کورونا وېروس: له محدودیتونو وروسته نړۍ څنګه نورمال حالت ته ستنېدلی شي؟

Woman walking with the Singapore skyline on the background

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د نړۍ ګڼ هېوادونو پر دې فکر کوي چې څه ډول بېرته عادي حالت ته ستانه شي

په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو کې د کورونا وېروس زور ختلی، حکومتونه د هغو محدودیتونو نرمښت ته چمتوالی کوي چې د دغې وبا خپریدو مخنیوي لپاره یې لګولي وو. که څه هم دا حالت به د هغه پخواني معمول په څېر نه وي چې موږ ورسره روږدي وو، خو د قرنطین نرمښت به بیا هم له څو اونیو وروسته د خلکو او کاروبارونو لپاره د څه نا څه د ارامښت لامل شي.

د نړۍ بېلابېلو برخو کې د کورونا وېروس اغېز هم توپیر درلود او هماغسې به یې له قرنطین حالته د وتلو ستراتيژي هم توپیر لري، خو تر ډېره حده ټول هېوادونه له ورته ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

دلته یې پر هغو مهمو ټکیو غږیږو، چې د قرنطین له پای ته رسېدو وروسته به ورسره مخامخ شو.

د کورونا وبا د دویمې څپې مخنیوی باید وشي:

ساینسپوهان چارواکو ته خبرداری ورکوي چې د قرنطین په ختمولو کې دې بیړه نه کوي، چې د وېروس بیا خپرېدو یا ددوی په خبره، ددویمې څپې مخه ونیول شي.

د انسیډ اقتصاد پوهنځي پروفیسر پوشان دت وايي، په یو شمېر هېوادونو کې د دوو یا دریو اونیو له تېرېدو وروسته د مړینې او نویو ناروغانو د ثبت شمېرې مخ پر لوړ نه وې، خو دا ښايي د عادي حالت یوه هسې ظاهري بڼه وه او د سینګاپور حالت کیسه په دې لړ کې خبرداری راکوي.

سنګاپور د فبرورۍ په وروستیو کې د قرنطین له نرمولو وروسته له چینه بهر تر ټولو ډېر اغېزمن ښار ثابت شو. د دغه یوه ښاري هېواد چارواکو د اپریل په نیمايي کې وویل، چې یوازې په دریو ورځو کې یې د کوویډ - ۱۹ درې زره نوې پېښې ثبت کړې دي.

په جاپان کې هم د وېروس دویم ځل خپرېدو پېښه تکرار شوه. د دغه هېواد په شمالي ښار هوکایدو کې د مارچ پر ۱۷ مه د نویو پېښو شمېر صفر ته وغورځېد، چارواکو قرنطین کې نرمښت وکړ، خو وروسته بېرته اړ شول چې قرنطین او محدودیتونه له سره پلي کړي.

د اقتصادي فعالیتونو پیلولو اړتیا:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بنګله دېش کې ګڼ شمېر کارګر د کورونا وېروس بحران له کبله بېکاره شوي

د قرنطین نرمښت له ډېرو مهمو لاملونو یو هم د هغو ناوړه اغېزو له منځه وړل یا کمول دي، چې د وبا له خپرویدو راوروسته پر لویو او کوچنیو کاروبارونو او دکاندارانو شوي دي.

د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف د اپریل شمېرو له مخې د ۲۰۲۰ کال لپاره په نړیوال اقتصاد کې د مخ پر ځور حالت درې سلنه اټکلوي، په داسې حال کې چې له کوویډ - ۱۹ خپرېدو درې میاشتې مخکې پورې د ودې کچه شپږ سلنه اټکل شوې وه.

دغه راز د کارګرو نړیواله ټولنه (ای ایل او) اټکل کوي چې په رسمي او نارسمي دواړو سکتورونو کې ښايي یو اعشاریه شپږ میلیارده کارګران له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ شي، ځکه په وینا یې ۴۳۰ میلیونه کاروبارونه د (ګډوډۍ له جدي خطر) سره مخامخ دي.

دغه شمېرې حیرانونکې نه ښکاري او د نړۍ په لر او بر کې حکومتونو د کارګرو او کاروبارونو لپاره د مالي مرستو پلانونه چمتو کړي دي.

د ای ایم اف څېړنې مشره ګیتا ګوپي نات وايي، دوی فکر کوي چې نړیوال اقتصاد ته د نهه ټریلیونه امریکایی ډالرو په کچه ضربه رسېږي، چې په وینا یې دا غوره حالت کېدای شي.

