د ښځو نړيواله ورځ: تاریخ، ننګونې او لمانځل

په ۲۰۱۹ کې د مادرید په کوڅو کې د زرګونه ښځو لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په ۲۰۱۹ کې د مادرید په کوڅو کې د زرګونه ښځو لاریون

تاسې به له رسنیو او له شاوخوا خلکو د ښځو د نړيوالې ورځې په اړه اورېدلي وي، خو دا ورځ ولې لمانځل کېږي؟ کله پېل شوه؟ دا یوه لمانځل دي او که اعتراض؟ سړي یا نارينه هم دې ته ورته ورځ لري او که نه؟

په دې لیکنه کې يې د ځواب موندلو هڅه شوې:

له نژدې یوې پېړۍ راهیسې د مارچ اتمه د ښځو د ځانګړې ورځې په توګه پېژندل کېږي.

د دې ورځې لمانځل کله پېل شول؟

د مېرمنو نړيواله ورځ د کارګرو له یوه خوځښته پېل او په ملګرو ملتونو کې د یوه کلني مناسبت په حېث ثبت شوه.

په ۱۹۰۸ کې پنځلس زره ښځو د امریکا په نيویارک ښار کې لاریون وکړ. دوی د ښځو لپاره د کم کار، ښې تنخا او د رایې ورکولو د حق غوښتنه کوله.

له دې اعتراضه یو کاله وروسته د امریکا سوسیالېست ګوند لومړی ځل د ښځو د ملي ورځې د لمانځلو اعلان وکړ.

خو چې دا ورځ تر ملي نړيوالې کچې ته وغځېږي، دا مفکوره د کلارا څېتکېن په نوم د یوې المانۍ ښځې وه.

د عکس سرچینه، Topical Press Agency

د عکس تشریح،

په ۱۹۱۰ کې د ښځو نړيوالې ورځې رامنځ ته کوونکې مېرمن کلارا څېتکېن

هغې په ۱۹۱۰ کې په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په یوه نړيواله غونډه کې د دې وړاندیز وکړ. په دغه کنفرانس کې د ۱۷ هېوادونو سلو ښځو د دې وړاندیز په غوڅ اکثریت ومانه.

په ۱۹۱۱ کې په اسټریا، ډنمارک، المان او سوېتزرلېنډ کې لومړی ځل دغه ورځ ولمانځل شوه. په ۲۰۱۱ کې يې يوه پېړۍ پوره شوه او سږ کال يې ۱۰۹ کال پوره کېږي.

په ۱۹۷۵ کې ملګرو ملتونو په رسمي ډول د دې ورځې لمانځل پېل کړل.

په ۱۹۹۶ کې ملګرو ملتونو د دې ورځې لپاره کلنی شعار هم وټاکه. "د تېر نمانځنه او راتلوونکي ته پلان جوړول" د هغه کال شعار و. سږ کال يې شعار "برابره نړۍ، توانمنه نړۍ ده" ټاکل شوی او له خلکو غوښتل شوي چې پر جنسیتي برابري د یوې ولاړې نړۍ جوړولو ته په ګډه کار وکړي.

د ښځو نړيواله ورځ یو داسې کلنی تاریخي مناسبت دی چې په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د مېرمنو وضعیت او حالت ته کتنه پکې وشي. د دې ورځې سیاسي اړخ بیا له ښځو سره د روانې نابرابرۍ په اړه اعتراض کول او د ښځو د حقونو په هکله د پوهاوي ډېرول ښودل شوی.

ولې د مارچ اتمه ټاکل شوې؟

کلارا څېتکېن د ښځو نړيوالې ورځې لپاره کومه ځانګړې نېټه نه وه ټاکلې.

په ۱۹۱۷ کې د جګړې پر مهال روسۍ ښځو اعتراض وکړ او د "ډوډۍ او سولې" غوښتنه يې کوله. د دوی څلور ورځني اعتراض د وخت واکمن او سيمه ييز حکومت اړ کړ چې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په افغانستان کې هم دغه ورځ د دولتي ادارو په ګډون په شخصي ډول هم د غونډو او ویناو په ترڅ کې نمانځل کېږي

په پخوانۍ روسیه کې هغه مهال د کارېدوونکي کلیز له مخې دغو ښځو چې پر کومه نېټه خپل اعتراض پېل کړی و، د فبرورۍ ۲۳مه او د یکشنبې ورځ وه. همدغه ورځ په ميلادي کلیز یا تاريخ کې د مارچ له اتمې نېټې سره برابره ده چې اوس مهال يې د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

سړي یا نارینه هم ورته نړیواله ورځ لري؟

هو، د نومبر ۱۹مه ده. د دې ورځې لمانځل له ۱۹۹۰ کال راهیسې پېل شوي خو ملګرو ملتونو لا دا ورځ په رسميت نه ده پېژندلې. د برتانیا په ګډون د نارینه و ورځ تر شپېتو ډېرو هېوادونو کې هر کال لمانځل کېږي. د دې ورځې تمرکز "د سړيو او هلکانو روغتیا ته پر پام، د اړیکو پر پراختیا، جنسيتي برابري او د مثبتو کارونو کوونکو نارينه و ځلولو " باندې دی. په ۲۰۱۹ کې د نارينه و د نړېوالې ورځې شعار "د سړي او هلک ترمنځ د توپير درک کول" و.

د ښځو نړيواله ورځ په نړۍ کې څنګه نمانځل کېږي؟

په دې ورځ د روسيې په ګډون د نړۍ په څو هېوادونو کې ملي رخصتي وي. په روسيه کې د مارچ اتمې ته په نژدې ورځو کې د ګلانو پلور دوه برابره ډېرېږي.

په چين کې کارګرو ښځو یا ښځينه مامورانو ته د مارچ پر اتمه نیمه ورځ له کاره رخصت ورکول کېږي. خو هلته ټولې ادارې یا کار ورکوونکي کسان کارګرو ښځو ته دا حق نه ورکوي.

په ایټالیا کې دا ورځ د مېموسه نومي ګل په ورکولو سره لمانځل کېږي. هلته د دغه دود ريښه لا نه ده مالومه، خو باور دا دی چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته يې په روم کې لمانځل پېل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په ۲۰۱۲ کې د ښځو په نړېواله ورځ په روم کې د یوې ښځې په لاس کې د مېموسه ګلو ګېډۍ ده.

په امریکا کې مارچ د ښځو د تاریخ میاشت بلل کېږي. هلته هر کال په دې ورځ د ولسمشر له لوري يوه خبرپاڼه خپرول کېږي چې د امریکايي ښځو پر لاس ته راوړنو ویاړ پکې څرګندېږي.

په افغانستان کې هم دغه ورځ د دولتي ادارو په ګډون په شخصي ډول هم د غونډو او ویناو په ترڅ کې نمانځل کېږي. سږ کال هم د دې ورځې په مناسبت د کابل په ګډون په بېلا بېلو ولایتونو کې د غونډو تابیا نيول شوې.