کورونا وېروس: د ماشومانو واکسین په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه او د نړۍ وروستی حال

کورونا واکسین

د عکس سرچینه، UNISEF

د عکس تشریح،

ملګروي ملتونه : ښايي سلګونه زره ماشومان دژوند ژغورونکو واکسینو له ترلاسه کولو محروم پاتې شي.

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو تایید شوی شمېر له ۲۳۳ زرو تنو اوښتی، د ټولټال تایید شویو ناروغانو شمېر له درې میلیونه دوه لکو کسانو ډېر شوی دی.

بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له کورونا وبا سره د تګ راتګ او لیږد نظام پر وړاندې پراته خنډونه د دې لامل کېدای شي چې سلګونه زره ماشومان دژوند ژغورونکو واکسینو له ترلاسه کولو محروم پاتې شي.

د دغې وبا له کبله ملکي هوايي چلن هم اغېزمن شوی دی، چې له کبله یې پر چارټر الوتنو هم اغېز شوی دی. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسف وايي، مانا یې دا ده چې لګسونه هېوادونه د واکسینو ختمېدو له احتمالي خطر سره مخامخ دی.

بل لور ته د مې لومړۍ نېټې پر مهال د کارګرانو نړیواله ورځ د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې داسې حال کې لمانځل شوې، چې د کوویډ - ۱۹ ناروغي مخنیوي لپاره اړین اقدامات په پام کې نیول شوي وو.

د جان هاپکنز پوهنتون په تازه معلوماتو کې ویل شوي، چې تر اوسه یو ملیون او ۱۴ زره کسان په ټوله نړۍ کې له دې ناروغي رغېدلي دي، خو تر اوسه معلومه نه ده داسې څومره کسان له دغې ناروغۍ ښه شوي دي، چې معاینات یې نه و شوي یا پکې وېروس نه دی تشخیص شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحدو الاتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، داسې ثبوتونه یې لیدلي چې ښيي کوویډ - ۱۹ وېروس د چین ووهان ښار په یوه لابراتوار کې رامنځته شوی، خو ښاغلي ټرمپ په دې تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړي.

بل لور ته د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو برعکس امریکايي څارګرې ادارې وايي، دوی داسې پایلې ته رسېدلي چې دغه وېروس د انسان په لاس نه دی تولید شوي او نه هم د جنیټکي بدلون له لارې رامنځته شوی دی. بل لور ته د امریکا فدرالي څارګرو د دغه هېواد له ټکساس پوهنتونه غوښتي چې د چین له ووهان ویرولوژي انسټیټیوټ سره د خپلو اړیکو اړوند اسناد ورکړي.

امریکايي چارواکي له دغه انسټیټیوټه ټولې نړۍ ته د کورونا وېروس احتمالي خپرېدو په هکله پوښتنې ګروېږنې کوي. د امریکا پوهنې چارواکو په یوه لیک کې له ټکساس پوهنتون مسوولینو د داوړ ادارو تر منځ د هوکړو او یا ډالیو اړوند اسنادو غوښتنه کړې.

د برتانیا عامې روغتیا وزیر مټ هنکوک بیا وايي، د دغه هېواد حکومت د اپریل تر پایه هره ورځ د یو لک کسانو معاینه کولو هدف ته رسېدلی دی، چې په وینا یې د دغې میاشتې پر وروستۍ ورځ د معاینه شویو کسانو شمېر ۱۲۲ زره کسانو ته رسېدلی.

نوموړی وايي، (د وېرس مخنیوي لپاره معاینات ډېر اهمیت لري.) د تازه شمېرو له مخې برتانیا کې د ۷۳۹ کسانو له مړینې وروسته په دغه هېواد کې د ټولټال مړینو شمېر ۲۷۵۱۰ کسانو ته رسېدلی دی.

بل لورته په فرانسه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۸ تنه مړه شوي او په دې سره په دغه هېواد کې د کوویډ-۱۹ له امله د مړو شمېء ۲۴ زره او ۵۹۴ ته لوړ شو.

په تېرو دوه اونیو کې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د مړینې او مثبتو پېښو شمېرې مخ په کمېدو دي.