کابل ته د محسن دوړ او علي وزیر سفر؛ پاکستان کې غبرګونونه

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
لوړه

د عکس سرچینه، PTM FACEBOOK

د پاکستان د دولتي راډیو (راډیو پاکستان) په ګډون ځینو نورو پاکستاني رسنیو کابل ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو علي وزیر او محسن دوړ پر سفر او هلته د دوی تود هرکلي باندې سختې نیوکې کړې دي.

یو شمېر رسنیو کابل کې د غورځنګ دې مشرانو تود هرکلی د پاکستان ضد دسیسه بللې ده.

راډیو پاکستان نن سې شنبه په یوه خبر کې لیکلي، افغان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو محسن دوړ او علي وزیر ته په کابل کې هغه مهال تود هرکلی کړی، چې دوی د نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره ورغلي وو.

راډیو پاکستان په دې خبر کې زیاتوي دواړه د پاکستان ضد د هغو قوتونو ملاتړ کوي چې "غواړي پاکستان بې ثباته کړي او د افغانستان له لارې د هند اجنډا پر مخ وړي. "

پر خواله رسنیو د راډيو پاکستان پر دې خبر د سختو غبرګونونو په پایله کې شاوخوا شپږ ساعته وروسته راډيو پاکستان دغه خبر له خپل ټویټر او وېبپاڼې لېرې کړ.

په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر او خبریال اقبال خټک د راډيو پاکستان او نورو پاکستانیو رسنیو دغه ډول خبرونه سیاسي بیان بولي، چې د ده په خبره د خبریالۍ له اصولو سرغړونه ده.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح،

د پاکستان ملي راډیو ویلي چې افغان پوځ د علي وزیر او محسن دوړ تود هرکلی کړی

تر دې وړاندې د پاکستان یوه بل خصوصي ټلویزیون (اې ار وای) یو همداسې خبر خپور کړی چې په کې یې د پاکستان د ملي اسمبلۍ پرغړیو ښاغلي وزیر او دوړ باندې ورته تورونه پورې کړي دي.

یاد ټلویزیون ادعا کوي چې "د علي وزیر او محسن دوړ د اجنډا په هکله یو ځل بیا (رښتیا) ولس ته څرګند شول. "

دې ټلویزیون په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت له خوا دواړو علي وزیر او محسن ته دوړ ته چورلکه ورکړل شوې وه.

له پاکستانه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته ۲۳ کسیزه پلاوی وربلل شوی و، چې ۲۱ کسان په یکشنبې یو ځای لاړل، خو علي وزیر او محسن دوړ پاکستانیو چارواکو ځکه راوګرځول، چې د دوی په خبره ؛نومونه يې ممنوع الخروج؛ لیست کې وو.

په همغه شپه ناوخته بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی و، چې ښاغليو وزیر او دوړ ته دې د تګ اجازه ورکړل شي چې د افغان ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

وروسته بیا د دوشنبې په سهار وختي مهال ښاغلی وزیر او دوړ د تورخم له لارې کابل ته ولاړل، چې له جلال اباده تر کابله په چورلکه کې ورسول شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د ولسمشر غني لوړې مراسمو کې سلګونه کسانو برخه اخستې وه

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن دوړ کابل ته پر لاره پر خپله ټويټر پاڼه له افغان ولسمشر اشرف غني نه مننه وکړه، چې د دوی لپاره يې د لوړې مراسم وځنډول.

اې ار وای ټلویزیون همدې ته په اشارې پوښتنه کړې، چې ولې افغان ولسمشر د دوی دواړو لپاره د لوړې مراسم ځنډولي؟ په همدې لنډه خپرونه کې یاد ټلویزیون د پاکستان له یوه وفاقي وزیر مراد سعید سره هم مرکه کړې او کابل کې یې د غورځنګ مشرانو د تود هرکلي په اړه ورنه پوښتنه کړې.

ښاغلی سعید يې په ځواب کې یاد ټلویزیون ته پر علي وزیر او محسن دوړ تور پورې کوي، چې د پاکستان ولس ته به دا ناشونې ښکاري، خو ده ته پخوا هم د هر څه پته وه، چې "د افغانستان استخباراتي ادارې سره د ښاغلي وزیر او دوړ اړیکې دي. "

د پاکستان یوې بلې ورځپاڼې ؛ډیلي ټایمز؛ له دې خبر سره چې ښاغلی دوړ او وزیر د افغانستان د پوځ په چورلکه کې کابل ته رسېدلي، خو ورسره يې د پاکستان د پوځ د پخواني ویاند تورن جنرال اصف غفور هغه څوارلس پوښتنې هم لیکلې، چې ښاغلي غفور تېر کال په یوه خبري کنفرانس کې له پښتون ژغورنې غورځنګ کړې وې.

د عکس سرچینه، MUHSI DAWAR TWITTER

د عکس تشریح،

محسن دوړ او علي وزیر له جلال آباده تر کابله د افغان ملي اردو په چورلکه کې سفر وکړ

په دې پوښتنو کې د پوځ ویاند تور پورې کړی و چې غورځنګ له هند او افغان دولت سره اړیکې لري.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د راډيو پاکستان د پورته خبر په خپرولو سره ویلي چې دا ادراه، یعنې راډیو پاکستان، بې له کوم ثبوته پر علي وزیر او محسن دوړ دومره لوی تور پورې کړی دی.

خبریال او شنونکی اقبال خټک د پاکستانیو رسنیو دې ټولو خبرونو ته په پام سره وايي ؛په دې ډول خبرونو همدې رسنیو خپل ځانونه سپک کړي او پر علي وزیر او محسن دوړ يې هیڅ نه دي کړي؛.

د ښاغلي خټک په خبره داسې بې بنسټه خبرونه او پروپاګند د پاکستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ واټن لا زیاتولی شي او ګټه يې هیڅ نشته.