امریکايي ځوان ته د ایسکریم څټل په شپږ میاشتو بند او زر ډالر جریمې تمام شو

انډرسن

د عکس سرچینه، JEFFERSON COUNTY SHERIFF'S OFFICE

د عکس تشریح،

وروسته انډرسن لیدل شوی چې څټل شوی ایسکریم پېري

د امریکا ټکساس ایالت "ولمارټ" سوپر مارکېټ کې کې یو ځوان له دې کبله ۳۰ ورځې بندي شوی، چې یو ایسکریم یې راخیستی، څټلی او بېرته یې پر خپل ځای اېښی او دا وېډیو یې په ټوکامیز ډول پر خواله رسنیو خپره شوې ده.

د ۲۴ کلن ډاډریان انډرسن دا وېډیو پر خواله رسنیو په تېره اګسټ میاشت کې خپره شوې ده.

په پلورنځي کې د څار کامرو ښودلې چې نوموړی له یخچال یو ایسکریم را اخلي او بیا یې پېري.

پر انډرسن شپږ میاشتې تعلیقي بند هم ختلی، سل ساعته به بې مزدورۍ کار کوي او د ایسکریم دغه پلورنځي ته به زر ډالر جریمه کېږي.

دا پېښه د تېرې اګسټ میاشتې پر ۲۶مه د هوسټن ښار په ختیځ کې شوې ده.

د امریکا اې بي سي تلوېزیون خبریال وايي، انډرسن او پلار یې وروسته یاد پلورنځي ته ورغلي چې پولیسو ته وښيي ګنې دوی د څټل شوي ایسکریم پېرلو لپاره ورغلي دي.

وروسته ایسکریم جوړوونکی شرکت "بلو بېل کریمیریز" په یخچال کې ټول ایسکریمونه د احتیاط لپاره بدل کړي، چې ټول ټال ۱۵۶۵ امریکايي ډالر لګښت پرې راغلی.

انډرسن مخکې منلې وه چې ګنې په لوی لاس یې جرم کړی.

د انډرسن له وېډیو یوه میاشت وروسته په یوه بله وېډیو کې د ټکساس ایالت ولمارټ په یوه پلورنځي کې یوه نجلۍ ایسکریم څټي او بیا یې په یخچال کې ږدي.

په دې قضیه کې، دا نجلۍ، چې تر ۱۸ کلونو یې عمر کم دی، پر دې مهال دا ایسکریم نه پېري. د نوموړې د ایسکریم څټلو دا وېډیو تر ۱۳ میلیون ځله ډېره لیدل شوې ده.