په کورونا وېروس له اخته کسانو څو مري؟

د انځور حقوق Getty Images

څېړونکي وايي، په هرو زرو کورونا نیولو کې له پنځو تر څلوېښتو کسان مري، خو ډېر کره اټکل دا دی چې په زرو کې نهه کسان له دې وېروس مري چې شاوخوا یوه سلنه کېږي.

د برتانیا د روغتیا وزیر مېټ هینکاک د یکشنبې په ورځ وویل، دغه هېواد کې غوره اټکل دا دی چې له دې وېروس مړینه دوه سلنه یا ترې کمه ده.

خو دا مړینه هم له نورو لاملونو سره تړلې، لکه د ناروغ عمر، روغتیا او روغتیايي اسانتیاوې.

د مړیو کچه مالومول څومره ستونزمن دي

دومره مشکل دي لکه پي اېچ ډي (دوکتورا) کول. د ناروغانو شمېرل هم ډېر پېچلی کار دی.

د ډېرو ډولونو په وېروس اخته کسان- چې نښې یې کمې وي- تر ډېره ډاکټر ته نه ځي او په دې وجه شمېرل کېږي هم نه.

مختلفو هېوادونو کې له دې وېروس د مړه کېدونکو د شمېر رپوټ چې ور کول کېږي او څومره چې زموږ پوهه ده د مړینې کچې ډول ډول والي لویه وجه یې د دې وېروس مختلف ډولونه نه دي.

برتانیا کې د امپیریل کالج د څېړونکو په خبره، د دې وجه په مختلفو هېوادونو کې د سپکو او درنو کېسونو په هکله د شمېرو ټولولو وړتیا کې اختلاف دی.

ځکه د ناروغانو د اصلي شمېر سم مالومات نشته او له امله یې د مړه کېدونکو شمېر کم یا زیات وي.

کورونا وېروس نه د ناروغ جوړېدلو یا د هغه مړه کېدو کې هم وخت لګېږي.

که تاسو دا ټول کسان وشمېرئ چې له دې وېروس بېرته رغېدلي یا هم مړه شوي، بیا به هم سمه اندازه مالومه نه شي، ځکه تاسو ته دا پته نشته چې څومره کسان روغ او څومره مړه شوي دي.

طبیبان دې پوښتنو ته د ځواب لپاره له فردي کېسونو ترلاسه شوي اسناد څېړي چې د دې ناروغۍ د مړینې کره شمېر لپاره چوکاټ برابر کړي.

د ساري په ډول د خلکو یوه ځانګړې ډله چې ډېره پاملرنه یې شوې وي او له دې په ترلاسه شویو پایلو سره خپل لوی چوکاټ جوړوي.

که اوس تاسو یوازې د چین هوبای ښار شمېر وګورئ چې د چین تر نورو سیمو پکې مړینه ډېره ده نو په ټولیز ډول دا مړینه ډېره او اندېښمنوونکې ښکاري.

خو د دې مړینې په هکله روښانه تصویر نه پیدا کېږي.

زما غوندې خلکو ته څومره خطرناک دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جاپان یوه بېړۍ کې له شپږو ډېر کسان کورونا نیولي دي.

هغه کسان له کورونا وېروس ډېر مړه کېدی شي چې عمر یې ډېر وي، ناروغ وي او یا هم ښايي نارینه وي.

چین کې پر ۴۴ زره ناروغانو شوې سروې ښيي چې د پاخه عمر کسانو کې مړینه تر منځني عمر ناروغانو لس وارې ډېره ده.

له ۳۰ کلونو کم عمره کسانو مړینه ډېره کمه ده او د دې عمر کسانو کې په ۴۵۰۰ ناروغانو کې یوازې اته کسان مړه شوي دي.

په کورونا اخته هغه کسان چې شکر، د وینې لوړ فشار یا د زړه ناروغي یې درلوده تر عامو ناروغانو پنځه وارې ډېر مړه شوي دي.

په کورونا نیولیو کې سړي تر ښځو ډېر مړه شوي دي.

دا ټول لاملونو له یو بل سره تړلي او په سبب یې دا نشي کره کېدلی چې د کومې سیمې خلک له ډېر خطر سره مخ دي.

زما سیمه کې خلک له کوم خطر سره مخ دي؟

چین کې له اتیا کلونو ډېر عمره کسانو د خطر ډول د اروپا او افریقا د ورته عمر خلکو سره توپیر لري.

ستاسو د ناروغۍ سختي او ترې جوړېدل په دې پورې تړلي چې څه ډول روغتیايي اسانتیاوې لرې او دا وبا څومره سخته ده.

که وبا سخته یا ډېره وي نو پر روغتونونو د ناروغانو بیروبار جوړېږي او له امله درمل او روغتیايي اسانتیاوې کمېږي.

له نزلې ډېره خطرناکه ده؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لندن کې د کورونا ناروغانو لپاره روغتون

موږ نزله یا زوکام او کورونا سره پرتللی نه شو، ځکه د نزلې او زوکام نیولي ډېری کسان ډاکټر ته نه ځي او په دې وجه موږ مالومولی نه شو چې له نزلې او زوکام هر کال څومره کسان مړه کېږي او په نورو وېروسونو څومره خلک اخته کېږي.

برتانیا کې هر ژمی له نزلې او زوکام خلک مړه کېږي.

کله چې سم شمېر برابر شو نو کارپوهان به دا اټکل وکړي چې که برتانیا کې دا وبا سخته شي نو ژوند به مو له څومره خطر سره مخ وي.

خو د روغتیا نړیواله اداره وايي، که تاسو له داسې جراثیمو ځان خوندي ساتل غواړئ چې د تنفسي ناروغیو سبب کېږي، نو د لاس مینځلو عادت خپل کړئ، په پرنجي او ټوخلې له اخته کسانو لرې اوسئ او خپلو سترګو، پوزې او خولې ته لاس ور وړئ.