برتانوۍ محکمه: د دبۍ واکمن شهزادۍ هیا ترهولې او ربړولې او مېرمن یې ګواښلې ده

  • فرانک ګارډنر
  • د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال
اردنۍ شهزادۍ هیا له خپلو دوو ماشومانو سره تېر کال برتانیا ته وتښتېده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

اردنۍ شهزادۍ هیا له خپلو دوو ماشومانو سره تېر کال برتانیا ته وتښتېده

په برتانیا کې عالي محکمې ویلي، د دبۍ واکمن "له محکمې سره ریښتینی نه دی" چې په وینا یې دی له پخوانۍ مېرمنې د خپلو دوو لوڼو برمته کوونکی او خپل هېواد ته په زور د ستنولو مسوول دی.

پر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم تور دی چې خپلې دوې لوڼې یې برمته کړې، په زور یې خپل هېواد ته ستنې کړې، وېرولې او ربړولې دي.

پر دې قضیې اته میاشتې تېرې شوې دي، خو اوس په برتانیا کې محکمې د شهزادۍ هیا په ګټه پرېکړه کړې ده.‌ نوموړې تېر کال له خپلو دوو ماشومانو سره له دبۍ تښتېدلې وه او خپلو ملګرو ته یې ویلي وو چې ژوند ته یې ګواښ دی.

د دبۍ واکمن هڅه وکړه چې دا مسله د عامو خلکو له نظره لیرې وساتي، خو کومه ګټه یې ونه کړه؛ ځکه چې محکمې د هغه پرضد پرېکړه وکړه او محکمې ومونده چې د دبۍ واکمن "له محکمې سره ریښتینی نه و".‌

په ۲۰۰۰ کال شیخه شمسه د برتانیا "سوري" سیمه کې د دبۍ د واکمنې کورنۍ له ملکیت او استوګنځي تښتېدلې، خو وروسته په کامبریج شیر سیمه کې د دبۍ د واکمن د خواخوږو له خوا ونیول شوه، ویل کېدل هغوی ته اراموونکي درمل ورکړل شوي او په زور دبۍ ته ستنې شوې او هلته کوټه کې بندۍ شوې ده.

د ویډیو تشریح،

شهزادۍ هیا بنت الحسین څوک ده؟

شیخه لطیفه د خپل پلار له کورنۍ دوه ځله د تېښتې هڅه کړې-د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ موده کې- خو هڅې یې ناکامې شوې دي.

په لومړي ځل خپل پلار دبۍ کې درې کاله بندۍ کړه، خو په دویمه هڅه کې بیا د هند سمندر له څنډو په زور راوګرځول شوه او دبۍ ته ستنه کړای شوه چې لاهم هلته کلابنده ده.‌

قاضي وویل، هغه جسماً سخته ربړول شوې ده.

قاضي دا هم ویلي چې شیخ محمد بن راشد "ددغو پېغلو ازادي په دوامداره توګه ترې اخیستې ده."

بله ۴۵ کلنه اردنۍ شهزادۍ هیا او د مړه شوي پاچا لور ده، چې مخکې د اولمپیک سیالیو مډال ګډونکې هم ده. هغې د دبۍ له اویا کلن واکمن سره په ۲۰۰۴ کال کې واده کړی. دا د نوموړي شپږمه او تر ټولو کشره ښځه وه.

دواړه دوه ماشومان لري چې عمرونه یې ۷ او ۱۱ کلونه دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

ملکه الیزابیت د دبۍ له واکمن سره

په ۲۰۱۹ کال هغې له خپل برتانوي شخصي ساتونکي سره اړیکه ټینګه کړه، خو د شیخ محمد کسانو یې د وېرولو هڅې وکړې، محکمې ته ویل شوي چې د هغې تر بالښت لاندې دوه ځله تومانچه اېښودل شوې ده او په یوه لیرې بېدیا کې زندان ته د استول کېدو ګواښ هم ورته شوی دی.

قاضي ویلي، دغه پلار له ۲۰۱۸ راهیسې د دغې مور د وېرولو هڅه کړې ده او دې کار ته یې نور کسان ګومارلي دي."

د ۲۰۱۹ کال اپرېل کې شهزادۍ هیا برتانیا ته له خپلو دوو ماشومانو سره وتښتېده.

د ۲۰۱۹ مې کې هغې وویل د دبۍ واکمن ورته ویلي چې: "نه به ته او نه به دې ماشومان په برتانیا کې خوندي وي". نوموړې په "واوسېدم او مړه شوم" په نامه شعري قصیده هم خپره کړې ده.