کورونا وېروس: هند د ناروغانو شمېر له پلوه له ایټالیا مخکې شو
د قرنطین له نرمښت مخکې د ناروغانو شمېر کې ډېروالی لیدل شوی
هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس نژدې ۱۰۰ زره ناورغان ثبت شوي دي، چې ورسره دغه هېواد د ناروغانو ټولټال شمېر له پلوه له ایټالیا هم مخکې شو.
هند اوس د ناروغانو شمېر له پلو په نړۍ کې شپږم ځای خپل کړی.
دا مهال په دغه هېواد کې د کورونا ۲۳۶۶۵۷ ناروغان ثبت شوي او ۶۶۴۹ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد په ګڼ مېشتي ښار ممبۍ کې روغتونونه په ټپه درېدو ته نژدې شوي او دغه راز په پلازمېنه ډیلي کې د نویو ناروغانو بستري کېدو ته ځای په ختمېدو دی.
خو بل لور ته په دغه هېواد کې د دوشنبې له ورځې وروسته د حکومت په اجازه بازارونه، عبادتځایونه، رستورانونه او دفترونه پرانیستل کېږي.
که څه هم د ناروغانو د شمېر له پلوه هند په نړۍ کې اوس شپږم ځای لري، خو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر له پلوه بیا ۱۲ ځای لري.
ویل کېږي چې هند حکومت هم هغې تمې د قرنطین نرمښت ته هڅولی چې لهګڼ نفوس سره سره په ډېرو کسانو کې وېروس نه و معلوم شوی او داسې فکر کېده چې علایم یې ښايي ډېر سخت نه وي، یا به د ټولو ناروغانو بستري کولو ته اړتیا نه وي.
خو ماهرین وايي، ناڅاپه د ډېرو ناروغانو معلومېدل ښيي چې ښايي وبا په دغه هېواد کې په یو څه ځنډ سره اوج ته رسېږي.
پر خواله رسنیو ډېری هندیانو د کورونا ناروغانو درملنې لپاره د توجه جلبولو هڅه کړي، خو بل لور ته ځينې روغتیاپالان وايي، چې دوی ته په روغتیايي مرکزونو کې ان د معایناتو ترسره کولو الات هم نه دي ورپاتې.
ځینې ماهرین نیوکه کوي چې حکومت د قرنطین پر مهال چې هېواد یې لوړه مالي بیه پرې کړه، له فرصته د طبي وسایلو له پلوه د چمتوالي لپاره اړینه ګټه نه ده اخیستې.
بل پلو د وېروسي ناروغي یو هندی پېژندونکي ګوتم مېنن مخکې بي بي سي ته وویل، دغه هېواد بله لار نه درلوده:
"له یوه حده ورهاخوا له ټولنیز او رواني پلوه د یوه داسې قرنطین غځول ګرانه چاره ده، چې وار له مخه ډېر اوږد شوی وي. "