کورونا وېروس؛ مېندوارو افغان مېرمنو روغتیايي مرکزونو ته تګ کم کړی

  • ځلا سحر
  • بي بي سي - کابل
کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د مېندوارۍ اړوند مرکزونه او روغتونونه هم وايي چې د ناروغانو شمېر یې کم شوی دی.

د کورونا وېروس له وېرې په افغانستان کې روغتیايي مرکزونو او کتنځیو ته د میندوارو مېرمنو تګ کم شوی دی.

هغه میندوارې چې د وېروس له خورېدو مخکې به هره میاشت د معاینو او مشورو لپاره اړوندو روغتیايي مرکزونه ته ورتللې، اوس د مېندوارۍ دورې دغو معاینو ته نه ورځي، مګر دا چې کومه جدي روغتیايي ستونزه ولري.

په درېیم ماشوم مېندواره پرښته وايي مخکې به د مېندوارۍ پر مهال په منظمه توګه ډاکټر ته ورتله، خو دا ځل د کورونا له وېرې نه یوازې دغو معاینو ته نه ده ورغلې، بلکې زړه -نا زړه ده چې د زېږون لپاره ورشي که څنګه:

"که زه په کور ماشوم وزیږوم، کېدای شي ما یا مې ماشوم ته ستونزه پیدا شي، ډاکټر ته له ورتلو وېره لرم. ځکه که زه روغتون ته ځم هلته له مختلفو ناروغانو سره په اړیکه کې کېږم او یا هغه ډاکټران چې هلته کار کوي ښايي له یو ناروغ بل ته دا وېروس ولېږدي. په روغتونونو هم باور نه کېږي. اوس حیرانه یم چې څه وکړم ډاکټر ته لاړه شم که په کور کې ماشوم وزیږوم".

د میندوارو مېرمنو دغو اندېښنو د خصوصي روغتونونو په بازار هم اغېز کړی. یو شمېر شخصی زېږنتونونه وايي ناروغان یې تر پخوا کم شوي.

د عفت خصوصي زیږنتون د نسايي ولادې متخصصه شریفه عامد حساس وايي، د هغو میندوارو مېرمنو شمېر کم شوی چې د معاینې لپاره به ورتلې.

د کیشا په نامه روغتون سره وغږېدم، وايي د کورونا له خپرېدا وړاندې، د ورځي شاوخوا ۱۲ ناروغانې ورتلې، خو اوس یې شمېر دوو- دریو ته راښکته شوی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کورونا وېروس اخته میندوارو مېرمنو ته د استقلال روغتون ځانګړی کړی.

په دې روغتون کې لومړی ناروغ معاینه کېږي او تر هغه چې د ازمایښت پایله یې نه وي راغلې له نورو ناروغانو بېل په قرنطین کې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د نسايي ولادي دولتي او شخصي روغتونونو چارواکې وايي، میندوارو مېرمنو ته یې د دې وېروس د لېږد د مخنیوي اړین تدابیر نیولي.

د نسايي ولادي دولتي او شخصي روغتونونو چارواکې وايي، میندوارو مېرمنو ته یې د دې وېروس د لېږد د مخنیوي اړین تدابیر نیولي.

د کابل ملالۍ زیږنتون سر طبیبه حفیظه عمرخېل وايي، په دې روغتون کې د وېروس د خپرېدا د مخنیوي جدي تدابیر په پام کې نیول شوي:

" د کورونا د وېروس د مخنیوي لپاره پي پي اي شته د مثال په توګه تب سنچ لرو چې د ناروغانو تبه ګوري او بل مشاهده دقیقه ده چې باید هر ډاکټر ته چې مریض مراجعه کوي اول هغه فاصله مراعات کړي. بل د ناروغ تبه، ټوخی، ریزش او یا له کوم ځایه راغلی، څومره وخت کېږي دا تکلیف لري دا ټول کتل کېږي."

ملالۍ زیږنتون چې د کابل تر ټولو ډېر ولادي ناروغان لري د ورځې له سلو ډېر ماشومان پکې زېږي.

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان وايي هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي میندوارې تر نورو ډېرې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخامخ دي، خو په دې وېروس د اخته کېدو وېرې ښايي له ډېرو میندوارو ښځو د زیږون درد هېر کړی وي.