اویغوریان 'چین کې د بهرنیو شرکتونو کار ته اړایستل کېږي'

اویغورۍ ښځو د خپلو کورنیو د هغو غړو د هویت کارتونه ښودلي، چې چین په اجباري توقیفځیو کې ساتلي دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

اویغورۍ ښځو د خپلو کورنیو د هغو غړو د هویت کارتونه ښودلي، چې چین په اجباري توقیفځیو کې ساتلي دي

یوه نوي رپوټ په ډاګه کړې، چې زرګونه اویغور مسلمانان د چین په هغو شرکتونو کې اجباري کارونو ته اړایستل شوي، چې د لوېدیځو لویو شرکتونو لپاره توکي تولیدوي.

د استرالیا د ستراتیژیک پالیسۍ انستېتیوت ویلي، دا راتلونکی پړاو د چین د هغه پلان برخه ده چې غواړي اویغور لږکي لوستي کړي.

د پخوانیو رپوټونو له مخې، چین کابو یو میلیون اویغوریان په جبري توقیفځیو کې ساتلي، دوی ربړوي او مغزونه یې ورباندې وینځي.

چینايي چارواکي وايي، ددغو کمپونو هدف له سخت دریځۍ سره مبارزه کول دي.

د استرالیا ستراتیژیک پالیسۍ انستېتیوت رپوټ وروسته تر هغه خپور شوی، چې یوه جګپوړي چینايي چارواکي په تېره ډیسمبر کې وویل، له یادو کمپونو اویغوریان "فارغ" شوي دي.

رپوټ څه وايي؟

د استرالیا څېړنیز انستېتیوت د شمېرو له مخې، د چین بېلابېلو شرکتونو کې د ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ پورې د شینجیانګ تر ۸۰ زرو ډېر اویغوري مسلمانان اجباري کار ته اړایستل شوي، د انستېتیوت رپوټ وايي، له دغو وګړو ځینې یې له یادو اجباري توقیفځیو دغو کارونو ته استول شوي.

رپوټ کاږي، اویغویان د کارګرو په ډله کې هلته لېږل کېږي او د چین مرکزي حکومت پرې د "شینجیانګ مرسته" نوم اېښی دی.

د ویډیو تشریح،

'ټېک‌ټاک' له افغان-امریکایۍ پېلغوټې بښنه وغوښته

په رپوټ کې راغلي، "ډېره ګرانه ده" چې اویغوریان په کارخونو کې دغه اجباري کار پرېږدي او یا وتښتي.

رپوټ وايي، داسې ثبوتونه هم شته چې سیمه ییزو حکومتونو او د دوی د کار اړوند خصوصي سکټور د شینجیانګ له حکومته د هر اویغور کارګر پر سر پیسې ترلاسه کوي، چې د یاد انستېتیوت په وینا، دا د "چین د حکومت له خوا د ځورونې دوامدار پړاو" دی.

د رپوټ یوه چمتو کوونکي نتن روسر بي بي سي ته ویلي: "زموږ رپوټ دا حقیقت په ډاګه کوي چې له شینجیانګ نه د اویغور لږکیو شړل د اقتصادي غلامۍ یوه قوي پیلامه ګڼل کېږي."

رپوټونه وايي، له شینجیانګ نه اجباري توقیفځیو ته د اویغور وګړو اجباري لېږدول لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې پیل شول.

له لومړني رپوټ خپرېدو وروسته، پر چین نړیوال فشارونه او نیوکې ډېرې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

رپوټ کاږي، اویغویان د کارګرو په ډله کې هلته لېږل شي او د چین مرکزي حکومت پرې د "شینجیانګ مرسته" نوم اېښی دی.

کار چېرته کوي؟

تازه رپوټ وايي، په چین کې ۲۷ شرکتونه شته چې اویغور لږکي پکې په زور کار ته اړایستل کېږي، دوی له ۲۰۱۷ کال راهیسې له شینجیانګ هلته لېږدول کېږي.

دغه شرکتونه د Nike، اپل او Dell په ګډون، د ۸۳ نړیوالو مشهورو شرکتونو لپاره توکي تولیدوي.

رپوت وايي، دغه اویغور کارګر په کارخونو کې د استوګنې ځایونه لري، چې له کار وروسته مندرین ژبه ور زدکول کېږي، تل څارل کېږي او له دیني شعایرو منع کړل شوي دي.

یاد انستېتیوت وايي، بهرنیو او چینايي شرکتونه د بشر حقونو په سرغړونو کې شریک دي.

یوې اویغورۍ ښځې واشنګټن پوسټ ته لاکسي ښار کې د کارخونې دروازه کې ویلي: "شاوخوا ګرځېدلی شو، خو په یوازې سر شینجیانګ ته نه شو ستنېدلی."