"پر فېسبوک مې ولیکل چې کورونا وېروس لرم، پولیسو ونیولم"

مایکل لین برندین

د عکس سرچینه، TYLER COUNTY SHERIFF'S OFFICE/ GETTY

د عکس تشریح،

مایکل لین برندین

ځینې خلک د کورونا وېروس د خپرېدو په درشل کې د "جعلي خبرونو" د خپرولو له کبله نیول شوي دي. د بشر حقونو سازمانونو په دې اړه اندېښنه ښوودلې ده.

مایکل لین برنډین پوهېده چې د فېسبوک تبصره به یې د پارونې لامل شي، خو نه پوهېده چې د هغه د نیول کېدو، له کاره د ګوښه کېدو او د یوې لګښتي قضايي دوسیې د پرانیستلو سبب به وګرځي چې ښايي پښې یې تر زندانه وڅکوي.

د مارچ میاشتې یو ماسپښین و، پر فېسبوک د کورونا وېروس (کوویډ -۱۹) د احتمالي خپرېدا د مخنیوي تاوده بحثونه روان وو.

همدا وو چې د هغه په وینا، هوډ یې وکړ "یو ډول ټولنیزه ازموینه وکړي".

هغه پر خپل فېسبوک ولیکل چې د ازموینې پایله یې مثبته ده او ډاکټرانو هغه ته ویلي چې کورونا وېروس اوس د هوا له لارې هم لېږدي.

پر فېسبوک له هغه سره د همدردۍ او حیرانتیا ډک غبرګونونه وښودل شول.

دی وايي "ډېرو غبرګونونه وښودل او ډېرو ملګرو مې راته ولیکل چې ښه خو یم، له دې کبله مې دوی ته ولیکل چې دا جعلي خبر و."

خو په ریښتینې نړۍ کې بیا پېښې تر دې لا ډېرې جدي وې.

د مایکل د اوسېدو ځای د امریکا ټکساس ایالت په ټایلر سیمه کې د کورونا وېروس خبرونه د ځنګلي اور په شان ژر خپرېدل.

خو لاهم په کور د کېناستو یا قرنطین لپاره څو ورځې پاتې وې او خلکو د خپل ډاډ او ځان ساتنې پخاطر د دغه نه لیدل کېدونکي قاتل پر وړاندې له روغتونونو سره اړیکې نیولې.

د نیولو حکم

پولیسو له مایکل سره اړیکه ونیوه او له هغه یې وغوښتل چې خپل پوست سم کړي او په ډاګه ووايي د ازموینې په حال کې دی. هغه هم پر دې غوښتنه عمل وکړ.

خو نورې ګنګوسې ډېرې شوې وې او ددغه داستان بله فېسبوکي تبصره د ټایلر د سمې د اوسېدو د پولیسو پر پوستې پورې اړه لرله: "د ولسوال په رسمي شکایت، قاضي جاک د جعلي خبرونو د خپرولو په تور د بلانشټ د برنډین د نیولو امر وکړ".

مایکل برنډین ځان پولیسو ته وروپېژانده او د هغه لپاره یې د زرو ډالرو د وثیقې امر وکړ.

د عکس سرچینه، Michael Lane Brandin

د عکس تشریح،

د مایکل برنډین په وینا، د "ټولنیزې ازموینې" هوډ یې کړی و

د هغه په وینا "دا چې قاضي تر سبا ګهیځ پورې کار ته نه راتله، ما ته یې وویل شپه باید په توقیفځي کې تېره کړم. په خپل عمر کې دومره نه وم اندېښمن شوی."

نو ښاغلی برنډین د محکمې وخت ته په تمه و. خو پر خپل جدي وضعیت سربېره لاهم ډاډمن نه و چې پخپل دې کار د شرم احساس وکړي او که نه.

په ګرده نړۍ کې

یوازې امریکا هغه ځای نه دی چې ښايي تاسو به د کورونا وېروس په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرولو له کبله ونیول شئ.

له هند، مراکش، تایلنډ، کمبوډیا، سومالیا، ایتیوپیا، سنګاپور، بوټسوانا، روسیې او جنوبي کورا هم د ناسمو معلوماتو له کبله د نیونو خبرونه خپاره شوي.

ځینې دا ناسم مالومات د ناوړه نیت په خاطر جوړ او خپاره شوي.

په کینیا کې رابرټ الای دا مهال په ضمانت خوشی شوی، خو ښايي د کورونا وېروس په اړه د یوه ټویټ له کبله لس کاله بندي شي.

دی اوس ۴۱ کلن دی، درې ورځې له دې کبله بندي شو، چې ویلي یې وو د مومباسا ښار سمندرغاړه کې یې د وېروس په اړه خبرونه اورېدلي.

