پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې لوبغاړي څومره پیسی اخلي؟

  • عرفان خټک
  • کراچۍ کې ازاد خبریال
کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سږ کال د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالۍ په کور دننه کېږي

د پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ۲۰۲۰م کال پنځم پړاو تجارتي سیالۍ یا پاکستان سوپر لیګ په هیواد کې دننه ترسره کوي. دې سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون کوي چې پکې د پاکستان کورنيو لوبغاړو سره سره ۳۶ بهرني لوبغاړي هم سیالیو ته ورغلي دي.

د پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ سوداګریزو سیالیو لپاره لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ یا ډلې جوړی کړې دي.

د دې سیالیو تر ټولو ګران بیه کټګورۍ (پلاټينم) ده چې پکې د شپږ لوبډلو ګډونوالو لوبغاړو ته شاوخوا درې کروړه او څلور میلیونه پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي.

همداسی دویمه کټکورۍ (‌‌‌‌‌‌ډائمند) نومېږي چې پکې شامل شویو لوبغاړو ته یو کروړ او شپږ میلیونو پوری پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي.

د دې سیالیو دریمه کټګوري(ګولډ) یا سرو زرو نومي کټګوري ده چې پکې اخیستل شويو پاکستانیو او بهرنيو لوبغاړو ته له شپږ میلیونو تر نهه میلیونو پاکستانۍ کلدارې ورکولو پرېکړه شوی ده.

د عکس سرچینه، PCB

د عکس تشریح،

دې سیالیو لپاره لوبغاړي په شپږو کټګوریو وېشل شوي دي

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالیو څلورمه کټګوري (سلور) ده چې لوبغاړو ته یې شاوخوا دونه نیم ملیونه کلدارو نه تر پنځه نیم میلیونه پاکستاني روپۍ ورکول کیږي.

پي اېس اېل پنځمه کټګوري(ایمرجنګ) یا د ځوانو لوبغاړو کټګوري ده چې لوبغاړو ته یې له یو میلیون نه تر یو نیم میلیون پورې پاکستانۍ کلدارې ورکول کېږي.

د دې سیالیو وروستۍ او شپږمه کټګوري بیا (سپلیمنټري) نومول شوې. دغه کټګورۍ کې هرې لوبډلې ته د دوه لوبغاړو اخیستلو ویل شوي او باید ورته یو کروړ او نهه میلیونه پاکستاني کلدارې ورکړي.