محمد عماره؛ د سید جمال الدین افغان لاروی 'له مارکسېزم تر اسلامه'

محمد عمارة

د عکس سرچینه، youtube

د عکس تشریح،

د محمد عماره مینه وال په دې اند دي چې د هغه تګلارې ته دې دوام ورکړل شي؛ ځکه چې ډېری څېړونکي پر هغه تکیه کوي او د تغریب (د لوېدیځ له نظره چارو ته کتل) باید پر اسلامي بدیل فکر بدل شي.

د اسلامي نړۍ مصری مفکر او د ازهر علماوو د عالي شورا غړی ډاکټر محمد عماره د تېرې جمعې په ورځ د ۸۹ کلونو په عمر ومړ. د نوموړي له مړینې وروسته، د هغه د فکر په اړه پر خواله رسنیو د تاییدوونکو او ردوونکو ترمنځ بحثونه راپورته شوي.

د محمد عماره مړی د شنبې په ورځ د مصر په کفر الشیخ ولایت کې د ازهر د سلګونو غړو او د هغه د مینه والو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو.

د معتزلي فکر ژوندي کول

ځینو خواله رسنیو کارنو ویلي، محمد عماره د اسلامي فکر د بنسټګر رفاهة الطهطاوي هغه لار تعقیب کړې چې وروسته محمد عبده او جمال الدین افغان او نورو پسې وغځوله.

د محمد عماره مینه وال په دې اند دي چې د هغه تګلارې ته دې دوام ورکړل شي؛ ځکه چې ډېری څېړونکي پر هغه تکیه کوي او د تغریب (د لوېدیځ له نظره چارو ته کتل) باید پر اسلامي بدیل فکر بدل شي.

همدارنګه، ځینو ویلي، محمد عماره د خپلو لیکنو له لارې د هغه معتزلي فکر ژوندي کولو لپاره کار کړی، چې پر نقل عقل مخکې بولي.

ازهر د ډاکټر عماره پر مړینې غمشریکي ښودلې ده. همدارنګه، د علماوو نړیوال اتحاد هم عماره د اسلام یو "ویښ سپاهی" بللی دی.

"دودیز اړخ"

د نوموړي پر مینه والو سربېره، ځینو لیکوالو د عماره پر افکارو نیوکه کړې او هغه یې له "اغراقه" ډک بللي.

ځینو بیا هغه معتدل فکر بللی، چې وايي افکار یې پر اصولو ولاړ دي او ان د شیعه ګانو او مسیحیانو په اړه یې هم منځلاری دریځ درلود.

خو نیوکګر یې وايي هغه له "عقلانیت" لیرې و او د سلفي مفکورې په ګټه له ځینو شیانو تېر شوی و.

د عمار بن حموده په څېر کسانو نیوکه دا ده چې "محمد عماره د معتزلي فکر لویولو نیت درلود."

ځینو ټوېټر کارنو ویلي، د فرج فوده، نصر حامد ابو زید او شیخ غزالي د فکر په اړه د عماره دریځ پر ښاغلي فوده د خلکو د نیوکې او پر هغه د سخت دریځو د برید او وژل کېدو امل شول.

فوده په ۱۹۹۲ کال د کتاب نړیوال نندارتون کې د "شریعت او حاکمیت" په نامه له مناظرې وروسته ووژل شو. په دې مناظره کې فرج فوده او محمد خلف الله یوې خوا او محمد الغزالي، محمد عماره او مأمون الهضیبي بلې خوا ته وو.

محمد عماره څوک و او ولې یې د افکارو په اړه لیکوال او مفکرین سره وېشلي دي؟

د ژوند د سفر پیلامه

عماره د ۱۹۳۱ کال د ډیسمبر پر ۸مه د مصر کفر الشیخ ولایت فلاحیه کلي په یوه عادي کورنۍ کې زیږېدلی و.

قرآن شریف یې په شپږ کلنۍ کې خپل کلي کې یاد کړ او د خپل کوچني کلي د جمعې د لمانځه خطبه به یې هلته ویله.

په ۱۹۴۵ کال ازهر انستېتیوت کې شامل شو، هلته یې لومړنۍ او ثانوي زدکړې وکړې او بیا د ازهر الاحمدي ثانوي انستېتیوت ته داخل شوه، وروسته د قاهرې پوهنتون دارالعلوم ته ولاړ او هلته یې په اسلامي فلسفه او عربي ژبه کې تخصص ولوست.

