کورونا وېروس: هند د تبلیغیانو مشر په غیر قصدي وژنو تورن کړ

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پولیس وایي، د دوی له خبرداري سره سره تبلیغي اجتماع روانه وه

په هند کې د تبلیغیانو مشر محمد سعد کندالوي وروسته له هغه د کورونا وېروس خپرېدو له کبله په غیر قصدي وژنو تورن شو چې په نوي ډیلي کې د دې ډلې یوه تبلیغي اجتماع را بلل شوې وه او له همدې غونډې کوويډ-۱۹ د هند لر او بر کې خپره شوه.

پولیس وايي دا غونډه چې د مارچ میاشتې په دریمه نېټه پیل شوې وه، آن د مارچ تر ۲۴ هم چې په هند کې محدودیتونه وضع شول روانه وه.‌

د هند په ۱۷ ایالتونو کې د کووېډ-۱۹ یو زر او ۲۳ پېښې له همدې غونډې سره تړلې بلل کیږي. ویل کیږي چې دا ناروغي دې غونډې ته له بهره د راغلو ګډونوالو له خوا خپره شوې ده.

خو ښاغلي کندالوي او تبلیغي جماعت دا تورونه رد کړي دي. پر نوموړي داسې مهال دا تورونه لګېږي چې ځان یې قرنطین کړی دی.‌

پولیسو ويلي نوموړي هغه خبر داری له پام غورځولی چې د نوي ډیلي په نظام الدین سیمې یوه جومات کې د دې جوړې شوې غونډې د پای ته رسولو لپاره ورکړل شوی و.

خو د تبلیغیانو دا ډله وايي چې دوی خپله غونډه ځنډولې وه او له ټولو ګډونوالو یې غوښتنه کړې وه چې د غونډې سیمه ژر تر ژره پرېږدي.

دوی وايي، د اجتماع له ګډونوالو یې دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې لومړي وزیر نرېندرا مودې اعلان وکړ چې د مارچ پر ۲۲ به د یوې ورځې لپاره په ټول هند کې ګرځ بندیز وي.

د عکس سرچینه، Hindustan Times

د عکس تشریح،

په ټول هند کې د کورونا وېروس وضعیت له کبله محدودیتونه لګېدلي دي

دوی وايي په داسې حال کې چې یو زیات شمېر ګډونوالو وکولی شول د غونډې له ځایه ولاړ شي خو یو شمېر نور له دې امله پاتې شول چې ایالتونو د دې ورځې په سبا خپلې پولې وتړلې.

له دې دوه ورځې وروسته په ټوله هند کې پر تګ راتګ بندیز ولګول شو او بسونه او ریل ګاډي ودرېدل.

هغه جومات چې دا غونډه به کې جوړه شوې وه د سلګونه کسانو لپاره د اوسېدو ځای هم لري.

د غونډې تنظیموونکي وايي دوی سیمه ییز پولیس له دې هر څه خبر کړي وو او له هغو پولیس افسرانو سره یې همکاري وکړه چې د دې ځای د کتلو لپاره راغلي وو.