مصر کې درې نجونو ډله ییزه ځانوژنه کړې

ګولۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د مصر په ځینو برخو کې د زهرجنو ګولیو خوړل د ځانوژنې یوه ارزانه لار ګڼل کېږي؛ ځکه چې هلته د دې ګولیو بیه ټیټه ده او ژر موندل کېدای شي.

د مصر پلازمېنې قاهرې په ختیځ کې درېیو ۱۴ کلونو نجونو د زهرجنو ګولیو په خوړلو خپل ځانونه وژلي. دا په مصر کې د ډله ییزې ځانوژنې لومړنۍ کمسارې پېښه ګڼل کېږي.

درې واړو نجونو -چې لومړني ښوونځي کې وې، هوکړه کړې چې پر یوه وخت به خپل ژوند ختموي، همدا وو چې د فوسفیډ المونیم په نامه مرکب یې خوړلی دی.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغو نجونو ولې هممهاله ځانونه وژلي.

ځینې رپوټونه وايي، ښايي له دوی سره به خپلوانو ناوړه چلند کاوه چې دا کار یې کړی، خو بي بي سي ته دا خبر تر اوسه چا نه دی تایید کړی.

ویل کېږي دوی ته دا زهرجنې ګولۍ یوې بلې څلورمې نجلۍ ورکړې دي او د درسي ورځې پای کې یې په مساوي ډول پخپلو کې سره وېشلې او خوړلې. دوی د ګولیو له خوړلو وروسته له قاهرې ۷۵ کیلومتره لیرې د زقازیق روغتون ته لېږدول شوې، خو په روغتون کې درې واړو سا ورکړې ده.

د مصر په ځینو برخو کې د زهرجنو ګولیو خوړل د ځانوژنې یوه ارزانه لار ګڼل کېږي؛ ځکه چې هلته د دې ګولیو بیه ټیټه ده او په آسانۍ موندل کېدای شي.

په مصر ک د ځانوژنو د پېښو رسمي شمېرې نه شته.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۶ کال د یوه رپوټ له مخې، د نړۍ په ۱۸۳ هېوادونو کې چې د ځانوژنې ډېرې پېښې په کې کېږي، مصر ۱۵۰ ځای لري، چې دا د نړۍ په سطحه ټیټه کچه ګڼل کېږي، خو د عربي هېوادونو په ډله کې په مصر کې تر ټلو ډېر کسان ځانونه وژني. په ۲۰۱۶ کال په مصر کې د ځان وژني ۳۷۹۹ پېښې ثبت شوي دي.

په تېره ډیسمبر میاشت کې د مصر دارالافتاء او ځینو نورو حکومتي بنسټونو وروسته تر هغه د ځانوژنې د مخنیوي کمپاین پیل کړ، چې یوه ځوان د قاهرې له لوړ برج څخه ځان راوغورځاوه او وېډیو یې پر خواله رسنیو هغه مهال ډېره لاس په لاس شوه.