له کورونا وېروس وروسته به د نړۍ اقتصاد له کوم حالت سره مخ وي؟

Global business logistics

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

نړۍ د ۱۹۳۰ لسیزې له اقتصادي کړکیچ را هیسې تر ټولو ژور اقتصادي ځوړ یا ردکود ته تیاری نیسي

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لګول شوي بندیزونه د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیل لپاره نرمیږي.

د پیسو نړیوال صندوق اټکلوي چې د نړۍ اقتصادي وده کې به درې سلنه کموالی راځي خو مخکې یې د نړۍ په اقتصادي وده کې د درې سلنې زیاتوالي اټکل کړی وو.

نړۍ د ۱۹۳۰ لسیزې له اقتصادي کړکیچ را هیسې تر ټولو ژور اقتصادي ځوړ یا ردکود ته تیاری نیسي خو دا وضعیت به څومره دوام وکړي او څنګه دا حالت بدلیدلی شي؟

د اقتصادي ځوړ تشریح

ډېر هېوادونه په اقتصادي وده کې پڅوالی یا رکود د هغه تعریف له مخې پیژنې چې وايي د کال په دوه پرله پسې ربعو کې د سړي سر ناخالص ملي عاید کمېدلو ته اقتصادي رکود وايي.

د امریکا د اقتصادي څېړنو ملي بیرو وايي رکود په اقتصادي فعالیتونو کې د پام وړ کموالی دی چې څو میاشتې دوام وکړي او تر ډېره په واقعي سړي سر ناخالص ملي عاید، خالص عاید، دندو، صنعت او د عمده پلور په مرکزونو کې لیدل کیږي.

د پیسو نړیوال صندوق د اټکل له مخې د کوویډ-۱۹ ناوړه اقتصادې اغیزې د ۲۰۲۰ کال په دویمه ربعه کې محسوسیږي. هیلې شته چې دا اغیز به د روان کال په دویمه نیمایي کې په تدریج د کاروبار په بیا پیلیدو سره له منځه ولاړ شي.

خو که بندیزونه د کال دویمې نیمايي ته غځول کېږي نو لا ډېر کاروبارونه به له منځه ولاړ شي او خلک به دندې له لاسه ورکړي. په دې سره به اقتصادي رکود دوه برابره شي او بیا رغېدل به یې ډېر ورو وي.

نو ښايي له داسې رکود سره مخامخ شو چې اقتصاد پوهانو په څلورو تورو(V U W L ) کې بیان کړي دي.

دا هر یو د رکود او رغیدو بیلابیل حالتونه تشریح کوي.

د چیلي کاتولیک پوهنتون اقتصادپوه جوز ټیساډا بي بي سي ته وویل دا ویش د وخت په اوږدو کې د سړي سر ملي نا خالص عاید وده ډاګیزوي.

ایډیل/ تر ټولو غوره سناریو: V

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

اېس پي نړیوالې ارزونې بنسټ په ټول کې په۲۰۲۰ کال کې د اقتصادې ودې ۲،۴ سلنه شاتګ او په ۲۰۲۱ کال کې د ۵.۹ سلنه ودې اټکلوي.

دا ترټولو غوره سیناریو بلل شوې ده. د اقتصادي ودې پڅوالي کې دا حالت شدید سقوط دی خو وروسته بیرته وده چټکیږي او اقتصاد سملاسې رغېږي.

پروفیسر ټېساډا وايي دې حالت کې اقتصادي فعالیت هغې کچې ته ستنیږي چې له رکود وړاندې وو. دی وايي دې وضعیت کې رکود که څه هم نسبتا لنډ مهالی وي خو څو ربعې دوام کولی شي.

دی وايي که وبا کنټرول شي نو ښايي همداسې یو وضعیت وي ځکه ښايي د بندیزونو لرې کول پیل شي او وده مخکنۍ کچې ته ورسیږي.

په نیویارک کې د اېس پي نړیوالې ارزونې بنسټ لوی اقتصاد پوه پاول ګرونوالډ بي بي سي ته وویل چې که ټولنیز واټن ژر لرې، واکسین او یا درملنه وموندل شي نو ښايي عادي حالت ته ژر ورستانه شو.

دا بنسټ د روان کال په دویمه ربعه کې د اقتصادي ودې نهه سلنه کموالی اټکلوي. دې ته په کتو ښاغلی ګرونوالډ د اقتصاد رغېدو ته ډېر هیله من نه دی.

هغه سناریو چې ډېر احتمال لري:U

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جرمني او ځینې نورو هېوادونو بندیزونه نرم کړي دي.

