د کورونا ويروس ضد مبارزه

د کورونا ويروس ضد مبارزه

ډاکټران خبرداری ورکوي خلک دې پر مخونو لاس نه وهي، خو عملي کول يې ولې ګران کار دی؟

د نوي کرونا وېروس پر وړاندې مبارزه او هلې ځلې روانې دي. د نړۍ لروبر د روغتيا چارواکي خلکو ته خبرداری ورکوي چې لاسونه دې مينځي او پر مخونو يې دې نه وهي. خو پوښتنه دا ده چې ولې پر مخونو لاسونه وهو، او څنګه دا عادت ماتولی شو؟ بريتانوۍ ارواپوهه نتاشا تيواري یې ځواب وايي.