د روس ولسمشر ولې دومره فکرمن دی؟

د انځور حقوق EPA

د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د ټیکاو او پیاوړتیا په هیله د راتلونکي لپاره لوی پلانونه جوړ کړي، خو د کورونا وېروس له امله پیدا شوی کړکېچ، د تېلو بیې او د روس کرنسۍ غورځېدل یې په مخ کې نوې ستونزې دي، خو بیا هم ظاهراً داسې اېسي چې هرڅه له معمول سره روان دي.

روسیه په راتلونکې اپرېل کې د قانون د ترمیم پلان لري چې ور سره نوموړی بیا له دې وروسته هم واک کې پاتېدلی شي.

ستونزمن وخت او زغمل

ولسمشر پوتین دا مهال د سولې او زغم ښودلو هڅه کوي. هغه ویلي چې په خپل وخت ګامونو سره یې د کورونا وېروس د خپرېدو مخه نیولې ده.

روسۍ رسنۍ د کورونا مخنیوي کې د معقولو هڅو د نه کولو له امله اروپا غندي او د اروپایي ټولنې د ناکامۍ په نوم یې وړاندې کوي.

په داسې مهال چې اروپایي مشران له کورونا سره د مقابلې لاس پښې وهلې، پوتین کریمیا ته لاړ چې له اوکرایین ور سره د یو ځای شوې سیمې شپږمه کلیزه ولمانځي.

خو دا هرڅه یواځې ننداره ده، کوم شخص چې له پوتین سره اړیکه ټینګول غواړي، نوموړي ته تر نژدې کېدو مخکې باید د کورونا معاینه وکړي.

* پوتین د اساسي قانون تعدیل او تر ۲۰۳۶ کاله واک کې پاتېدل غواړي

* که پوتین تر ۲۰۳۶ واکمن وي، افغانستان ته به څه پایله لري؟

* هغه کس چې ولادمیر پوتین یې ولسمشر کړ

تېره اونۍ کریمیا کې چې کوم خلک د نوموړي درناوي ته ورغلي وو. د هغوی ټېسټ هم وشو او پر دې سربېره کریملین کې کارمنان او خبریالان هم باید له سکرین تېر شي.

د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف بي بي سي ته وویل، موږ دا سم کار کوو او دې سره ولسمشر په پوره ډاډ کار کولی شي:

"شکر دی چې د وېروس اړوند نښې پکې نشته، هغه ټیک دی او د پلان له مخې کار کوي".

روسیه کې د حکومتي شمېرو له مخې، د کورونا وېروس نیولو شمېر ډېر دی، خو ویل کېږي چې اصلي شمېر له دې لا زیات دی.

ولسمشر پوتین کورونا وېروس له "بهر ورتلونکې ناروغي او له بهر ور تلونکی خطر" وباله، خو ور سره یې د مخنیوي په هڅو هم زور واچاوه.

له پولو نیولې ښوونځي هم تړل شوي او د خلکو پر غونډېدو هم بندیز لګول شوی دی.

د پوتین ځانګړي عملیات

د انځور حقوق AFP

داسې کوم حکم نه دی شوی چې خلک په کورونو کېنول شي، د جمعې په ورځ د ولسمشر دفتر وویل چې حکومت پلازمېنه مسکو کې پر تګ را تګ د بندیز لګولو غور نه کوي.

ډېر خلک دا شک کوي چې دا چوپتیا قانون کې د اړوند ترمیم په هکله ټولپوښتنې او دې باوري کولو سره تړاو لري چې ویلادیمیر پوتین بیا ولسمشر شي.

دا چاره دومره چټکه ده چې د ځانګړو عملیاتو نوم ور کړل شوی دی.

د اپوزیسون مشر الیکسي نوالني وايي، که اوس رایه ور کول کېږي او د کورونا وېروس له خطر سره سره مشران له کورونو وځي نو دا یو ډول جرم دی.

چارواکي وايي، رایه ور کول ښايي یا وځنډول شي یا هم پرلیکه رایه واچول شي.

خو د جمعې په ورځ د روس د ټاکنو کمېسیون نوی پلان وړاندې کړ چې له مخې یې رایپاڼې یوه اونۍ کې ګام په ګام تر کورونو رسېږي او په یو ځای د خلکو ټولېدو اړتیا به نه وي.

سیاسي شنونکی کانستنتین کلاشیف وايي، چې دا ټولپوښتنه د پلان له مخې کېږي، له ځنډولو یې ډډه کېږي.

د هغه په خبره، چارواکي هیله لري چې روس له دې ستوزمن پړاو بې تاوانه تېر شي.

د وېرې چاپېریال

د انځور حقوق Getty Images

متل دی "چې څومره لږ پوهېږې هغومره ډېر به ویدېږي"، اوس روس کې هم دا ډول چاپېریال دی.

مسکو ته څېرمه یو ایسکریم پلوری کسینیا وايي، "موږ نور څه اورېدل نه غواړو، ډېره وېروونکې ده، موږ پوهېږو چې باید لاس ومینځو، ډېر بهر لاړ نه شو، خلک هټیو کې هرڅه اخلي او دا چې ګورو ډارېږو."

د کسینیا له دوکان لږ لرې روغتون په چټکۍ تیارېږي چې پکې به له کورونا اغېزمن پنځه سوه کسان ساتل کېږي. دا روغتون روس او ټوله نړۍ کې د لویې ننګونې شاهدي وايي.

د روسیې د دفاع وزیر وايي، د کورونا وېروس د کنټرول لپاره یې بېړنۍ مانورې کړې دي او ټولو ولایتونو کې جدي خبرداری اعلان شوی دی، خو ټولپوښتنه به د اپرېل پر ۲۲ وشي.