کار او دفتر ته په خوندي توګه بېرته ستنېدل:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

چارواکي پر دې هم فکر کوي چې عام خلک څنګه کولی شي چې په خوندي توګه کارونو او دفترونو ته ستانه شي

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه ډېری کارګر نه شي کولای له کورونو خپلې دندې تر سره کړي، له حکومتونو غوښتنې په ډېرېدو دي، چې کارځایونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د بنګله دېش بېلګه په دې لړ کې د یادونې وړ ده، چې دغه ډول فشارونو کار ورکړ او سره له دې چې حکومت قرنطین محدودیتونه د مې تر نیمايي پورې غځولی دي، اړ شو د هېواد مهم اقتصادي ګټندوی سکتور، یعنی د ټوکر یا رخت جوړونې سلګونو کار ځایونو ته اجازه ورکړي چې خپلې دروازې د کارګرو پر مخ پرانیزي.

بنګله دېش چې د ټوکرو یا رخت صادرولو برخه کې دویم نړیوال ځای لري، ۴۵۰۰ کارخانې یې اوس د اروپايي او سویلي امریکا له بازارونو د تقاضا لغو کېدو له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

داسې وېره هم شته چې ښايي د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو کې ټول کار ځایونه ونه توانېږي، د خپلو کارګرو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات وکړي یا ټولنیز واټن په پام کې ونیسي.

خو دا یوازې صنعتي سکتور نه دی چې اغېزمن شوی، بلکې د کارګرو لږوالي له کبله پر کرنیز سکتور هم ورته اغېز شوی، چې له کبله یې بازارونو ته د محصولاتو رسېدول له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

داسې تمه شته چې د قرنطین له نرمښت سره به بڼوال او کروندګر د خپلو محصولاتو له ضایع کولو وژغورل شي.

ښوونځي باید څنګه پرانیستل شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ګڼو هېوادونو د ښوونځیو بېرته پرنیستلو اعلانونه کړي

د معارف لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسف وايي، د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۷۰ یې اړ شوي، چې د اپریل تر پایه پورې خپل بشپړ زده کړیز نظام وتړي، چې د یوه اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې نژدې یو اعشاریه درې میلیارده زده کونکي له دې کبله اغېزمن شوي دي.

ځینو هېوادونو اعلان کړی چې ښوونځي به بېرته پرانیزي، او د زده کوونکو خوندي ساتلو لپاره یې لارې چارې هم سنجولې دي.

په دې لړ کې په ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر کمول، په جلا ساعتونو کې تدریس کول او په څو پړاوونو کې د ښوونځیو بېرته پرانیستل هغه ګامونه دي چې کار پرې کېږي.

خو دې سره هم ځینې ساینسپوهان له یوې څېړنې وروسته اندېښنه ښيي چې د ښوونځیو پرانیستل کېدو له کبله پر ماشومانو هم د لویانو په څېر د ناروغۍ اغېز کېدای شي.

پر عبادت او مذهبي مراسمو اغېز:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د کورونا وېروس بحران ټوله نړۍ کې مذهبي مراسم هم اغېزمن کړي

د قرنطین له کبله پر مذهبي غونډو هم ناوړه اغېز شوی او یو شمېر مذهبي مراسم ځنډول شوي دي. دې کې د عیسویانو او یهودانو د ایسټر او پاسوور مراسم شامل دي، چې د دغو مذاهبو د منونکو لپاره خورا مهم کلني مراسم دي.

دغه راز په سویل ختیځه اسیا کې د بدايي مذهب نوي کال مراسم هم ځنډول شوي دي. داسې احتمال شته چې د کوویډ - ۱۹ له کبله سږ کال د مسلمانانو د حج مراسم هم وځنډول شي، چې د اټکل له مخې د دې مراسمو لپاره هر کال تر دوو میلیونو پورې حاجیان سعودي عربستان ته سفر کوي.

خو ځینې هېوادونو کې بیا د امکان تر حده کوښښ کېږي چې د مذاهبي مراسمو او عبادتونو لپاره نرمښت رامنځته شي.

د بېلګې په توګه ایران په هغو سیمو کې چې له کورونا وېروسته پاکې بلل شوي، د هېواد په درېیمه برخه کې د جوماتونو پرانیستلو اعلان کړی.