کورونا وېروس: په چین کې لومړی ځل هیڅ ناروغ نه دی ثبت شوی او د نورې نړۍ حال

د چین په ووهان کې چارواکو د ښار ټول ۱۱ میلیونه نفوس معاینه کولو هدف ټاکلی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د چین په ووهان کې چارواکو د ښار ټول ۱۱ میلیونه نفوس معاینه کولو هدف ټاکلی

په داسې حال کې چې له مسلمانانو غوښتل شوي، د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي لپاره د کوچني اختر مراسم په کورونو کې ولمانځي، په ټوله نړۍ کې د کوویډ - ۱۹ وېروس اغېزمنو کسانو شمېر له ۵۲ لکه تنو اوښتی دی او ۳۳۸۰۰۰ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر اوسه نژدې ۲ میلیونه کسان له دغې ناروغۍ رغېدلي دي. تر اوسه د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ناروغانو شمېر تر ټولو ډېر دی، چې یو نیم میلیونه تنو ته رسېږي.

د ناروغانو شمېر له پلوه برازیل دویم ځای ته رسېدلی، چې کورونا وېروس پکې په خورا چټکۍ سره خپرېږي او د ناروغانو د مړینې له پلوه برتانیا په دویم ځای کې ده. په برتانیا کې د ۲۸۲ نورو کسانو له مړینې وروسته د کورونا وېروس له کبله د ټولو مړو کسانو شمېر ۳۶۶۷۵ تنو ته رسېدلی دی.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۲۹۵۹ نوي ناروغان ثبت شوي، چې دې سره په هېواد کې د ټولو ناروغانو شمېر ۲۵۷۱۵۴ کسانو ته رسېدلی دی. په خیبر پښتونخوا کې د اطلاعاتو صوبايي سلاکار اجمل وزیر له خلکو غوښتي چې د اختر په مناسبت مېله ځایونو ته له تلو ډډه وکړي.

نوموړی وايي په هره سیمه کې هوټلونه، رستورانونه او ټول تفریح ځایونه تړل شوي دي او خلک باید د سوات، ګلیات، ناران او کاغان سیل ځایونو ته له ورتلو ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ایران حکومت د یکشنبې پر ورځ د مذهبي، کلتوري او تاریخي ځایونو پرانیستلو پرېکړه کړې

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې هم ځايي مرستیال کمشنر حمزه شفقات وايي، ځايي اوسېدونکي له یوه بله د واټن ساتلو ته په پام سره کولای شي د اختر لمونځ ادا کړي، خو په وینا یې د ښار پارکونه او مېله ځایونه به د وېروس خپرېدو مخنیوي په پار تړلي وي.

په پاکستان کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۵۳ زره کسانو ته رسېږي او د همدې ناروغۍ له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وېروس له کبله ۳۸۹ کسان مړه شوي، چې د پاکستان بلې هرې صوبې پرتله یې شمېر ډېر دی.

ایراني ولسمشر حسن روحاني ویلي، د کورو نا وېروس مخنیوي په پار د قرنطین تدبیرونو له نرمښت وروسته به د یکشنبې پر ورځ د دغه هېواد مذهبي، کلتوري او تاریخي ځایونه د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

ښاغلي روحاني له خلکو غوښتي چې په مذهبي مقاماتو او نورو ځایونو کې له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي او له یوه بله د واټن ساتل مراعت کړي. ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله تر ۷۰۰۰ زره پورې کسان مړه شوي دي، خو داسې باور کېږي چې د مړینې شمېر ښايي تر دې خورا ډېر وي.

په چین کې بیا لومړی ځل د کورونا وېروس هیڅ یوه نوي ناروغ نوم نه دی ثبت شوی. د چین په ووهان ښار کې چې د تېر کال په وروستیو کې لومړی ځل پکې کورونا وبا خپره شوه، په یوه ورځ کې د نژدې یو نیم میلیون کسانو معاینه شوې.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

اسلام اباد چارواکي وايي، د اختر په ورځو کې به ځايي پارکونه تړلي وي

ځايي چاواکو د روانې میاشتې په لومړيو کې ویلي و، چې له دوو اونیو په لږ وخت کې به د ښار ټول ۱۱ میلیونه وګړي معاینه کړي. چارواکي وايي، د ښوونځیو او کاروبارونو پرانیستلو لپاره دا تر ټولو غوره لار ده.

د دې معایناتو هدف د داسې ناروغانو لټون دی چې له وېروسه اغېزمن شوي، خو علامات یې پکې نه دي څرګند شوي.

د دوشنبې پر ورځ د کورونا وېروس واکسین لپاره د پانګونې په غونډه کې د امریکا او روسیې استازي موجود نه وو او چین د واکسین چمتوالي یا درملنې موندلو لپاره د مخامخ پانګونې هیڅ ژمنه و نه کړه.

د درملو دوه لویو قوتونو امریکا او چین له لوري د واکسین جلا چمتو کولو موضوع ته اندېښنې په ډېرېد دوي.

د عکس سرچینه، AFP

اروپايي هېوادونه په دې اند دي، چې د وېروس لپاره پر چمتو شویو واکسینو باید د ټولو هېوادونو د ملکیت حق ومنل شي او د دغه فکر پلویان اندېښمن دي، چې دا مهال د اکسین چمتو کولو لپاره یو ډوله سیالي روانه ده.