معادله کې د ډلو ترمنځ د لا پراخو خبرو لپاره د بنسټ ډبره ګڼل کېږي او په راتلونکې کې به افغانستان کې د سولې پر لور د دوامداره ټول شموله مذاکراتو لپاره لار هواره شي."ایا افغانستان کې د طالبان تحریک بریالی شو؟