ایټالیا د کورونا وېروس له کبله '۱۶ میلیونه کسان' قرنطین کوي

د ایټالیا هوايي ډګر کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د تشخیص چارې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ایټالیا هوايي ډګر کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د تشخیص چارې

په ایران کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېدلی او ۱۴۵ کسان پکې مړه شوي او ایټالیا غواړي د لومباردي او ۱۱ نورو سیمو کابو ۱۶ میلیونه کسان د کورونا وېروس له کبله قرنطین کړي.

رپوټونه وايي، یو بل پارلماني وکیل هم په ایران کې د کورونا وېروس له کبله مړ شوی، چې د روغتیايي چارواکو په وینا، ښايي د وژل شویو اصلي شمېر تر اعلان شوې هغې لوړې وي.

ایټالیا هم په اروپا کې د کورونا وېروس له کبله ډېره زیانمنه شوې او په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په لوړېدو دی.‌

د ایټالیا یوه وتلي سیاستوال نیکولا زینجاریتي د شنبې په ورځ‌ وویل، دی هم په کورونا وېروس اخته شوی.

د کیڼ لاسي دیموکرات ګوند دغه سیاستوال پر فېسبوک لیکلي: "زه ښه یم،‌ باید راتلونکې څو ورځې په کور کې پاتې شم."

په ایټالیا کې د کورونا وېروس له کبله لږ تر لږه ۲۳۰ کسان مړه شوي او چارواکي وايي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ کسان مړه شوي، خو په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۵ زرو او ۸۸۳ ته رسېدلی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

ناپل کې د یوې کلیسا پاک کاري

ددغه وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه، ایټالیا غواړي په لومباردي او ۱۱ نورو شمالي سیمو شاوخوا ۱۶ کسان د راتلونکې اپرېل میاشتې تر درېیمې نېټې قرنطین کړي.

دې چارې ته متقاعد ډاکټران هم همکارۍ ته ورغوښتل شوي.

په ګرده نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د ۳۵۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده، چې ډېره برخه یې په چین کې - هلته چې دا وېروس پیدا شوی دی، ده.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس د کورونا وېروس خپرېدل "زښت ډېر اندېښمنوونکي" بللي او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د وېروس کنټرول خپل "لومړیتوب" وګرځوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

میلان کې پولیس او پوځيان د تګ راتګ مخنیوي د قانون پلی کولو ته چمتووالی نیسي