کورونا وېروس: قرنطین کې پر میندوارې مېرمنې څه تېریږي؟

حامله مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

نړيوال د کورونا وېروس له خطر سره مخ دي، خو هغه مېرمنې چې د ماشوم تمه لري باید لا زیات احتیاطي تدابیر ونیسي. له دې ډلې تهمینه قریشي هغ مېرمن ده چې خپلې خاطرې یې له بي بي سي سره شریکې کړي دي.

تمه وه چې راتلونکې اونۍ زما ماشوم وزېږیږي- ډاکټر ویلي وو زه له خطره ډک حمل لرم. په داسې حال کې چې زه باید د نورو میدوارو مېرمنو پرتله زیات یعنې هره دویمه اونۍ ډاکټر یا روغتون ته د معاینې لپاره ورتلی.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې کله چې د کورونا وبا خپره او بیا قرنطین پیل شو، روغتون ته مې تګ کم شو او زیاته یې کړه چې روغتون ته به چې کله هم تله سفر به یې له ستړیا، وېرې او خطر څخه ډک و.

درې ورځې د مخه ډاکټر د چېک اپ لپاره وروغوښتم، زه خو مې مېړه بېولم، خو هغه د دوو میاشتو پخوا په څېر ما سره روغتون ته نشو تللی، ځکه په ټولنیز ډول په روغتونونو کې هم ځینې تدابیر نیول شوي، یعنې چې په روغتون کې څومره بیروبار کم وي هغومره ښه وي.

د قرنطین له امله زموږ کور ته نژدې څو سیمې تړلي دي، کله چې بهر وځم لارو ته باید وګورم چې کوم اړخ ډېرې تالاشۍ لري ځکه په تالاشۍ ډېر وخت لګیږي او په دې توګه اضافي وخت د دې د وبا له خطر سره تېرېږي.

کله چې دا وېروس خپور شو، په روغتون کې ناڅاپه بېروبار ډېر شو، ما چې په کوم روغتون خپله درملنه کوله، هغه روغتون ته به چې هرڅوک ننوته معاینه (سکرینېنګ) کېده به.

اوس له روغتونونو بهر بیروبار کم شوی او سیار کلینیکونو خپل کار پیل کړی، ان زما چېک اپ هم په انلاین بڼه ترسره شوی.

تاسې کولی شئ روغتون ته تر تګ مخکې اړیکه ونیسئ او خپل حالت ډاکټر ته ووايئ، چې وکولی شو روغتون کې د میندوارو مېرمنو بیروبار کم کړو. ډاکټران هم اوس هره میندواره مېرمن روغتون ته نه ورغواړي، بلکې زما په څېر ناروغان ورغواړي د چا په میندوارۍ کې چې ستونزې وي یا د ماشوم زېږېدو ته یې وخت کم پاتې وي.

د دې وبا له امله زما خپګان او ذهني فشار زیات شو، د میندوارۍ پېر پخپله یو ستونزمن او له فشاره ډک پېر دی. په دې وخت کې دې باید رواني او فزیکي حالت بدلون ومومي، په ځانګړي ډول د راتلونکي ماشوم خوندیتوب ته باید لا زیات لومړیتوب ورکړل شي.

اوس د دې وبا له امله روغتون تګ د دې لپاره هم ستونزمن شو؛ ځکه چې پخوا تر دې ډېر احتیاط نه کېده، اوس ماسک او لاسماغګان باید واغوندئ.

کله کله باید په روغتون کې درې -درې ګړۍ کینئ. لومړی خو به تږي کېدو یا وږي کېدو نو بیا به مو څه خوړل، خو اوس دا خطر هم شته که د خوړو لپاره ماسک لېرې کړو، د روغتون په فضا کې باید سا واخلو بیا خواړه خورو یا څه به څښو. نو د دې لپاره که دوه ساعته راباندې وځي او یا څلور ساعته اړ یو چې په لوږه او تنده یې تېره کړو.

ښايي د لوږې له امله ستړیا ډېره احساس کړو، اوس چې کور ته راشم دا مې دوه برابره وخت نیسي، چې له دې ستړیا خلاصه شم، خپل موبایل او عینکې په مېکروب ضد درملو مینځم، ماسک او لاسماغوګان وباسم، جامې بدلوم او هغه نورې مینځم، خپله لامبم دا هغه څه دي کله چې کور ته په ننوتو یې کوم.

د ماشوم زېږېدو لپاره مې څه ځانګړی چمتووالی نه دی نیولی، کله مې چې د توکو پېرل پیل کړل، قرنطین پیل شو.

لږ څه مې پیرلي وو، خو اوس پوهېږم چې ډېرو توکو ته اړتیا لرم، ما د انلاین توکو پېرلو هڅه کړې، اوس هم په انتظار کې یم، چې په یوه اونۍ کې دا توکي راوسپارل شي، خو بیا هم که کوم څه پیدا کړم، د راوړلو ستونزه یې وي.

ماته معلومه ده چې زما ماشوم په نورمال حالت کې نړۍ ته نه راځي، دا خو مې د مخه لا ویلي وو چې زه له خطره ډک حمل لرم، خو ټولنیز حالت ته په کتو زه اټکل کوم هېڅوک به زما او زما د ماشوم لیدلو لپاره روغتون ته د راتلو زړه ښه نه کړي او کله چې کور ته ستنه شم، خپل او خپلوان به مې هم د مبارکۍ لپاره ژر رانه شي.

خو اوس ماته زما د ماشوم روغتیا او ژوند مهم دی، ما په قرنطین وخت کې هره سپارښتنه عملي کړې او کوښښ مې کړی چې له ډېرو کمو خلکو سره وګورم.

په عادي شرایطو کې ښايي زه دا ښه خبر ډېرو ملګرو او خپلوانو سره شریک کړم، خو ما د احتیاط له مخې دا کار نه دی کړی.