ترکیې څنګه کورونا بحران کابو کړ؟

ترکیې څنګه کورونا بحران کابو کړ؟

ترکیه ورو ورو د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه نرموي ځکه چې په وېروس د اخته ناروغانو شمېر پکې کمېږي. دلته یو مهال مثبتې پېښې په چټکۍ ډېرېدې خو اوس نړیوال کارپوهان وايي ترکیې ښه ځواب ورته ووایه او د یوه لوی بحران مخه یې ونیوله. ترکیه ۸۳ میلیونه وگړي لري، او وروستۍ رسمي شمېرې ښيي چې د وېروس ټولې مثبتې پېښې پکې، څه باندې ۱۶۵ زره دي او تر دې دمه ۴۶۰۰ کسان مړه شوي دي.