د عکس سرچینه، Robert Alai

د عکس تشریح،

رابرټ الای زندان کې

ښاغلی الای د جمعې په ورځ ونیول شو او تر دوشنبې -د قاضي تر لیدو پورې- په زندان کې و. دی وايي، تر هغو یې چې اعتراض نه و کړی، هېچا په زندان کې د ټولنیز واټن قواعد نه مراعاتول.

"له ډېرو نورو زندانیانو سره پر وچه ځمکه ویدېدم. ما ته یې هېڅ نه و راکړي ان ماسک مې هم نه درلود. تر ډېر شکایت وروسته یې له نورو بندیانو جلا کړم."

ښاغلی الای یو مشهور وېبلاګ چلوونکی چې پر دولت نیوکې کوي او پر ټوېټر کابو یو میلیون مینه وال لري.

د کینیا پولیسو بي بي سي ته ددغه رپوټ په اړه له غبرګون ښودلو ډډه وکړه، خو دې قضیې ته ورته جزییات یې پر ټوېټر خپاره دي.

د کینیا د جرایمو څېړلو مرکز مشر "د کورونا وېروس په اړه د ناسمو او ځوروونکو مالوماتو خپرولو پخاطر" په موینګي ښار کې د یوه کس د نیول کېدو خبر خپور کړی چې په وینا یې "د کمپیوټر له لارې قصداً یا سهواً د ناسمو خبرونو د خپرولو پخاطر -چې وېره یې خپره کړې- باید محاکمه شي.

د کینیا چارواکو څو ځله له خلکو غوښتي چې د ناسمو خبرونو او ګنګوسو له خپرولو ډډه وکړي.

د ښاغلي الای له نیول کېدو یوه ورځ مخکې، د کینیا د روغتیا وزیر موتاهي کاګويي ویلي وو "دا ګنګوسې باید ودرول شي... خو پوهېږو چې یوازې غوښتنې کفایت نه کوي، موږ یې باید ځینې عاملین ونیسو".

ښاغلی الای ډاډه دی چې معلومات یې سم وو او له هېڅ قانون یې سرغړونه نه ده کړې، خو بي بي سي د هغه دا ادعا نه ردولی او نه یې سموالی تاییدولی شي.

دی وايي: "نور وېبلاګ چلوونکي هم نیول شوي او ښکاري چې پر خواله رسنیو له کورونا وېروس سره هر ډول اړیکه لرونکی مطلب اوس دروند جرم ګڼل کېږي. زه له نیونو سره مخالفت نه لرم او زما په اند دا ډېره مهمه ده پولیس باید خپل کار وکړي، خو دوی باید پر سمو خلکو پام ورټول کړي".

د عکس سرچینه، Sikandar Cuttrack

د عکس تشریح،

ښاغلی علی ښايي په ۳ کاله بند محکوم شي

په محکمه کې د ښاغلی الای د محکومیت په صورت کې، ښايي نوموړی له ۴۷ زرو ډالرو جریمې یا لسو کلونو زندان سره مخامخ شي.

د نیونو دوام

په هند کې هم سکندر علي پر ټوېټر له ځايي چارواکو د پوښتنو له کبله د محاکمې په تمه دی.

دده په وینا، "ما یوازې هڅه وکړه چې پولیسو او چارواکو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ یوه مشکوکه پېښه معرفي کړم. په دې اړه مې څو ټویټونه وکړل، خو پولیسو د وېرې خپرولو له کبله ونیوم. فکر نه کوم دا مې ناسم کار کړی. پولیس ډېر بې دلیله غبرګون وښود. کورونايي وضعیت پولیس لا ډېر پیاوړي کړي دي."

د عکس سرچینه، Dr Li Wenliang

د عکس تشریح،

ډاکټر لي د عامو خلکو د پوهولو د هڅو له کبله په چین کې په ملي اتل بدل شو

ښاغی علي ښايي په ۳ کلونو زندان محکوم شي. هغه یو سیاسي فعال دی او پر دې ګروهه دی چې نیول کېدل یې له سیمه ییز حکومت سره د مخالفت له کبله ترسره شوي.

خو پولیس دا تور ردوي. د اودیشا د پولیسو مشر وايي، هدف یې پر خواله رسنیو د ناسمو معلوماتو د خپرېدو او اندېښنو د خپرېدو مخنیوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي: "ډېر زیات انټرنېټي مالومات ورځي او د کورونا وېروس په اړه د ناسمو معلوماتو مخنیوی باید په نړۍ کې ټولو هېوادونو ته ځانګړی اهمیت ولري.