کورونا وېروس سعودي، تونس، اردن او مراکش ته هم ورسېد

کورونا وېروس عمان، کویت، بحرین او عراق ته هم رسېدلی
د عکس تشریح،

کورونا وېروس عمان، کویت، بحرین او عراق ته هم رسېدلی

د تېر کال وروستیو کې د چین وهان کې د پیدا شوي وېروس په اړه لاهم په نړۍ کې اندېښنې په ډېرېدو دي چې عربي نړۍ هم ترې خوندي نه ده او سعودي، اردن او مراکش ته له ایټالیا په دې وېروس یو-یو اخته کس ورغلی دی.

په سعودي عربستان کې د روغتیا وزارت ویلي، په دې هېواد کې په کورونا وېروس یو کس ثابت شوی، چې ویل کېږي تونسی دی او له ایټالیا ورغلی دی.

ځینې رپوټونه وايي، چې په کورونا اخته دغه کس له ایران نه د بحرین له لارې سعودي ته تللی دی

سعودي عربستان د کورونا وېروس له وېرې بهرنیانو ته د عمرې د وېزو ځنډول ځنډولي دي.

د اردن د روغتیا وزارت هم ویلي، چې په کورونا وېروس یو اخته اردنی وګړی له ایټالیا ورغلی، خو وايي یو بل کس یې قرنطین کړی دی.‌

په مراکش کې چارواکو ویلي، په کورونا وېروس یو اخته کس یې تشخیص کړی،‌ چې دا هم له ایټالیا هلته ورغلی دی.

په قطر کې طبي ازموینو ښودلې چې د دوشنبې په ورځ یې په کورونا وېروس یو بل کس موندل شوی چې په دې سره په دېواد کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر اوو ته رسېدلی دی.‌

قطر له مصر نه دغه هېواد ته د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې پر ټولو ورتلونکو خلکو لنډمهالی بندیز لګولی دی.

په الجزایر چې چاروانکو ویلي، د دغه هېواد په جنوب کې یوه ښځه په کورونا اخته شنوې چې هلته ټول ټال درې پېښې ثبت شوې دي.

په کویت کې هم د روغتیا وزارت ویلي، هلته په کورونا وېروس نوي کسان اخته شوي.

برتانیا او امریکا

په داسې حال کې چې برتانیا کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۹ ته رسېدلی، لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، ښايي په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ډېر شي.

امریکايي چارواکو ویلي، په دې هېواد کې په کورونا شپږ اخته کسان مړه شوي. شپږ واړه په واشنګټن ایالت کې وو.

د نړۍ په ۵۶ هېوادونو کې د کورونا وېروس پېښې ثبت شوې دي.

په عراق، البحرین، اماراتو، عمان لبنان کې هم د کورونا وېروس پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په څه باندې ۸۵ هېوادونو کې تر ۹۰ زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي او د مړو شویو شمېر تر ۳۰۰۰ اوښتی دی.

تېره ورځ تایلنډ او استرالیا کې هم د کورونا وېروس له کبله لومړنۍ مړینې اعلان شوې.