د نړیوالې وبا پر وخت ټاکنې څنګه تر سره کېدلی شي؟

ن

د عکس سرچینه، Getty Images

اونۍ مخکې به له تاسو سره پوښتنه وه چې سوېلي کوریا کې به د کورونا وېروس د وبا پر مهال څنګه پراخې پارلماني ټاکنې کېږي او ګټل کېږي؟

خو له دې د وبا سره سره دا کار وشو او دې پارلماني ټاکنو کې د خلکو ګډون تر تېرو ۲۸ کلونو خورا ډېر وو.

پر کورونا وېروس د پرېکند بري په ځواب کې خلکو د ولسمشر مون جي- این او د هغه د حکومت پراخ ملاتړ وکړ.

د کورونا وېروس له پیلېدو را هیسې سوېلي کوریا هغه لومړنی هېواد دی چې د رایه ور کوونکو لپاره د خوندیتوب او ټولنیز واټن له محدودیتونو سره ملي ټاکنې کوي.

د ولسمشر مون جي این ډیموکراټ ګوند په ملي اسمبلۍ کې له درې سوو څوکیو ۱۶۳ وګټلې او د ګوند د یوې ملګرې ډلې په همکارۍ تمه ده چې ۱۷ نورې څوکۍ وګټي او دې سره به پارلمان کې ۱۸۰ سېټونه خپل کړي.

دا تېرو ۱۶ کلونو کې اول ځل دی چې چپي ګوندونه هېواد کې اکثریت واک ګټي.

که څه هم رایه ور کوونکو د ۳۵ ګوندونو غوراوی درلود، خو اصلي سیالي د ډیموکراټ ګوند او د هغه د ساتنپالي یا محافظه کار اپوزیسیون ګوند- د ګډ را تلونکي ګوندـ ترمنځ وه.

د مون نه اټکلېدونکی بری

د عکس تشریح،

رایه ور کوونکی باید له یو بل یو متر لرې ولاړ وی او ماسک یې په پوزه وی.

د ولسمشر مون د ګوند لپاره په جنورۍ کې وړاندوینه بې خونده وه.

د سوېلي کوریا اقتصادي وده ورو شوه، د شمالي کوریا سره خبرې وځنډېدې او خبري سرلیکونه هم له یو شمېر سیاسي رسوايي ډک وو.

خو له کورونا وېروس سره د مبارزې لار چې پراخې ازموینې او د دې ویروس مقابله کې یرغلیز حالت دی د ولسمشر بخت یې بدل کړ.

دې هڅو په کورنا د اخته کېدونکو کسانو ورځنی شمېر د اپرېل لومړیو کې له ۳۰ هم ټیټ کړ، خو دا شمېر د فبرورۍ په وروستیو کې ۹۰۰ کسان و.

ډیموکراټ ګوند دا اغېزناک ځواب د خپل کمپاین زړه وګرځاوه او له ۱۹۸۷ کال راهیسې چې سوېلي کوریا کې ډیموکراټیکې ټاکنې کېږي دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر مون حکومت په پارلمان کې اکثریت ګټي.

خلکو څنګه رایه ور کړه؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

کورونا نیولیو کسانو هم په ټاکلي وخت او ټاکلیو مرکزونو کې رایه ور کوله.

د کورونا وېروس له امله سوېلي کوریا کې نږدې شپږ لکه کسان لا هم قرنطین دي.

دا وېره هم وه چې د رایو مرکزونو کې د کورنا وېروس د خپرېدو ګواښ به دا بهیر ګډوډ کړي.

خو له دې سره سره ۶۶ سلنه رایه ور کوونکو ګډون کړی او د ټاکنو ملي کمېسون په خبره، دا له ۱۹۹۲ کال را هیسې تر ټولو لوی شمېر دی.

خو د رایه ور کوونکو د شمېر زیاتولو کې به هغو ۱۸ کلنو هم مرسته کړې وي چې په لومړي ځل د رایه ور کول حق ور کړل شو.

په داسې مهال چې ۲۶ سلنه وګړو د پوستې یا قرنطین مرکزونو د رایه ورکولو څانګو ته لاړل، خو ډېری نورو د اپرېل په ۱۵ د رایې لپاره بهر ته زړه ښه کړ.

یوې ځوانې ښځې بي بي سي ته وویل، فکر یې کاوه چې خلک به نه را وځي او ټاکنې به وځنډېږي.

"خو اوس زه دلته یم او ډېر خلک وینم، نه ډارېږم".

ماسکونه په پوزه او د تودوخې معاینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له کورونا سره د مبارزې له امله د سوېلي کوریا د ولسمشري مون-این ګوند اکثریت وګاټه.

د رایه ور کولو لپاره باید خلکو لاسونه په سنیتزر سره پاک کړي وی، ماسک یې په مخ وی او پلاستیکي لاسموغان یا دستکش یې په لاس وی، له یو بل یو متر لرې ولاړ وی او د بدن تودوخه یې کتل شوې وی.

که د چا د بدن تودوخه له ۳۷،۵ سانتي ګراد پورته وی، باید ځانګړې ټپرۍ(غرفه) کې یې را یه ور کړې وی، چې له هر ځل یوې رایې کارولو وروسته میکروب ضد کېده.

هغه کسان چې کورونا وېروس یې درلود، له سختو قیوداتو سره مخ و او په ټاکلي وخت یې د دوی لپاره ټاکلیو مرکزونو کې رایه ور کولی شوه.

د عمومي ټرانسپورټ په کارولو بندیز و او خلک رایه مرکزونو ته په پښو یا خپل ګاډي کې تللی شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

واکمن ګوند د ۱۶۳ او د ملګري ګوند په اټکلي ۱۷ څوکیو سره د پارلمان له ۳۰۰ څوکیو څه ۱۸۰ خپلوي.

د پلازمېنې سیول د یونګس ولسوالۍ ښاروال سونګ جانګ هیون بي بي سی ته وویل، هرچا د حالت سختوالی منلی و او د شکایت په ځای یې د ټاکنیزو کارمنانو ملاتړ وکړ او خپل بشپړ مدنیت یې وښود.

سوېلي کوریا کې د ولسمشرۍ په ګډون هیڅکله هم کومې ټاکنې ځنډول شوې نه دی او پر ۱۹۵۲ کال چې دا هېواد د کوریا جګړې په منځ کې و بیا هم پکې ټاکنې وشوې.