ایټالیا کې روغتیاپال: 'موږ ټول اتلان یو، خو دوی لا وختي هېر کړي یو'

  • سوفیا بیټیزا
  • بي بي سي
"ډاډمنه نه یم چې د نرسې په توګه به دندې ته دوام ورکړم او که نه"
د عکس تشریح،

"ډاډمنه نه یم چې د نرسې په توګه به دندې ته دوام ورکړم او که نه"

په داسې حال کې چې ایټالیا د کورونا وېروس له لوړو څوکو تېرېږي، روغتیايي کارمن وايي، اوس له پېښې وروسته له ذهني ټکانونو سره مخامخ دي.

په ایټالیا کې هغو ډاکټرانو او نرسانو ته د اتلانو په سترګه کتل کېږي، چې په کورونا وېروس اخته خطرناک ناروغان درمللوي.

خو اوس، خپله ډاکټران ځورېږي.

لومبارډي هغه سیمه وه، چې د نړۍ په کچه کورونا وېروس ډېره وځپله او طبي کارمنو یې د خوندي ساتلو لپاره لاسونه سره یو کړل.

پاولو میرانډا په کریمونا کې د پالنځي نرس دی. "زه په اسانه په غوسه کېږم او جګړې ته چمتو کېږم."

هغه راته وویل: څو اونۍ وړاندې، پاولو د پالنځي تور حالت په انځورونو اخیستو مستند کړ: "هېڅکله مې نه غوښتل هېر کړم چې له موږ سره څه پېښ شوي. دا به ژر تاریخ وګرځي."

د هغه په انځورونو کې، ده غوښتل وښيي په ایټالیا کې عادي حالت ته د ژوند بېرته ستنېدو پرمهال یې ملګري څنګه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له دویمې څپې سره مبارزه کوي.

دی وايي "بېړنی حالت ورو - ورو نرمېږي، موږ احساس کوو چې تیاره راباندې راتلونکې ده. داسې لکه له ټپونو چې ډک یو."

د عکس سرچینه، Paolo Miranda

د عکس تشریح،

"موږ باید له دښمن سره وجنګېږي. اوس زه انګېرم چې هرڅه مې له لاسه ورکړي او بې هدفه یم."

کابوس او د شپې خولې

مونیکا ماریوټي هم په پالنځي کې د نرسې دنده ترسره کوله چې ورته احساس یې درلود "د کړکېچ د ورځو پرتله اوس هرڅه لا ډېر سخت شوي. موږ له دښمن سره باید مبارزه وکړو. اوس داسې احساس کوم چې ګنې ضایع شوې یم. بې هدفه یم."

د کړکېچ پرمهال، دوی ځانونه ډوب ګڼل او د سوچ لپاره یې وخت نه درلود. خو چې وبا سختېده، زموږ "انډرینالین" په بدن کې د خوښۍ هورمون هم کمېده."

مونیکا وايي: "ما سالنډي او کابوس درلود. هره شپه به لس ځله راویښېدم، زړه به مې په درزا او نفس به مې تنګ شو."

د هغې ملګرې الیسا پیزیرا بیا د بېړني حالت پرمهال ځان پیاوړی احساساوه، خو اوس ستومانه شوې ده.

هغه دا توان نه لري چې پخلی یا د کور پالنه وکړي. د رخصتۍ په ورځ تر ډېره په کوچ ناسته وي او ورځ بېګا کوي.

د عکس سرچینه، Paolo Miranda

د عکس تشریح،

"داسې انګېرو لکه له ټپونو چې ډک یو."

هېڅ شی عادي نه دي

مارټینا بینیډیټي هم د توسکاني پالنځي یوه نرسه ده، لاهم له خپلې کورنۍ او ملګرو سره لیدل نه غواړي؛ ځکه وېرېږي چې دوی ته به وېروس ولېږدي:

''ان له خپل مېړه هم ټولنیز واټن مراعاتوم. موږ په جلا خونو کې ویدېږو."

