کورونا وېروس: اروپا کې سلمانۍ باید نوي‌ اصول مراعت کړي

A hairdresser cuts a customer's hair in Leonberg, Germany

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جرمني چارواکو د سلماني سالونونو لپاره نوي مقررات وضع کړي چې د ماسک کارول هم پکې لازمي دي

په جرمني او نژدې په ټوله اروپا کې له هغو قرنطین بندیزونو وروسته چې د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۳ مه پیل شوي، لومړی ځل د سلمانۍ سالونونه پرانیستل کېږي، خو د کاروبار ډول به یې له پخواني هغه بېل وي.

دغه هېواد کې د اقتصاد او ټولنیزو چارو وزارتونو د نویو مقرراتو له مخې باید د هټیوالو او مشتریانو تر منځ لږ تر لږه یو نیم متر واټن په پام کې ونیول شي او وايي، ښه به دا وي چې د مصنوعي هوا له لارې ویښته وچ نه شي.

د مشتري د ویښتو له سمولو یا پرې کولو مخکې د لمدولو یا پرېمنځلو لپاره باید دستکش یا لاسمالغو وکارول شي، خو د ویښتو پرې کولو لپاره بیا داسې کول اړین نه دي بلل شوي.

د نویو مقرراتو له مخې مخامخ بانډار هم ممنوع بلل شوی او مشتریان د ویښتو سمولو یا رنګولو لپاره یوازې کولای شي، د واټن په نظر کې نیولو سره د هندارې له لارې له هټیوال سره خبرې وکړي.

چارواکي وايي، دې مقرراتو ته ځکه هم باید ډېر پام وشي چې سلماني طبیعتاً یو صمیمانه کار دی.

د نن سبا قرنطین حالت کې د خلکو د ویښتو بڼې او ډول په هکله د برلین څنډو په پرنزلایور سیمه کې د هارمز ویښتو سالون شریک څښتن رینو هارمز په خندا وايي:

''ډېر د ملنډو ښکاري. ډېرو خلکو خپل ویښته په خپله پرې کړي، ځینې بیا رنګ هم خپله پرې موښي. موږ ته یې نن سبا یوازې د سمولو کار پاتې دی. ''

د شپږ اونیو قرنطین موده کې د دوی یو شمېر مستقلو مشتریانو د دې لپاره کوپونونه اخیستي چې د نورو برلین اوسېدونکو په څېر یې وروسته وکاروي او د خپلې خوښې وړ دکانونو یا رستورانونو سره مرسته وکړي.

کاروباریانو له همدې کبله د پخواني عاید نژدې ۵۰ سلنه تر لاسه کړی او د کاروبار جاري ساتلو لپاره یې وسیله موندلې، خو رینو بیا له همدې کبله نن ځکه تر ډېره بې مزده کار کوي، چې خلکو یې پیسې له مخکې ورکړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د نوی مقرراتو له مخې نوموړی یوازې کولای شي د پخوا پرتله د نیمايي مشتریانو خدمت وکړي.

نوي مقررات سخت دي، چې له مخې یې باید د مشتري او سالون څښتن تر منځ هیڅ ډول فزیکي اړیکه نه وي، خو له دې سره هم کاروبار پریمانه دی او د برلین په سالونونو کې د نوبت موندل اسان کار نه دی.

د رینو نژدې نیمايي مشتریانو له قرنطین دوې، درې اونۍ مخکې خپل نوبتونه ځکه لغو کړي و، چې پر کورونا وېروس له اخته کېدو ډارېدل.

دی وايي، اوس هم ډېر خلک په زړه نا زړه حالت کې دي، خو بیا هم ډېر خلک د ویښتو سمولو سالونونو کې په نوبت موندلو پسې هڅه او هاند کوي. رینو د ټوکې په انداز وايي:

''خو ځان ښکارونه بیا تر ډار هم مهمه ده. ''

سالونونو ته دا هم ویل شوي، چې د خپلو مشتریانو نومونه او که اړتیا پېښه شي د اړیکې لپاره یې شمېرې او ادرسونه هم ثبت او وساتي.

د قرنطین له نرمښت وروسته په ټوله اروپا کې د ویښتو سمولو سالونونه لومړنی کاروبار دی چې د خپلو دکانونو اجازه ورکړل شوې.

په اسپانیا کې د مې پر څلورمه دغه ډول سالونونو ته په دې شرط اجازه ورکړل شوې، چې ایله ۳۰ سلنه فعالیت به کوي او له مخکې به نوبت ورکول کېږي.

په ډنمارک کې بیا د اپریل پر ۱۷ مه د دغسې اجازې له ورکولو وروسته له لانلاین لارې د نوبت اخیستو تر ټولو لوی سیسټم ویجاړ شو، چې یوې ورځپانې یې مسوولیت پر هغو بې کابو کسانو وراوچاوه، چې د ویښتو سمولو ته یې بیړه وه.