کاناډا په شخصي توګه د جنګي وسلو لرلو بندیز ولګاوه

Justin Trudeau

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

جسټن ټروډو د جمعې په ورځ (د مې لومړۍ) وویل، دا بندیز به سم لاسي له نن پلي شي، که څه هم په قانون کې د دا ډول وسلو د دوه ځله چیک کولو لپاره دوه کاله وخت لري.

د کاناډا صدر اعظم جسټن ټروډو د شاوخوا ۱۵سوه جنګي وسلو پر خوندیتابه او پېر او پلور بندیز ولګاوه، دا پرېکړه د ښاغلي ټروډو د ټاکنیزو شعارونو یوه برخه وه، چې تېر نومبر کې یې درلودې، دا پرېکړه څو اونۍ وروسته له هغې کېږي چې تېره اونۍ په نواسکوشیا ایالت کې ډزې وشوې.

په یاده پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي وو او دا د کاناډا په تاریخ کې خونړۍ پېښه ګڼل شوې وه، بریدګر د کاناډا له ځانګړي پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.

جسټن ټروډو د جمعې په ورځ (د مې لومړۍ) وویل، دا بندیز به سم لاسي له نن پلي شي، که څه هم په قانون کې د دا ډول وسلو د دوه ځله چیک کولو لپاره دوه کاله وخت لري.

هغه زیاته کړه، دولت ورته د لایحې په جوړولو بوخت دی چې پارلمان به له تصویب وروسته دولت ته اجازه ورکړي منع شوي وسلې ددوی له څښتنانو وپېري.

ښاغلي ټروډو خبري غونډه کې دا نوی قانون داسې روښانه کړ او ویې ویل چې په دې هېواد کې د وسلې ډېری څښتنان قانون پلی کوي خو دا چې په شخصي بڼه د وسلې ساتل نه عامه ګټه لري او نه هم د ډاډ وړ کوم ښه لامل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

تېره میاشت د کاناډا نواسکوشیا ایالت کې ډزو لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل

هغه وویل: "دا ډول وسلې یوازې یوې موخې ته جوړې شوي: هغه دا دي چې ډېر انسانان په کم وخت کې له منځه یووړلی شي، تاسې د ښکار لپاره اې ار ۱۵ ته اړتیا نه لرئ."

اې ار ۱۵ د امریکا له مشهورو اتوماتیکو وسلو څخه ده، چې د لوېدیځ کلاشنیکوف لقب یې خپل کړی او په امریکا او کاناډا کې په دې وروستیو څو کلونو کې یوه وژونکې وسله ګڼل شوې.

د جنګي وسلو په اړه د ښاغلي ټروډو دا لایحه نوې نه ده، هغه له تېرو ۳ کلونو راهیسې چې کاناډا کې څو لویې خونړۍ پېښې وشوې، په ځلونو یې ددې په اړه ژمنه کړې وه، که څه هم تېره میاشت کله چې په نواسکوشیا ایالت کې خونړۍ پېښه وشوه او له امله یې ۲۲ کسان ووژل شول دې لایحې ته یې زمینه برابره کړه.

په ۲۰۱۷ کې یوه بریدګر د کېبک په سیمه کې پر یوه جومات برید وروړ او همداراز په ۲۰۱۸ کې د دې هېواد پلازمېنه ټورنټو کې هم یوه بریدګر د ټوپک شپېلۍ پر عام ولس واړوله، کاناډیانو وغوښتل چې په لویو غونډو کې دې وسلې بندې شي.