سېګرټ ۳۵ کاله وروسته د قاتل موندلو کې مرسته وکړه

دانیال وېلز د انځور حقوق PENSACOLA POLICE
Image caption دانیال وېلز له قتل وروسته موټر کې څکول شوی سیګرټ غورځولی و چې له هماغه یې ډي اېن اې مالومه شوه او ونیول شو

د امریکا فلوریډا ایالت کې پولیسو ۳۵ کاله وروسته د یوې ښځې مشکوک قاتل ونیو، نوموړي له قتل وروسته له خپل موټره څکول شوی سیګرټ غورځولی چې د ډي اېن اې له ازموینو وروسته دی د مقتولې قاتل ګڼل شوی دی.

۵۷ کلن ډانیال وېلز د فلوریډا په پنساکولا ښار کې تېره اونۍ ونیول شو او د تونیا کینلي د وژلو تور پرې ولګول شو.

نوموړې د ۱۹۸۵ کال پر لومړۍ ورځ زندۍ شوې او مړه موندل شوې وه.

له دغې ښځې چې هغه وخت یې عمر ۲۳ کاله و، یو تيخور ماشوم پاتې شوی و. څېړنو موندلې وه چې پر هغې جنسي تېری هم شوی و.

څه باندې درې لسیزې د هغې قاتل نامالوم و، خو پولیسو ویلي، د قتل ځای ته څېرمه یې داسې شواهد موندلي چې ګني په دې قتل کې د وېلز لاس و.

د وژل شوې ښځې خور رینیه اېن بي سي تلوېزیون ته ویلي: "نه پوهېدم چې یوه ورځ به مې د خور قاتل نیول کېږي. هېڅ داسې ګومان مې نه کاوه. له قتل ۳۵ کاله وروسته لاهم زه ژوندۍ یم."

د پنساکولا پولیسو له قتل وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د وژل شوې له ملګرو او کورنۍ سره یې لیدلي او له هغو کسانو سره هم غږېدلي وو چې د کال پر لومړۍ ورځ له مقتولې سره په یوه خوړنځي کې لیدل شوي دي.

خو په تېرو ۳۵ کلونو کې، پولیسو د دغه قتل د تور ګوته هېچا ته نه وه نیولې.

د وژل شوې ښځې زوی تیموتي دیویډسن- چې اوس ۳۵ کلن دی- وايي، د مور د قاتل د نیول کېدو خبر خوشال کړ، خو د سم عدالت په تمه دی.

ورته مطالب