سعودي ۹ کورونا لرونکو هېوادونو ته تګ را تګ بند کړی

مکه مکرمه کې مسجد الحرام

د عکس سرچینه، AFP

سعودي چارواکو د لنډ وخت لپاره د زدکړې د بهیر له درولو څو ساعته وروسته د کورونا وېروس له کبله نهو هېوادونو او له دغو هېوادونو سعودي عربستان ته پر سفر بندیز لګولی دی.

د سعودي خبري اژانس ویلي، دا نهه هېوادونه: متحده عربي امارت، کویت، بحرین، لبنان، سوریه، جنوبي کوریا، مصر، ایټالیا او عراق دي.

په دغو هېوادونو کې هېچا ته هم سعودي عربستان ته په تېرو ۱۴ ورځو کې د تللو اجازه نه ده ورکړل شوې.

سعودي دا هم ویلي چې د یادو هېوادونو او سعودي ترمنځ به هر ډول هوايي او سمندري سفرونه هم درېدلي وي.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې له دې سفرونو د سوداګریزو توکو او بېړیو کې د مالونو لېږد رالېږد مستثنا بللی، خو په وینا یې باید ډېر احتیاط پکې وشي.

سرچینه وايي، کورنیو چارو او روغتیا وزارت ته امر شوی چې استثنايي حالت په پام کې ونیول شي.

سعودي وړاندې د لنډ وخت لپاره دغه هېواد ته له اماراتو، کویت او بحرین یوازې د هوا له لارې د وګړو پر ورتګ بندیز لګولی و، خو په نوې پرېکړه کې پر دغو درېیو هېوادونو سربېره پر د شپږو نورو هېوادونو هم د هر ډول سفر بندیز لګول شوی.

کابو یوه میاشت وړاندې، سعودي چین ته د خپلو وګړو پر سفر بندیز لګولی او له چین یې هم سعودي ته د سفر بندیز اعلان کړی و.

همدارنګه، سعودي د عمرې او نبوي جومات پر زیارت کوونکو هم په تېره فبرورۍ میاشت کې د وېزو بندیز لګولی و.

د زدکړې ځنډول

د عکس سرچینه، Reuters

سعودي چارواکو څو ساعته مخکې ویلي وو، چې د ټول هېواد په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زدکړه سر له دوشنبې ورځې راهیسې تر دویم خبراوي پورې ځنډول شوې ده.

دا پرېکړه په هېواد کې پر ټولو تعلیمي بنسټونو عملي کېږي.

د سعودي د روغتیا وزارت ویلي، په هېواد کې یې د کورونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت کړې دي.

دوی وايي، په کورونا اخته یو کس له ایران ورغلی دی او له دې کس سره دوه نور نژدې کسان هم په دې وېروس اخته شوي.

څلورم کس سعودی وګړی دی چې له متحده عربي اماراتو سعودي ته تللی دی.

په دې سره په سعودي عربستان کې د کورونا وېروس تایید شوې پېښې ۱۱ ته رسېدلې دي.