کورونا وېروس؛ اماراتو کې انلاین واده او نکاح
متحده عربي امارات چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره یې سخت بندیزونه لګولي د ودونو د اسانتیا لپاره د انلاین یا پرلیکه نکاح اسانتیا برابروي.
د امارات د عدلیې وزارت وايي، هغه جوړې چې کورونا کې د واده نیت لري په هغه وېبپاڼه کې د نکاح لپاره نوم او تاریخ ثبتولی شي چې د عقد د درج لپاره جوړه شوې ده.
د امارات د حکومتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، نکاح تړونکی به د ویډیو له لارې له ناوې، زوم، د دوی له میندو پلرونو او شاهدانو سره په اړیکه کې وي او د نکاح له خطبې او د دواړو لورو له رضایت وروسته به له لرې عقد تاییدوي.
نکاح لیک به له لرې لاسلیکېږي او د ثبت لپاره به اړوند ادارو ته استول کېږي. وروسته به ناوې او زوم د خپل واده د رسمي ثبت خبر د پیغام له لارې ترلاسوي.
امارات وايي، دا خدمتونه یې د عمومي روغتیا د خوندیتوب او د هغو کسانو د لا ډېر کمولو لپاره پیل کړي چې عامه ځایونو کې کار کوي.
د امارات د عدلیې وزارت د انلاین یا پرلیکه واده خدمتونه د نظام الزواج په نوم رسمي وېبپاڼې په نوې برخه کې پیل کړي دي.
خو امارات د پرلیکه طلاق اخیستو د امکان په هکله څه نه دي ویلي.
متحده عربي اماراتو له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره سخت محدودیتونه پیل کړي چې ان د واده او طلاق پر ثبتولو هم بندیز لګول شوی دی.
د امارات د رسمي شمېرو له مخې تراوسه په دغه هېواد کې ۳۷۰۰ کسان په کورونا اخته شوي او ۲۰ کسان پکې مړه شوي دي.