کیم جونګ اون له درې اونۍ تری تم کېدو وروسته راڅرګند شوی
کیم جونګ اون د جمعې په ورځ د کیمیاوي سرې د یوې کارخونې پرانیستلو او ریتاړې غوڅولو پرمهال راڅرګند شو
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له درې اونۍ تری تم کېدا وروسته په رسمي مراسمو کې راڅرګند شوی. د دغه هېواد دولتي تلوېزیون د جمعې په ورځ د کیمیاوي کود د یوې کارخونې د پرانیستلو پرمهال د کیم جونګ اون راڅرګندېدل وښودل. تېرې درې اونۍ داسې ګنګوسې وې چې ګنې د ښاغلي اون روغتیايي وضعیت مخ پر ځوړ شوی او یا مړ شوی دی.
دولتي تلوېزیون د جمعې په ورځ د یادې کارخونې د پرانیستلو پرمهال داسې انځورونه خپاره کړي چې ښاغلی اون پکې د پرانیستلو پټۍ پرې کوي.
د دغې کارخونې کارمنو د نوموړي په لیدو چکچکې او خوشالۍ وکړې.
د ښاغلي اون د تری تم کېدو په اړه هغه وخت ګنګوسې ډېرې شوې چې د دغه هېواد د بنسټګر او دده د نیکه کیم ایل سونګ د زوکړې ورځې رسمي مراسمو کې نوموړی نه و.
نوموړی د اپرېل له ۱۲ راهیسې راڅرګند نه شو.
ویل کېږي ۳۶ کلن کیم جونګ اون د وینې فشار او د لوړې کچې خواږه لري.
د شمالي کوریا تلوېزیون ویلي، د کارخونې کارمنو د کیم جونګ اون په لیدو خوشالۍ وکړې
کله چې د امریکا له ولسمشر نه د ښاغلي اون د راڅرګندېدو په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي خبریالانو ته له څه ویلو ډډه وکړه.
ځینو سرچینو "ډیلي اېن کې" ورځپاڼې ته ویلي، دوی ته خبر رسېدلی، کیم جونګ اون د زړه او د وینې د رګونو له ستونزو کړېږي.
د کیم جونګ اون د روغتیا په اړه په امریکايي رسنیو کې ګنګوسې هغه مهال ډېرې شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چارشنبې په ورځ وویل، په شمالي کوریا کې چارواکو په وروستیو کې کیم جونګ اون نه دی لیدلی.
خو د جنوبي کوریا حکومت او د چین استخباراتي سرچینو رویټرز ته وویل، دا ادعاوې ناسمې دي.