کورونا ویروس؛ د مديترانې سمندرګي ختيځو سيمو کې چټک خپریږي

کورونا ویروس؛ د مديترانې سمندرګي ختيځو سيمو کې چټک خپریږي

د روغتيا نړيواله سازمان وايي، ترټولو لويه اندېښنه يې د مديترانې سمندر ختيځو سيمو کې دغه ويروس چټکه خپرېدا ده، چې له ايرانه ورلېږدېدلی دی. جنوبي کوريا د کورنا ويروس ۶ سوو نويو پېښو راپور ورکړی، داسې حال کې چې چين کې بيا د نويو پېښو شمېر په کمېدو دی. خو د بيا زياتوالي له وېرې، چارواکي يې د مخنيوي هېڅ هلې ځلې نه سپموي. اوس نړيوال بانک بيا له بې وزلو هېوادونو سره، د دغه ويرو اغېزو سره ځان سمون کې د ۱۲ ميليارډ ډالرو مرستندويه ورکړې اعلان کړی دی.