اېس پي نړیوالې ارزونې بنسټ په ټول کې په۲۰۲۰ کال کې د اقتصادې ودې ۲،۴ سلنه شاتګ او په ۲۰۲۱ کال کې د ۵.۹ سلنه ودې اټکلوي.

ښاغلی ګرونوالډ زیاتوي:"اوسنی وضعیت لکه د ( یو) سناریو او یا د همدې سیناریو یو پراخ حالت ښکاري چې له مخې یې ډېر اوښتی زیان جبیره کیږي خو ډېر ورو".

په نیویارک کې د موډي پانګونې خدمتونو شرکت اداري مرستیاله الینا ډوګر له دې نظر سره موافقه ده. دا بنسټ تمه لري چې د کورونا وېروس وبا به په ۲۰۲۱ کال کې هم د نړۍ اقتصاد اغیزمن کړي.

هغې بي بي سي ته وویل : "موږ د کال په دویمه نیمايي کې ټول هغه اقتصادي لاس ته راوړنې نه شو پر ځای کولی چې موږ په لومړۍ نیمايي کې له لاسه ورکړي دي".

خو دا وايي له چین مثبت خبرونه را روان دي چې اقتصادي رکود او غوړېدنه له نورې نړۍ درې میاشتې وړاندې پیل شوې دي.

دا زیاتوي : " په چین کې بندیزونه لرې شوي دي، کارخونې بېرته پرانیستل شوي دي. رپوټونه ښيي چې د صنعت په برخه کې د ۴۵ سلنې او ۷۰ سلنې ترمنځ ظرفیت بیا په کار اچول شوی دی".

بل لور ته حکومتونو چټک عمل کړی او د اقتصاد د ملاتړ لپاره یې اقتصادي ګامونه پورته کړي دي.

اغلې دوګر وايي: "کله چې بندیزونه لرې کړل شي او فعالیتونه بیا پیل شي نو د کال په دویمه نیمايي کې به ځینې برخې ورغیږي".

له خنډونو ډکه لار W

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

که د کوویډ-۱۹ بله څپه رامنځته کیږي نو بندیزونه به لا ډېر سخت وي او اقتصاد ته به بل ګوزار ورکړي

ګرونوالډ وايي که د کوویډ-۱۹ واکسین او درملنه ونه پیژندل شي نو دا د ځینې نورو ګواښونو په مانا دی.

حکومتونه بندیزونه نرمولی شي چې اقتصادي فعالیتونه پراخ شي. خو که د کوویډ-۱۹ بله څپه رامنځته کیږي نو بندیزونه به لا ډېر سخت وي او اقتصاد ته به بل ګوزار ورکړي.

پروفیسر ټېسیډا وايي د دې سناریو له مخې اقتصاد ښايي له دوه برابر فشار او یا ( ډبلیو شیپ) رکود سره مخامخ شي:

"د اقتصادي وضعیت بیا رغونه یوازې هغه مهال شونې ده چې یو فرصت رامنځته شي چې اقتصاد ورغیږي خو دا حالت دوام نه کوي او اقتصادي وده بیا ټکنۍ کیږي".

ښاغلی ګرونوالډ زیاتوي که یو ګام شاتګ وشي او ټولنیز واټن اړین شي نو بیا به ډېر وخت ته اړتیا وي چې عادي حالت را وګرځي.

نوی عادي حالت : ایل بڼه L

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

که د کورونا دویمه څپه راشي نو ټولنیز واټن به لا سخت شي.

ډېر کسان په دې اړه اندېښنه لري چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله ښايي د نړۍ اقتصاد یو "نوی عادي حالت" غوره کړي.

په ایل سیناریو کې اقتصاد له یوه سخت رکود وروسته رغیږي خو د فعالیتونو کچه هغه ځای ته نه رسیږي چې له رکود وړاندې وه.

پروفیسر ټېسیډا وايي، له اقتصادي رکود پرته به د ودې کچه کې دایمي بدلون راشي.

اېس پي نړیوالې ارزونې بنسټ خبرداری ور کوي په سختۍ د اقتصادي ودې بیا پیل ښايي په اوږدمهال کې اقتصادي زیان رامنځته کړي په تېره په هغه صورت کې چې د کوویډ-۱۹ واکسین او یا درملنه تر لاسه نه شي.

په داسې یو وضعیت کې به عادي حالت رامنځته کېدل (( نا ممکن )) وي.

ښاغلی ګرونوالډ وايي له ( وي ) او ( یو ) سناریوګانو ور هاخوا به پوښتنه دا وي چې اقتصادي فعالیتونه پخوانۍ کچې ته ستنېدای شي؟ او څو مره وخت کې به پخوانۍ کچې ته ورسیږي.