د "نهو شیطاني پرښتو" ډله پېژنئ؟

دا ډله له برتانیا بهر هم غړي لري

د عکس سرچینه، Hope not Hate

د عکس تشریح،

دا ډله له برتانیا بهر هم غړي لري

په برتانیا کې د توکمپالنې او کرکې ضد فعالانو د نازیانو پرهغې برتانوۍ ډلې د بندیز لګولو او د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د راوستلو غوښتنه کړې ده چې د شیطان عبادت کوي.

دا ډله څوک ده؟

په برتانیا کې توکمپالنې ضد د "کرکه نه، هیلې" په نامه ډلې په خپل کلني رپوټ کې ویلي، د "نهو شیطاني پرښتو" ناڅرګنده ډله چې د تېرې پېړۍ په ۹۰مو کلونو کې رامنځته شوې، پر انټرنېټ ډېره فعاله شوې، ادبیات او افکار یې ښکاره او د ښي لاسو اندونو یوه برخه ده."

ډلې ویلي "دغې شیطاني ډلې په برتانیا کې او بهر ګڼ سخت‌دریځي ځوانان ور جذب کړي او هېڅ هغو پخوانیو اخلاقي معیارونو ته ژمن نه دي چې پخواني سخت ‌دریځي فعالان ورته ژمن وو."

نازي اسطورې

دغه شیطاني ډله وايي، د نازیانو پرهغه فکر باور لري، چې پر نژادي برترۍ باوري دي. دا ډله د داسې یوه خیالي نظام جوړېدل غواړي چې د یهودي - مسیحي اصولو لرونکو ټولنو لېبرال نظام پر کرکې ولاړ وي.

دا ډله وايي، درېیم رایخ چې په جرمني کې اډولف هېتلر جوړ کړی و، هدف یې د "شیطاني امپراتورۍ" جوړېدو هڅه وه.

دوی دا هدف هم درلود چې د لوېدیځې نړۍ د سیاست پړاو ته ورسېدی شي.

د دې ډلې د باوري مراسمو په لیکنو کې چې په "د نهو شیطاني پرښتو په ډله کې د تور شیطان کتاب" نامه خپرېږي، مراسم د مال حلالولو پر مهال ترسره کېږي، د نازیانو صلیبي بیرغ، د هېټلر یو انځور او د هغه د کتاب "زما مبارزه" کتاب ورسره وي او تورې شمې بلې وي.

په دې مراسمو کې ګډونوال تورې جامې اغوندي او لاندې توري تکراروي:

"پر خدایانو ایمان لرو چې اډولف هېتلر یې موږ ته راستولي چې تر لاسونو مو ونیسي او د لویۍ پوړې ته مو ورسوي، موږ د نژادونو ترمنځ پر نابرابرښت هم ایمان لرو."

وروسته یوه راهبه د ډلې پر غړو راګرځي او هر یو راهبه مچي کوي.

د عکس سرچینه، Hope not Hate

د عکس تشریح،

ډېرې ډلېژ شته چې د نازیانو افکار پالي

راهب د حلالولو ځای ته خېژول کېږي چې هلته سرې شمې بلې او د څلي په بڼه کوارتز ډبره لکه شوې وي. راهبه د راهب جامې وباسي او ګډونوال یې شاوخوا راتاوېږي، راهب له راهبې سره څملي او بیا جامې اغوندي.

د "تور شیطان کتاب" درې ټوکه د برتانیا کتابتون په ځانګړې برخه کې ساتل شوي چې عامو خلکو ته نه ورښودل کېږي؛ ځکه چې هلته ډېر "تاوتریخجن" معلومات په کې ځای پرځای شوي.

په برتانیا کې د دې ډلې تر جوړېدا مخکې درې نورې اورپرستې ډلې په یوه لویه ډله کې وې.

په ۲۰۱۱ کال، د دغې ډلې پر یوه غړي د زندان حکم وشو، ځکه چې پر په زندان یو کمزوری ځوان یې تر جنسي تېري مخکې ربړول او برمته کړی و.

همدغه تورن په ۲۰۱۷ کال پر یوه ۱۷ کلنه نجلۍ هم جنسي تېری کړی و چې د درېیو کلونو لپاره بندي شو.