د روغتیا نړیوال سازمان ته د ولسمشر ټرمپ خبرداری

Tedros Adhanom Ghebreyesus and Donald Trump side-by-side in collage

د عکس سرچینه، Reuters/Getty

د عکس تشریح،

ښاغلي ټرمپ یوه میاشت مخکې هم له روغتیا نړیوال سازمان سره مرسته وځنډوله، خو ډېرو هېوادونو یې پر دغه کار نیوکې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان ته خبرداری ورکړ، چې که ۳۰ ورځو کې بنسټیز بدلون را نه ولي، د تل لپاره به بودیجه پرې ودروي او په دې اداره کې به پر غړیتوب هم غور وکړي.

ولسمشر ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ګبریسیوس ته څلور مخیز لیک په ټوېټر کې هم خپور کړی دی.

په دغه لیک کې ولسمشر ټرمپ تېرې نیوکې یادې کړې او اصلي خبره یې هم "له چین د نړیوال روغتیا سازمان د نه خپلواکي په هکله خبرداری دی".

نوموړي دا اداره تورنه کړې چې د کال وروستیو کې یې ووهان کې د کورونا وېروس د خپرېدو په هکله بیا بیا رپوټونه پټ کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له دې مخکې دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دې برخه کې یې د علمي سپارښتنو او مالوماتو له مخې چلن کړی دی.

د لیک یوه برخه کې ډونلډ ټرمپ دعوه کوي، د چین ولسمشر پر روغتیا نړیوال سازمان فشار اچولی چې دا اداره په چین کې د کورونا وېروس د خپرېدو برخه کې بېړنی حالت اعلان نه کړي.

د هغه په خبره، چین په دې هکله له کره او په وخت مالوماتو ور کولو ډډه کړې، خو بیا هم دې ادارې له دې وېروس سره د چین د مبارزې روڼتیا ستایلې ده.

ښاغلي ټرمپ یوه میاشت مخکې هم له روغتیا نړیوال سازمان سره مرسته وځنډوله، خو ډېرو هېوادونو یې پر دغه کار نیوکې وکړې.

ترمپ د کورونا ناتایید شوي درمل کاروي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ولسمشر ټرمپ وايي، ډېر مرستندوی او طبي او روغتیايي کارکوونکي هم دا درمل کاروي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر وايي له نږدې لس ورځو راهیسې د هیدروکسي کلروکین په نوم درمل کاروي، خو د امریکا د ناروغیو کنټرول مرکز ټینګار کوي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په مخنیوي کې د دې درملو د اغېز نښې نشته.

د امریکا د خوړو او درملو ادراه د دې درملو د خپلسري کارولو په هکله خبرداری ور کوي، خو ښاغلی ټرمپ وایي، پخپله یې د دې درملو د کارولو پرېکړه کړې او یو مخ ښه دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: له یوه نیمې اونۍ را هیسې یې خورم او وینئ چې اوس هم دلته ستاسو خدمت کې یم.

دا درمل اصل کې د ملاریا لپاره جوړ شوي، که څه هم د کورونا وېروس په مقابل کې یې پر اغېز څېړنې روانې دي، خو لا یې هم په دې برخه کې اغېز ثابت شوی نه دی.

خبریالانو له ټرمپ وپوښتل چې په دغسې حالت کې ولې دا درمل خوري، د نوموړي ځواب و: "ډېرو کسانو د دې درملو د ګټورتوب په هکله ټلېفونونه راته وکړل".

نوموړی زیاتوي، ډېر مرستندوی او طبي او روغتیايي کارکوونکي هم دا درمل کاروي:

"که وګورئ څومره خلک دا درمل کاروي، نو حیران به شئ، په تېره هغه کسان یې پر کورونا له اخته کېدو مخکې هم کاروي چې له دې وبا سره په لومړۍ کرښه کې دي. ډېر ډېر کسان یې کاروي، زه یې هم خورم".

د امریکا د ناروغیو مرکز یا سي ډي سي- چې د امریکا فدرال حکومت کې تر ټولو ستر تخصصي او طبي مرکز دی- بیا بیا وايي، چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره تراوسه کوم درمل نشته.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې هم تېره میاشت په عمومي سپارښت کې د امریکا خلکو ته خبرداری ور کړ چې هیدروکسي کلروکین نه ده ښودلې چې "بې ضرره او اغېزناک دي".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

امریکا کې د درمل جوړولو یوه کمپنۍ وايي، د کورونا وېروس مقابل کې بدن خوندیتوب واکسین نتیجه یې مثبته ده.

خبریالانو له ټرمپ وپوښتل چې د دې درملو په هکله د سپینې ماڼۍ د ډاکټر نظر شته، نو ده ځواب کې وویل:

"هغه مې وپوښت، ویل یې که تاسو یې غوره بولئ، نو ما وویل، هو".

ټرمپ دا هم وايي، چې په کورونا اخته نه دی او هره ورځ یې معاینه کېږي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "داسې ښکاري چې دا درمل اغېزناک وي، ښايي اغېزناک وي یا نه، خو که ګټه هم نه لري، بیا هم تاسو نه ناروغ کېږئ او نه مړ کېږئ".