چین د کورونا وېروس سرچینې په هکله د څېړنې غوښتنه رد کړه

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

چین وايي، د نړیوالې څېړنې هدف سیاسي دی

چین د کورونا وېروس د اصل یا سرچینې په هکله د یوې پرې نړیوال څېړنې یا تحقیق غوښتنې رد کړې دي. په برتانیا کې یوې لوړ پوړې دیپلوماتې، چېن وین بي بي سي ته وویل، دغه غوښتنې سیاسي هدفونه لري او له وېروس سره د چین مبارزې تمرکز بل لور ته اړوي.

د دغه وېروس د سرچینې او دا چې په لومړي سر کې څنګه دغه وېروس خپور شو، له هېوادونو سره د ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کولای شي.

داسې باور کېږي چې دغه وېروس لومړی ځل د چین ووهان ښار له یوه بازاره خپور شو، چې سارايي ژوي پکې پلورل کېدل. بل لور ته د اروپايي ټولنې په یوه رپوټ کې پر چین تور پورې شوی، چې د دغه کړکېچ په هکله یې ناسم معلومات خپاره کړي دي.

د اروپايي ټولنې بهرنیو فعالیتونو خدمتونو څانګه وايي، روسیې او تر یوه بریده چین په اروپايي هېوادونو او شاوخوا سیمه کې 'د توطئې کیسې په نښه کړې ' دي. د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له کورونا وېروس سره د چین پر مبارزې بیا بیا لفظي بریدونه کړي دي.

د امریکا میسوري ایالت پر چین حکومت تور پورې کړی، چې د وېروس مخنیوي لپاره ډېر څه نه کوي او دوی یې له دې کبله محکمې ته شکایت کوي. ساینسپوهانو بیا پر هغو ګوماني خبرو یخې اوبه تویې کړې چې ګواکې کېدای شي دغه وېروس د چین ووهان ښار په یوه لابراتور کې تولید شوی وي.

چین پر څه اعتراض لري؟

د دغې وبا خپرېدو له لومړي سره له چینه داسې غوښتنې کېدې چې نړیوالې څېړونکو ته اجازه ورکړي چې معلومه کړي، د وېروس خپرېدل څنګه پیل شول. د پنجشنبې پر ورځ د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن وویل، راتلونکې میاشت به د روغتیا نړیوالې شورا په غونډه کې، چې د روغتیا نړیوال سازمان لپاره پالیسي چمتو کوونکې اداره بلل کېږي، د دغسې یوې څېړنې پر پیلېدو ټینګار وکړي.

اسټرالیا د دغې شورا د اجراييه مشرتابه حیثیت لري.

دغه شورا 'د زده شوي سبق ' ارزونې پر غوښتنو د خبرو پلان هم لري.

خو اغلې چېن بي بي سي ته وویل، هېواد یې هېڅ ډول نړیواله څېړنه نه شي منلای. هغه وايي:

''خپلواکه څېړنه سیاسي انګېزه لري. ''

نوموړې زیاتوي:

''موږ همدا اوس له وېروس سره مبارزه کوو، زموږ ټول پام له وېروس سره مبارزې ته دی. ولې په دې اړه د څېړنې خبرې وکړو؟ دا به نه یوازې پام بل لور ته واړوي، بلکې وسایل به هم بل ځای ولګول شي. دا یوه داسې چاره ده چې سیاسي انګېزه لري، زه فکر کوم هیڅوک له دې سره نه شي موافق کېدای... دا به هیچا ته هیڅ ګټه و نه کړي. ''

اغلې چېن وايي، د کورونا وېروس په هکله ډېرې ګنګوسې شته، خو په خبره یې دا ناسم معلومات او ادعاوې خطرناک دي او په خبره یې دا سیاسي وېروس دی، چې د کورونا وېروس په څېر خطرناک دی.

اروپایان څه وايي؟

رپوټ وايي:

''د روسیې او تر دوی یو څه کم حده پورې چین او ځینې نور حکومتونه او چارواکي احتمالاً پر عامې روغتیا د دې له ناوړه اغېز سره - سره پرلپسې په اروپايي هېوادونو او شاوخوا پراخه سیمه کې د توطئې کیسې او ناسم معلومات په نښه کوي. ''

د رپوټ لیکوال وايي، پر خواله رسنیو د 'چین پټ فعالیتونو ' په تړاو هم رپوټونه شته چې پر ټویټر د داسې شبکو تړاو له چینايي حکومت سره په رپوټونو کې ښوول کېږي.

په رپوټ کې دغه راز د روسیې نوم اخیستل شوی چې وايي، د کریملین اړوند سرچینې او د دغه هېواد دولتي رسنۍ پرلپسې ناسم معلومات خپروي او په همغږي توګه داسې پلان شوي پروګرام پر مخ بیايي چې د وېروس مخنیوي په چارو کې د اروپايي ټولنې د رول په اړه منفي دی او دغه راز د کورونا وېروس د سرچینې او روغتیايي اغېزو په هکله بې بنسټه ګنګوسې خپروي.