ایا کورونا وېروس له مړو نه ژوندیو کسانو ته هم لېږدي؟

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

که سم تدابیر ونیول شي نو ممکنه ده چې د کورونا وېروس ناورغ مړی په درناوي سره خاورو ته وسپارل شي

په ګرده نړۍ کې له کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو کسانو داسې وېروونکې صحنې لیدل کېږي چې ګواکې دا مړي هېڅ خپل خپلوان نه لري چې پر دوی وژاړي.‌

دا ډول انځورونه نه یوازې د مرګ په اړه د خلکو په زړونو کې وېره پیدا کوي، بلکې د دې لامل کېږي چې خلک د مړي له جسده هم وډار شي.

خلک ځکه ډارېږي چې فکر کوي د کووېډ-۱۹ ناروغانو مړي هم دا وېروس ژوندیو ته لېږدولی شي.

نو پوښتنه دا ده چې ایا د کوویډ-۱۹ له ناروغۍ د مړو شویو کسانو جسدونه خوندي دي چې باید جنازه یې وشی؟ ایا د قرباني شویو مړي باید خښ کړل شي او که وسیځول شي؟

ایا د مړو جسدونه کوویډ-۱۹ لېږدولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هغه کسان جې مړی لېږدوي، باید د وېروس ضد مناسب کالي واغوندي

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، که چېرته اړین احتیاطي تدبیرونه ونیول شي نو د مړو له جسد څخه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو هېڅ دلیل نه شته.

سارس-کو-۲ وېروس چې د دې ناروغۍ لامل دی، تر ډېره د انسان له بدنه کوچنیو څاڅکو سره لېږدي، د بېلګې په توګه،‌ کله چې خبرې کوي، پرنجېږي یا ټوخېږي.

خو دا وېروس، پر ځینو کلکو سطحو یا شیانو تر څو ورځو پورې پاتېدلی شي.‌

د پان امریکن روغتیايي سازمان ویاند ویلیم ابو کرو د روانې میاشتې لومړیو کې یوې خبري غونډې ته وویل: "تر اوسه، هېڅ داسې ثبوت نه شته چې ګنې له مړو دې ژوندیو ته دا وېروس ولېږدي."

ایا دا وېروس د مړي‌ په بدن کې ژوندی پاتېدی شي؟

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د ځینو مړو بدن کې وېروسونه ژوندي پاتې کېدلی شي، نو ځکه باید احتیاط ورسره وشي

کارپوهان وايي، سمه ده چې مړی دا وېروس ژوندیو ته نه لېږدوي، خو دا په دې مانا هم نه ده چې ګنې موږ وایو چې ساري نه دی.

خلک نه باید له مړي سره دومره مینه وکړي چې غېږه ورکړي یا یې ښکل کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په تېره مارچ میاشت کې سپارښتنه وکړه چې "له خونریزۍ لرونکې تبې پرته (لکه ایبولا او ماربورګ) او کولرا، د مړو بدن په عمومي ډول ساري نه دي.

خو هغه کسان چې د تنفسي سیستم اړوندو شدیدو ناروغیو له کبله مري، لاهم پخپلو پښتورګو او نورو غړو کې ژوندي وېروسونه لرلی شي.

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړیو شویو کسانو خپلوان باید د دې خبرې تضمین وکړي چې د مړي جسد د تجربه لرونکو او مسلکي کسانو، لکه د مړو د خښولو د ځانګړو کارمنانو له خوا خاورو ته وسپارل شي او یا وسیځل شي.

ایا جنازه باید وشي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې جنازه کې باید ډېر کسان ګډون ونکړي

په ځینو سیمو کې، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله ډېرې مړینې د دې لامل شوي‌ چې د جنازې مراسم ګران او له جنجاله ډک وي‌.‌

د ټولنیز واټن د مراعاتولو لارښود له مخې، په خینو هېوادونو کې د جنازې پر مراسمو بندیز لګول شوی.

خو ځینو هېوادونو بیا اجازه ورکړې ده،‌ خو په دې شرط چې محدود کسان ګډون پکې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د مړو کورنۍ او ملګري کولی شي چې مړی وګوري،‌ خو په دې شرط چې دې برخه کې اړوندو شرایطو ته پام وکړي.‌

دوی باید د مړي بدن لمس نه کړي، نه یې ښکل کړي او باید د مړي له لیدلو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون پاک ومینځي او خپلو منځو کې لږ تر لږه یو متر واټن مراعات کړي.

په سپارښتنو کې راغلي، د سالنډۍ لرونکي کسان باید د جنازې مراسمو کې ګډون ونه کړي، یا باید لږ ترلږه د عفونت د خپرېدو د مخنیوي پخاطر مخ ماسکونه واچوي.

ماشومان او هغه کسان چې عمرونه یې تر ۶۰ کلونو لوړ وي، یا یې د بدن دفاعي سیستم کمزوری وي، باید له مړي سره مستقیمه اړیکه ونه لري.

مړي باید وسیځل شي او که خښ کړل شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هېڅ اړتیا نشته چې د کورونا وېروس ناروغ له مړي نه په بیړه ځان خلاص کړئ

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د مړو خښول او سیځل دواړه د منلو وړ دي.

یاد سازمان وايي: "دا ګنګوسې ډېرې شوې چې د ساري ناروغۍ له کبله مړه شوي کسان باید وسیځل شي، خو دا خبره سمه نه ده. د مړو سوځول پر کلتور پورې تړلې اختیاري مسله ده."

په لارښوونو کې دا هم راغلي، هغه کسان چې له مړو سره سر و کار لري، د بېلګې په توګه په قبر کې د مړي د اېښودو پرمهال باید لاسماغوګان ولري او له دې عمل مخکې او وروسته خپل لاسونه سم په اوبو ومینځي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ضرور نه ده چې د کوویډ-۱۹ له کبله دې له مړه شوي کس ژر ځان خلاص کړل شي.

دا هم ضرور نه ده چې د مړي اړوند شیان دې وسیځل شي، خو باید پاک کړل شي او جامې یې په یوه داسې یوه ماشین ومینځل شي، چې د حرارت درجه یې د ۶۰ او ۹۰ ترمنځ وي.

بله لاره یې دا ده چې په جوش اوبو کې غوټه کړل شي او په یوه لوی ستل کې په صابون ومینځل شي او اړولو راړولو کې له لرګي کار واخیستل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هر حالت کې باید د مړو کرامت وساتل شي،‌ او کلتوري او دیني ارزښتونو ته درناوی وشي.