ټرمپ: امریکا ۲۰ کاله افغانستان کې وه،۲۰ کاله نوره هلته نه شي پاتېدی

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، په کابل کې له ولسمشر غني سره کتلي او له طالبانو سره د نورو افغانانو د خبرو د پیلولو په تړاو ورسره غږېدلی دی.

د امریکا متحده ایالتونو له طالبانو سره د سولې هوکړې په لاسلیک، ترې ژمنه اخیستې چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او د افغانستان له خاورې امریکا او ملاتړي یې ونه ګواښل شي.

تر هغه وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره مستقیمې ټیلیفوني خبرې وکړې چې پایلې یې ښې وارزولې، خو اوس یې شک څرګند کړی چې حکومت دې وتوانېږي له ځانه دفاع وکړي.

خو اوس يې پر افغان حکومت د طالبانو د بري پر احتمال خبرې کړي او ویلې یې دي:

"بالاخره هېوادونه باید پخپله د ځان خیال وساتي او موږ نه شو کولی شل کاله نور هلته پاتې شو. موږ هلته شل کاله وو. موږ دغه هېواد ساته او بالاخره باید دوی پخپله ځان وساتي. لا له وړاندې باید دا کار شوی وای. تاسې تر یوې مودې د یوچا لاسنیوی کولی شئ، موږ باید بېرته د خپل هېواد پرمخ وړلو ته ستانه شو. په دې خو پوهېږئ."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا افغان حکومت به له ځانه دفاع وکړی شي، ښاغلي ټرمپ وویل:

"زه به بیا وروسته درته ووایم، ګورو به چې څه کېږي، تمه ده چې دوی دا وړتیا ولري، خو زه نه پوهېږم، دا پوښتنه نه شم ځواب کولی... داسې باید ونه شي، خو ښايي وشي."

هممهاله د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي چې ولسمشرمحمد اشرف غني تېر ماښام د افغان سولې په برخه کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي. ښاغلی صدیقي وايي په دې کتنه کې د سولې د بهیر پر راتلونکو ګامونو چې له طالبانو سره د افغان مذاکره کوونکې ډلې موضوع یې یوه برخه وه خبرې وشوې.

تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسـي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر لیکلي ول ،طالبان د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چمتو دي خو که له هوکړې سره سم عملي ګامونه وانه خېستل شي او بندیان خوشې نه شي نو مسؤلیت به د نورو پر غاړه وي.

سهیل شاهین زیاته کړې وه د طالبانو له خوا د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره چې ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر لسمه نېټه پيل شي، د دوی اجنډا چمتو ده.

طالبان ټینګار کوي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې دې د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پنځه زره زندانیان خوشې کړل شي او په مقابل کې به یې دوی د افغان دولت اړوند زر بندیان خوشي کړي.

خو افغان دولت ټینګار کوي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو په لړ کې باید د دې زندانیانو پر تبادلې خبرې وشي او دا مساله باید د خبرو لپاره د شرط په توګه نه بلکې د خبرو د اجنډا برخه وي.