سعودي د پاچا د ورور په ګډون د واکمنې کورنۍ درې غړي نیولي

سلمان بن عبد العزيز

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

شنونکي وايي، د سعودي ولیعهد ښايي د هغو کسانو د لیرې کولو په هڅه کې وي چې تر پاچا وروسته د پاچاهۍ سیالي کوي.

امریکايي رسنیو ویلي، سعودي چارواکو د شهزاده احمد بن عبد العزیز آل سعود په ګډون د دغه هېواد د واکمنې کورنۍ درې جګپوړي غړي د نامالومو دلایلو له کبله نیول‍ي.

امریکايي "وال سټریټ جورنال" او "نیویارک ټایمز" ورځپاڼو ویلي" دا نیونې په تېرو دوو ورځو کې شوې او نیول شوي د سعودي د پاچا ورور شهزاده احمد بن عبد العزیز او پخوانی ولیعهد محمد بن نایف هم دي."

ویل کېږي دوه نیول شوي کسان د سعودي حکومتي چوکاټ کې تر ټولو ډېر نفوذ لرونکي کسان دي.

په رپوټونو کې دا نیونه له ولیعهد محمد بن سلمان سره غوټه شوې دي.

یادې ورځپانې دا هم وايي چې "دا درې واړه شهزادګان د جمعې په ګهیځ د سعودي د پاچا د ځانګړي دېوان ځواکونو نیولي."

د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې د ریاض ریټزکارلټون هوټل کې سعودي چارواکو لسګونه شهزادګان، چارواکي او اوسني او پخواني وزیران او سوداګر نیولي وو.

پخوانی ولیعهد محمد بن نایف د کورنیو چارو وزیر و.‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

محمد بن نایف (ښی) او محمد بن سلمان (کیڼ) په ۲۰۱۵ کې

په ۲۰۱۷ کال اوسني ولیعهد محمد بن سلمان، بن نایف له خپل منصبه لیرې کړ چې له هماغه وخت راهیسې په کور کې کلابند دی.

د هغه کشر ورور شهزاده نواف بن نایف درېیم نیول شوی کس دی.‌

شنونکي وايي، د سعودي ولیعهد ښايي د هغو کسانو د لیرې کولو په هڅه کې وي چې تر پاچا وروسته د پاچاهۍ سیالي کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د ریاض ریټز- کارلتون هوټل اوس وايي، له فبرورۍ میاشتې د میلمنو منلو لړۍ پیلوي.

لاندې د نیول شویو شهزاده ګانو او سوداګرو لیست دی:

  • ولید بن طلال (سوداګر) ۱۶٫۵ میلیارد ډالر
  • محمد العمودي (سوداګر) ۱۲ میليارد ډالر
  • صالح كامل (سوداګر) ۳٫۷ میليارد ډالر
  • بكر بن لادن (سوداګر) د کورنۍ شتمني یې ۷ میلیارد ډالر ده
  • الوليد بن ابراهيم (سوداګر) ۲٫۳ میليارد ډالر
  • عمرو الدباغ (سوداګر) ۱٫۵ میليارد ډالر
  • ناصر الطيار (سوداګر) ۶۰۰ میليون ډالر
  • عادل الفقيه (سوداګر او د اقتصاد او پلان پخوانی وزیر) ۴۷۰ میليون ډالر
  • شهزاده متعب بن عبد الله (د ملي ګارد پخوانی وزیر) ۱۱۰ میلیون ډالر
د ویډیو تشریح،

سعودي کې د ښځو د حقونو په تړاو دا وېډیو ډېره لاس په لاس شوې ده.