په تونس کې د امریکا سفارت ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

.

د عکس سرچینه، BBC via eyewitness

په تونس کې د امریکا سفارت ته څېرمه چاودنه کې یو امنیتي افسر وژل شوی، څلور امنیتي افسران او یو ملکي وګړي ټپیان شوي دي. چارواکي وايي دا ځانمرګی برید و چې دوه تنو کړی او دواړه وژل شوي دي.

د تونس دولتي تلویزیون رپوټ ورکړی چې دوه برید کوونکو د امریکا سفارت ته څېرمه د امنیتي سرتیرو ګزمه په نښه کړې. رپوټ زیاتوي چې دواړه برید کوونکي وژل شوي او یو امنیتي افسر وژل شوی او څلور نور او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د تونس دولتي تلویزیون زیاتوي چې له پېښې وروسته د وزیرانو شورا غونډه را بلل شوې او د پېښې څرنګوالی څاري. چارواکي وايي د لومړي ګام په توګه امنیتي ارګانونو ته د تیارسي امر شوی دی.

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو پر موټر سایکل سپرو برید کوونکو پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو د سفارت ودانۍ اړونده سیمې ته د ننوتلو په دروازه کې چاودنه ورکړې ده.

په پلازمېنه تونس کې د امریکا سفارت پر ټویټر له خلکو غوښتې چې د سفارت ودانۍ له شاوخوا سیمې ځانونه خوندي سیمې ته ورسوي.

د تونس د کورنیو چارو وزارت د پېښې پخلی کړی خو دا یې نه دي ویلي چې دا برید کومې وسله والې ډلې کړی. تېر کال په پلازمېنه تونس کې په یوه ځانمرګي برید کې څو تنه ووژل شول.

په ۲۰۱۵ کال کې پر سمندر غاړه او موزیم بریدونو کې ۶۰ تنه ووژل شول. د دې بریدونو مسؤلیت اسلام دولت یا داعش ډلې پر غاړه اخستی و.