پاکستان له ایران سره پر پوله درې زره کسان قرنطین کړي

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له ایران سره پر پوله بلوچستان ایالت کې چارواکو د شلو ورځو لپاره د ښوونځیو د نه خلاصولو هم اعلان کړی وو، چې د مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې به په ښوونځیو کې د زدکړې نوی کال پيلېده.

پاکستان په جنوب لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله په تفتان سیمه کې شاوخوا درې زره هغه زیارت کوونکي قرنطین کړي، چې له ایرانه خپلو کورونو ته پر لاره وو.

پاکستاني چارواکي وايي، له دې وېرې چې دغو زیارت کوونکو له ایرانه کورونا وېروس راوړی نه وي، دوی یې د څوارلسو ورځو لپاره په تفتان سیمه کې قرنطین کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه چې د جمعې په ورځ يې په یاد ایالت کې خبریالانو ته وویل، تر دوه زره زیات پاکستاني زیارت کوونکي لاهم په ایران کې دي، چې هېواد ته په ستنېدو به يې قرنطین کړي:

"زموږ چې څومره زیارت کوونکي ایران ته تللي، موږ يې د بېرته راغلیو کره شمېره درښوولی شو، چې درې زره دي او دا وخت هملته په تفتان کې قرنطین کړل شوي دي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاتوي، اوس مهال له ایرانه ټول ستانه شوي زیارت کوونکي هملته په تفتان سیمه کې قرنطین شوي، خو دده په خبره دوی هڅه کوي، چې هر څوک خپل اړوند ایالت ته واستول شي او هملته قرنطین کړل شي چې په بلوچستان ایالت فشار لږ شي.

ایران کې له چین وروسته تر بل هر هېواد زیات کسان له کورونا وېروسه مړه شوي، اوس په ایران کې له دې امله د مړو شمېر نږدې یو نیم سلو ته رسېدلی.

د پاکستاني چارواکو په خبره په دغه هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر شپږو ته رسېدلی، چې ډېرو یې په دې وروستیو کې ایران ته سفرونه کړي وو.

له ایران سره پر پوله بلوچستان ایالت کې چارواکو د شلو ورځو لپاره د ښوونځیو د تړلو اعلان هم کړی وو، نوی ښوونیز کال د مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه پېلېده.

کرونا وېروس چې د چین له وهان ایالته پېل شوی اوس يې د نړۍ په لر او بر کې له درې نیم زرو ډیر کسان مړه کړي دي، چې اکثریت يې په چین کې دي.