ټرمپ خپلو والیانو ته: د احتجاج کوونکو پر ضد زور وکاروئ

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ولسمشر ټرمپ خپلو والیانو ته ویلي چې د احتجاج کوونکو پر ضد زور وکاروي

په امریکا کې د پولیسو په لاس د یو تور پوستي کس له وژل کېدو وروسته تاوتریخوالی او احتاجونه شپږمې ورځې ته غځېدلي دي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ویډیو کنفرانس کې د بېلابېلو ایالتونو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د احتجاج کوونکو پر ضد زور وکاروي، که نه حالت به له کنتروله ووځي.

دا احتجاجونه په میني سوټا کې تېره دوشنبه د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تورپوستي د وژلو غبرګون کې پیل شوي دي.

جورج فلویډ هغه مهال د پولیسو حراست کې مړ شو چې یوه پولیس یې پر مرۍ ګونډه ور اېښې وه او هغه چغې وهلې چې سا اېستلی نه شي.

د دوشنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ خپلو والیانو ته وویل: "تاسې باید برلاسي اوسئ. که برلاسي نشوئ بیا نو هسې خپل وخت ضایع کوئ. دوی (احتجاج کوونکي) به پر تاسې در وخېژي. تاسې به هسې مسخره شکاره شئ ".

د سي بي اېس شبکې د دې کنفرانس غږ ترلاسه کړی، چې پکې ولسمشر ټرمپ والیانو ته سپارښتنه کوي چې احتجاج کوونکي ونیسي او لس کاله یې زندانونو کې واچوي.

د احتجاجونو او تاوتریخوالي دا لړۍ په امریکا کې له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې اوس تر څلوېښتو ډېرو ښارونو ته غځېدلي دي.

د دې ښارونو چارواکي ګیله کوي چې د د احتجاج کوونکو پر ضد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سخته ژبه او ګواښونه وضعیت نور هم خرابوي.

د احتجاجونو په اړه د باراک اوباما او جو بایډن غبرګون:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، احتجاجونه باید د اصلاح سبب وګرځي

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما ویلي، احتجاج کوونکي حق لري چې لارو کوڅو ته راووځي او خپل غږ پورته کړي، خو پکار ده چې دا احتجاج په قانون کې د اصلاح او بدلون سبب وګرځي.

نوموړي په یوه مقاله کې امریکا کې د روان تاوتریخوالي ختمولو غوښتنه کړې او وایي، که خلک غواړي چې امریکا کې عدالتي نظام سم شي نو دوی باید دا سمون له ځانه پیل کړي.

ښاغلي اوباما ویلي، روان احتجاجونه باید د امریکا په تاریخ کې د یوه مثبت بدلون سبب وګرځي، چې بیا داسې پېښې تکرار نشيږ

بله خوا د راتلونکې نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ دیموکرات سیال جو بایډن امریکا کې د تور پوستو له مشرانو سره کتلي دي.

په دې کتنه کې یوې زړې ښځې نوموړي ته وویل، په امریکا کې ډېری سیاستوال دعوه کوي چې د بې وزلو غږ به اوري، خو وروسته د همدې خلکو مرۍ ور ټینګوي.

جو بایډن یې په ځواب کې ژمنه وکړه چې که چېرې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي نو په ادارو کې به د تور پوستو پر ضد تعصب ختموي او د امریکا راتلونکي په اړه به جدي پرېکړې کوي.

شپږمه ورځ هم احتجاجونه دوام لري:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د لاس انجلس په فایرفاکس ولسوالۍ کۍ د پولیسو له تاوتریخوالي سره مظاهره چیان شاتګ ته اړ شول.

د امریکا مینیاپولیس ښار کې د پولیسو په لاس د افریقايي توکمه امریکايي جورج فلوییډ په مرګ پسې د پیل شویو مظاهرو په شپږمه ورځ تاوتریخوالی لا ډېر شوی دي.

که څه هم نږدې څلوېښتو ښارونو کې ګرځبندیز لګېدلی، خو ډېرو خلکو پام نه دی ورته کړی او له همدې کبله ترینګلتیا ‌‌‌‌‌‌ډېره شوې.

بلوا ضد پولیسو په نیویارک، شیکاګو، فلادیلفیا او لاس انجلس کې هم له مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی کړی او د تیت پرکولو لپاره یې اوښلن ګاز او بادي مرمۍ کارولې دي.

د پولیسو ګاډي سوځول شوي او څو ښارونو کې هټۍ هم لوټل شوې دي.

د امریکا ملي ګارډ چې د کورني بېړني حالت لپاره ریزرو ځواک دی، وايي، د یکشنبې په ورځ یې پنځه زره کسان د واشنګټن ډي سي په ګډون په پنځلسو ښارونو کې فعال شوي دي.

ټرمپ خوندي ځای ته لېږدول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د کلوریډا په ډنیور کې چې د شنبې په ورځ ګرځبندیز هم لګول شوی، زرګونو خلکو مظاهره کړې یوه کس د لوګي لاس بم نیولی دی،

ځینې امریکايي رسنۍ وايي، دغه هېواد کې د مظاهرو سختېدو سره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

نیویارک ټایمز تازه رپوټ کې وايي، د شنبې په شپه دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې واشنګټن کې لاریونوال سپینې ماڼۍ ته نږدې شول او د څارګرو ادارو چارواکو ټرمپ ناڅاپه هغه پټنځي ته ولېږداوه چې له دې مخکې د ترهګریزو بریدونو پرمهال کارېده.

سي اېن اېن رپوټوي چې د تاوتریخوالي ډېرېدو پسې ښاغلی ټرمپ د یکشنبې ورځ هم د سپینې ماڼۍ ځمکتل کې تېره کړه.