کورونا وېروس؛ ایران ۵۴ زره بندیان خوشي کړي

A woman wearing a face mask in the back of a taxi in Tehran, 2 March 2020

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د ایران د روغتیا وزارت ویلي، په ایران کې تر اوسه د کورونا وېروس له کبله ۷۷ کسان مړه شوي او پر دې وېروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۳۳۶ ته رسېدلی.

ایراني چارواکو په زندانونو کې د ډېرې ګڼې ګوڼې او د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه تر ۵۴ زرو ډېر بندیان د لنډمهال لپاره خوشي کړي دي.

د قضايي قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي خبریالانو ته ویلي، بندیانو ته د کورونا (کووید -۱۹) وېروس تر طبي ازموینو وروسته د لنډاهال لپاره له زندانه د وتلو اجازه ورکړې ده او په ضمانت له زندانه خوشي شوي.

خو هغه بندیان نه دي خوشي شوي چې د "د امنیتي قضیو" په تړاو پرې تر پنځو کلونو د ډېر بند سزا ختلې ده.

ښاغلی اسماعیلي وايي، دا ګام د بندیانو د خوندیتوب لپاره د روغتیا وزارت په همکارۍ پورته شوی.

نوموړي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "نور بندیان هم د خوشي کېدو په حال کې دي."

وړاندې د نازنین زاغري مېړه ریچرډ راتکلیف د هغې د ناروغۍ په اړه ویلي وو. نوموړي د اغلې زاغري د خوشي کېدو کمپاین کې ویلي وو، دا سیاسي بندۍ له څو اونیو وروسته "زکام شوې او د ستوني درد لري، چې ښايي په کورونا وېروس" به اخته شوې وي، نوموړي د هغې د طبي "ازمویلو" غوښتنه کړې وه.

خو ښاغلی اسماعیلي وايي، د "زاغري روغتیا ښه ده" او له خپلې کورنۍ سره اړیکه لري.

نوموړي د برتانیا له لومړي وزیر غوښتي وو چې له ایران وغواړي د اغلې زاغري طبي ازموینه وکړي.

د ایران د روغتیا وزارت ویلي، په ایران کې تر اوسه د کورونا وېروس له کبله ۷۷ کسان مړه شوي او پر دې وېروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۳۳۶ ته رسېدلی.

په ګرده نړۍ کې په دې وېروس له ټول ټآل څه باندې ۹۰ زرو اخته شویو کسانو یې تر درېیو زرو ډېر مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح،

نازنین زاغري - راتکلیف د تهران اوین زندان کې بندۍ ده

پر نازنین زاغري - راتګلیف په ۲۰۱۶ کال د جاسوسۍ په تور د پنځو کلونو بند سزا ختلې، خو نوموړې دا تورونه ردوي. اغلې زاغري د برتانیا تابعیت هم لري. برتانیا وايي زاغري بې ګنا ده.

په ایران کې کې په کورونا وېروس ځینې جګپوړي ایراني چارواکي هم اخته شوي.

طبي ازموینو ښودلې، د ایران د اسلامي شورا (پارلمان) ۲۳ غړي هم په دې وېروس اخته شوي دي.

د ایران د نظام مصلحت شورا یو غړی د دوشنبې په ورځ د دې وېروس له کبله مړ شوی. ویل کېږي ۷۱ کلن محمد میر محمدي د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه يي سره نژدې اړیکې لرلې.