هغه کس چې خلک عکس اخیستو ته نه پرېږدي

.

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا متحده ایالتونو کې یوه کس د هغو خلکو پر وړاندې کمپاین پیل کړی چې د عکس اخېستو له پاره، په عامه ځایونو او پارکونو کې قانون ماتوي او طبیعت ته زیان رسوي.

دغه کس نه غواړي چې نوم یې واخېستل شي، نو دلته به یې په مستعار نوم "سټیفْ" یادونه کوو. دی په هغو خلکو پسې شوی چې د یوه ښه عکس اخېستلو له پاره، عامه ځایونو کې ګلانو، بوټو او شنو سیمو ته زیان رسوي.

سټیفْ ۲۰۱۸ کال کې پر انسټاګرام یو حساب یا اکاونټ جوړ کړ چې نومېږي "عامه ځمکې له تاسې کرکه لري، د ځمکې کُره."

سټیف چې کله ماشوم و له خپل مور او پلار سره به خلاص طبیعت ته ډېر تله او تر اوسه په طبیعت مین دی، نو ځکه اوس پر هغو خلکو په غوسه وي چې پر خواله رسنۍ د ځان د یوه ښه عکس خپرولو له پاره هرڅه تر پښو لاندې کوي.

دی د هغو خلکو عکسونه خپروي او نیوکه پرې کوي چې د ګلانو منځ کې ناست وي او د څو ګلانو او بوټو له ماتولو سره یې، عکس اخېستی وي او یا دا چې په داسې ځای کې یې عکس اخېستی وي چې هلته پر ورتګ بندیز وي، لکه تاریخي ځایونه.

سټیفْ کیسه کوي چې د ۲۰۱۹ کال پسرلي کې په سویلي کالیفورنیا کې بارانونه وشول او له دې سره په مشهور واکر کنین عامه سیمه کې چې له لاس انجلس څخه یو ساعت د موټر مزل دی، ښکلي نارنجي ګلان راڅرګند شول.

د نژدې ښار لېک یلسېنور ښاروال وايي، دښتې او غونډې په ګلانو پوښلې وې او خلکو به موټر دراوه چې عکسونه واخلي، له دې سره پر خواله رسنۍ د دې ځای د عکسونو څپې خپرې شوې.

د واکر کنین سیمه د سیلانیانو په مېله ځای بدله شوه او د ګڼه ګوڼې له لاسه آن لویه لار بندېدله.

پر خواله رسنیو مشهورو کسانو هم ورمخه کړه او د عکس اخېستو له پاره به یې ګلان تر پښو لاندې کول چې دا د پارک له قانون سره په ټکر کې ده.

د عکس سرچینه، Anaib

د عکس تشریح،

دی د هغو خلکو عکسونه خپروي او نیوکه پرې کوي چې د ګلانو منځ کې ناست وي او د څو ګلانو او بوټو له ماتولو سره یې، عکس اخېستی وي

دلته و چې د سټیفْ انسټاګرام حساب "عامه ځمکې له تاسې کرکه لري" ډېر کش وکړ او ډېرو خلکو به ده ته د داسې کسانو عکسونه لېږل چې دی پرې نیوکه کوي.

سټیفْ لومړی هڅه کوي له عکس اخیستونکو سره تماس ونیسي او په شخصي ډول ترې وغواړي چې روزنیز شی دې خپور نه کړي، نه دا چې نور هم د هغه په کتو طبیعت او چاپېریال ته تاوان ورسوي.

خو که خبره یې ونه منله نو بیا یې هغو شرکتونو ته احوال ورکوي چې د متخلف انسټاګرام کاروونکي ملاتړ کوي.

د خواله رسنیو له پاره عکسونه اخېستل یو له هغو لاملونو بلل کېږي چې ځینې خلک قانون ماتوي، دا چې طبیعت او شینکیاو ته څومره تاوان رسېږي، د ډېرو لږو خلکو ورته پام کېږي.