کورونا وېروس: عمران خان د شنبې له ورځې د محدودیتونو نرمولو اعلان وکړ

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
عمران

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

عمران خان وایي، پاکستان دومره اقتصادي توان نلري چې محدودیتونه ډېر وِغځوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د راتلونکې شنبې له ورځې د کورونا وېروس ضد محدودیتونو نرمولو اعلان کړی،‌ خو د تعليمي ادارو د تړلو نېټه يې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې غځولې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، دې هېواد کې د کورونا ویروس د نورې نړۍ پرتله په دومره چټکۍ نه خپرېږي، ځکه يې په محدودیتونو کې نرمي اعلان کړې.

لومړي وزیر عمران خان نن پنجشنبه د قامي رابطه کومېتۍ تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې په دغه هیواد به کې د راتلونکې شنبې له ورځې په محدودیتونو کې نوره نرمي راولي.

د نوموړي په خبره پاکستان ددې جوګه نه دی‌ چې په میاشتو میاشتو همدا محدودیتونه وغځوي.

که څه هم دوو ایالتونو سیند او بلوچستان له وړاندې د دغو محدودیتونو نېټې غځولې دي، خو ښاغلی خان بیا وايي، له ټولو ایالتونو سره تر سلا مشورې وروسته يې دا پرېکړه کړې چې له راتلونکې شنبې په محدودیتونو کې نرمي راولي.

لومړي‌ وزیر عمران خان نن ویلي:

"زموږ په هیواد کې هغسې حالات خراب نه شول لکه څنګه چې په اروپايي هیوادونو کې چې تر موږ شتمن هیوادونه دي، د هغوی روغتونونه ډک شول او له ستونزو سره مخ دي. دا د خدای کرم دی چې په پاکستان باندې هغسې فشار رانغی، چې باید موږ ټول يې شکر وکړو. اوس چې موږ دغه پرېکړه کړې‌ چې باید په دې محدودیتونو کې نرمي وکړو،‌ نو دا مو له ټولو ایالتونو سره تر سلا مشورې وروسته کړې. "

پاکستان کې د کورونا وېروس وروستی وضعیت:

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۲۴ زرو اوښتی دی

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول پاکستان کې د کورونا ېروس ۱۵۰۰ نوې مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي، چې ورسره په دې هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۴۶۰۰ ته رسېدلی.

په دې هېواد کې تر دې دمه ۵۸۵ کسان له کروونا وېروس مړه شوي دي او همدا راز له شپږ نیم زرو ډېر بېرته رغېدلي. د مړینو له پلوه خیبر پښتونخوا ایالت تر ټولو ډېر ځپل شوی.

د لومړي وزیر خان تر دې اعلان وروسته پر خواله رسنیو ګڼو کسانو د نوموړي په دې پرېکړه سختې نیوکې کړې او وايي،‌ په داسې حال کې چې دلته د کورونا مثبتې پېښې او مړینې زیاتېږي، د لا نورو سختیو پر ځای حکومت په محدودیتونو کې نرمي اعلان کړه.

پاکستان چې د مارچ میاشتې په وروستیو کې یې دغه محدودیتونه اعلان کړي وو، تر شاوخوا یوه نیمې میاشتې وروسته پکې د نرمۍ اعلان کوي،‌ خو وايي،‌ تعليمي ادارې به يې د جولای میاشتې تر پنځلسمې لاهم تړلې وي.