له مارکسېزم تر اسلامه

محمد عماره پر ډېرو فکري تحولاتو تېر شوی، که څه هم هغه دیني او هزري شالید درلود، خو په پیل کې د کیڼ اړخی او د مارکسي فکر پلوی و.

د تېرې پېړۍ دېرشمو کلونو کې عماره د "پېغله مصر" ګوند سره یوځای شو او خپل فعالیتونه یې له عربیت او د ښکېلاک ضد پر مبارزې ورټول کړل.

بیا په ۱۹۴۹ کال له "کمونېست ګوند" سره یوځای شو.

د جولای ۲۳ تر پاڅون وروسته چې په مصر کې شاهي واکمني ختمه شوه، عماره له کیڼ لاسي ګوند سره ودرېد او کابو یوه لسیزه یې مبارزه وکړه.

د نوموړي افکار او سیاسي دریخ له پوهنتونه د هغه د ایستل کېدو لامل شول، همدا وو چې په ۱۹۵۹ کال زنداني شو.

د عکس سرچینه، افغان سفارت

د عکس تشریح،

د ۲۰۱۸ د اګست پر شپږمه نېټه د سید جمال الدین افغان مجسمه په رسمي توګه د مصر پلازمېنې قاهرې په زړه کې د آزادۍ په نوم پارک (حدیقة الحریة) کې ښکاره شوه او مخکتنه یې وشوه.

عماره په زندان کې شپږ کاله له فرصته په ګټه اخیستو لیکوالي پیل کړه، هلته یې څلور کتابه ولیکل. زندان کې یې فکر واوښت او له کيڼ اړخې جبهې ووت او له اسلامي خوځښت سره یوځای شو.

له اویایمو کلونو راهیسې په اسلامي مفکر مشهور شو او له هغه وخته یې له سېکولرانو سره مبارزه پیل کړه.

نوموړی د خپل فکري تحول په اړه خبریالانو ته ویلي وو: "له کیڼ اړخې جبهې سره ددې لپاره ودرېدم چې د انقلابي مسلو او ټولنیز عدالت دفاع وکړم، خو وروسته روښانه شوه چې د ټولنیزې ستونزې حل په اسلام کې دی نه په طبقاتي شخړو او مارکسېزم کې."

د عماره په ځینو مقالو او لومړنیو څرګندونو کې په ښکاره کمونېست د ازادۍ او ټولنیز عدالت مفاهیم لیدل کېږي.

د بېلګې په توګه، دغه مفکر عمومي دنده ردوي او دا د غلامۍ یو ډول بولي. خو پخپله د ازهر اسلامي څېړنو مجمع او د څېړنیزې مجلې مشر او رسمي اېډېټر پاتې شوی.

محمد عماره کابو ۲۴۰ کتابونه چاپ کړي، چې مشهور یې (اسلام او سیاست: د سېکولرانو پر شکونو رد، اسلام او راتلونکی او د اسلام مارکسي تفسیر) دي، چې وروستی کتاب یې د څېړونکو نصر حامد ابو زید پر لیکنو د رد لپاره لیکلی.

د جنورۍ ۲۵ تر پاڅون وروسته

محمد عماره د جنورۍ د ۲۵ مې د پاڅون له سر سختو ملاتړو و، چې په لړ کې یې د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک له واکه لیرې شو او دا یې "ولسي حماسه" بللې وه.

خو د ۲۰۱۳ کال د جولای د ۳ له پېښو وروسته، وضعیت یې "د دولت مدني کېدو کې پاتې راتلل او د خلکو پر غوښتنو انقلاب" بللی و.

هغه وخت یې یوه بیان کې له پوځ غوښتي وو چې دیموکراتیک تګلوري ته درناوی ولري.

اوس یې له مړینې وروسته، لاهم ډېری لیکنې او سیاسي دریځونه د مصریانو ترمنځ د اختلاف ټکی دی. ځینې یې پرمختللې طرحې بولي چې "د سخت‌دریځو ګڼ اړخو جبهو پروړاندې د اسلامي منځلاریتوب د نمونې دودول دي".