د هغې په ژوند کې اسانه شیان هم ستومانوونکي ښکاري: "هر ځل چې هڅه وکړم بهر وتلو ته ځان چمتو کړم، د ستړیا او ستومانۍ احساس کوم او سم لاسي بېرته کور ته ستنه شم."

اوس هغه پر خپل ځان ډېره شکمنه شوې ده.

د عکس سرچینه، Paolo Miranda

د عکس تشریح،

"که څه هم بېړنی حالت ورو- ورو کمېږي. موږ داسې انګېرو لکه تیاره چې راباندې خوره شوې وي"

"ډاډمنه نه یم چې د نرسې دندې ته به نوره دوام ورکړم او که نه. ډېر خلک مې ولیدل چې په تېرو دوو میاشتو کې مړه شول."

یوې څېړنې ښودلې چې په ایټالیا کې د روغتیا برخه کې شاوخوا ۷۰سلنه کارمن د کوویډ-۱۹ ناروغۍ درملنه کې په ډېرو سختو شرایطو کې فعالیت کوي:

د څېړنې ترسره کوونکې سیرینا باریلو وايي: "دا ډاکټرانو او نرسانو ته تر ټولو سختې شېبې دي. "

دا وايي، کله چې له کړکېچ سره مخامخ شو، زموږ بدن داسې هورمونونه تولیدوي چې له فشار او خپګان لیرې کولو سره مرسته کولی شي.

دا اندېښمنه ده چې ډېری ډاکټران او نرسان به له وبا وروسته حالت کې له خطرناک وضعیت سره مخامخ شي، ځکه چې د انسان پر ژوند اغېز کوي چې تر څو میاشتو او ان کلونو پورې ورسره مل وي.

د عکس سرچینه، Paolo Miranda

د عکس تشریح،

پاولو میرانډا: "موږ ناڅاپي اتلان شوو، خو دوی لا وختي هېر کړي یو"

هېر شوي اتلان

په ګرده نړۍ کې، د لومړۍ کرښې ډاکټرانو او نرسانو ته د اتلانو په سترګه کتل کېږي، ځکه چې دوی د خطرناکو ناروغانو دمللو ته ملاوې تړلې دي. خو په ایټالیا کې دا مینه او ستاینه په ورکېدو ښکاري.

مونیکا وايي: "کله چې دوی له مرګه ووېرېږي، سم لاسي موږ ټول اتلان شو، خو دوی لا له وړاندې موږ هېر کړي یو."

د عکس سرچینه، Paolo Miranda

تېښته نشته

په ایټالیا کې لږ تر لږه ۱۶۳ ډاکټران او نرسان د کوویډ -۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي. څلورو پکې خپل ځانونه وژلي او ګڼ روغتیايي کارکوونکي داسې انګېري چې ګنې هېڅ وبا نه ده رامنځ ته شوې.

د کوویډ-۱۹ ناروغانو د یوه پالنځي ډاکټره الیسا نینو وايي: "زه له غوسه سره مله ستړیا لرم."

د تجرید او کورناستۍ له حالت سپکېدو وروسته یوځل بیا خلک یوځای کېناستو او یوځايي خوړو ته له ماسکونو پرته سره راغونډېږي او نه هم ټولنیز واټن مراعاتوي.

نینو وايي: "غواړم دوی ته ورشم او پرې ور چیغې کړم او ورته ووایم چې دوی هرڅوک له خطر سره مخامخوي، دا کار موږ ټولو او زما ملګرو ته سپکاوی دی."

پاولو بیا وايي: "زه نور اتل نه یم. خو د اهمیت احساس راکوي. زه د داسې یوه سرتېري په شان احساس لرم چې تازه له جګړې راستون شوی وي. احتمالاً وسله نه شي لیدلی، نه یې هم پر واټونو پر پرتو مړو سترګې لګي، داسې انګېرم چې ګنې په سنګر کې وم."شته